غزه کې د خوړو موندلو په اړه د بيبيسي خپلواکو خبریالانو مبارزه: ''یو خبر په ډېر کړاو او سرګردانۍ جوړولی شم''

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یولانډ نیل
- دنده, د منځني ختیځ خبریاله، بیت المقدس
د بيبيسي درېیو باوري خپلواکو فلسطیني خبریالانو، چې د غزې د پوښښ لپاره پرې تکیه کېږي، ویلي اوس د خپلې کورنۍ د خوړو برابرولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېر وخت دوه یا ډېرې ورځې هېڅ خواړه نه لري.
دغه خبریالان، که څه هم د خپلو نژدې خپلوانو د وژل کېدو، د کورونو د له منځه تلو یا له خپلې کورنۍ سره د اسرائيلي ځواکونو له بریدونو د تېښتې پر مهال هم وو، بیا یې هم خپلې کامرې بندې نه کړې او بيبيسي ته یې مهم تصویرونه استولي دي.
یو له دوی پخوا د یوې اسرائيلي بمبارۍ پر مهال د بمي پارچې له امله سخت ټپي شوی و.
خو نوموړی وايي: "زم له زیږېدو راهیسې اوس تر ټولو سخت وخت دی. دا د کړاو او محرومیت یو ستر ناورین دی."
د خوړو د نړیوال خوندیتوب کارپوهانو لا تر اوسه د غزې حالت قحطي نه ده بللې، خو د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې هلته د انسان په لاس جوړه ډلهییزه سخته لوږه د پراخېدو په حال کې ده.
دوی اسرائیل ملامت کړی، ځکه چې د فلسطیني سیمو ټول اکمالات تر کنټرول لاندې لري، خو اسرائیلو مسؤلیت رد کړی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
موږ هوکړه کړې چې د خپلو همکارانو نومونه د دوی د امنیت په خاطر افشا نه کړو.
هغوی موږ ته وایي، د خپلو ماشومانو او تر ټولو زیاتې پاملرنې ته اړتیا لرونکو خپلوانو لپاره د خوراکي توکو نشتوالی تر ټولو دروند او دردناک حالت دی.
یو خبریال، چې د غزې ښار کې د بيبيسي لپاره کار کوي او د څلورو اولادونو پلار دی، وایي:
"زوی مې چې د اوټیزم ناروغي لري، نه پوهېږي چې زموږ شاوخوا څه روان دي. هغه نه پوهېږي چې موږ په جګړه کې یو او خبرې هم نه شي کولای.
په دې وروستیو ورځو کې دومره وږی شوی چې پر خپله ګېډه لاس وهي او موږ ته وښيي چې خوراک ته یوڅه غواړي."
زموږ تر ټولو ځوان همکار، چې د جنوبي غزې اوسېدونکی دی، د خپل پلار، مور او وروڼو لپاره اصلي روزي ګټونکی ګڼل کېږي.
هغه موږ ته وایي: "زه هر وخت په دې سوچ کې یم چې خپلې کورنۍ ته خوراکي توکي له کومه کړم. ۱۳ کلنه خور مې تل له ما خواړه او اوبه غواړي، خو موږ ورته هېڅ برابرولی نه شو. هغه اوبه چې پیدا کوو هم ککړې وي."

د عکس سرچینه، Reuters
بيبيسي له نورو رسنیزو بنسټونو سره په ګډه یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې د غزې له خپلواکو سیمهييزو خبریالانو سره چې ورسره کار کوي، د هغوی د وضعیت په اړه "ډېره ژوره اندېښنه" لري.
په دغه ګډ بیان کې، چې د بيبيسي، فرانسپرس، اېاېف، پي، اسوشیېټډ پرېس او اېپي او رویټرز خبري اژانسونو لهخوا خپور شوی، راغلي:
"له ډېرو میاشتو راهیسې، دا خپلواک خبریالان د غزې پر ځمکه د نړۍ سترګې او غوږونه پاتې شوي دي. اوس هغوی هماغه سختو شرایطو سره مخ دي چې دوی یې به اړه راپور ورکاوه."
اوسنی حالت د هغو کیسو بیانول لا هم ډېر ستونزمن کړي دي چې هلته روان دي.

د عکس سرچینه، Reuters
یو پیاوړی خبریال، چې اوس له موږ سره په غزه ښار کې کار کوي او د خپلې مور، خویندو او د ۲ تر ۱۶ کلونو ترمنځ پنځو ماشومانو پالنه کوي، وايي:
"زه تل ستړی او د بېوسۍ احساس کوم، ان تر دې چې سر مې چورلېږي او پر ځمکه لوېږم."
نوموړی وایي د جګړې په تېرو ۲۱ میاشتو کې یې ۳۰ کیلوګرامه وزن له لاسه ورکړی دی.
"پخوا به مې ډېر ژر خبرونه بشپړول، خو اوس یې د خرابې روغتیا او رواني حالت له امله ډېر ورو پای ته رسوم،" هغه موږ ته وویل. "زه تل د ستړیا او ګډوډ ذهن له حالت سره مخ یم."
زموږ بل خبریال، چې د جنوبي غزې څخه راپورونه را استوي، وایي:
"زه دا احساس نشم بیانولی. نس مې تاویږي، سردرد لرم، ډېر کمزوری او وږی یم. پخوا به مې له سهاره تر ناوخته، ۰۷:۰۰ څخه تر ۲۲:۰۰ پورې کار کاوه، خو اوس یو راپور هم په سختۍ سره بشپړولی شم. یواځې سر مې چورلېږي."
په وروستیو کې، دغه خبریال د فلمبردارۍ پر مهال بېسده شو، خو بیا یې بېرته خپل کار ته دوام ورکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم د جګړې له پیله د خوراکي توکو کموالی یوه دوامداره ستونزه وه، خو پخوا هغه کسان چې له بهره یې معاشونه ترلاسه کول، کولای شول چې له بازاره په ډېرو لوړو بیو لږ تر لږه لومړني توکي واخلي. خو اوس بازارونه هم ډېر کم توکي لري او زیاتره تش دي.
د غزې ښار یو خبریال، چې څلور کوچني ماشومان لري، وايي:
"زه تر دې حده رسېدلی یم چې د خیریه پخلنځي نه خواړه اخلم. په دې وروستیو ورځو کې دا معنا لري چې اولادونه مې یوازې یو ځل خواړه خوري – هم هغه محدود شیان لکه دال، وریجې او پاستا."
دوه خبریالان وایي د وږي پاتې کېدو د زغملو لپاره اوس لږ مالګه له اوبو سره ګډوي او هغه څښي. یو یې زیاتوي کله ناکله یو کوچنی ۵۰ ګرامه بسکټ د دوی د ټولې ورځې خواړه دي، خو بیه یې ۳۰ شېکله ده (شاوخوا ۹ ډالر یا ۶.۶۰ پونډه).
پیسې تر لاسه کول هم خپله یو ستر خنډ دی، ځکه اوس دا کار یوازې د پیسو له کاروباریانو سره کېدای شي.
یو فلماخیستونکی له غزې ښاره وایي:
"که نغدې پیسې ته اړتیا ولرم، زیاتره وخت نه پیدا کېږي. او که پیدا هم شي، نو ۴۵٪ پرې د ایستلو فیس اخیستل کېږي. معنا دا که زه د ۱۰۰۰ ډالرو رایستلو ته لاړ شم، یوازې ۵۵۰ ډالر به ترلاسه کړم. ټول بهیر ډېر ستړی کوونکی دی او دا مهال هر پلورونکی یوازې نغدې پیسې غواړي."
زموږ همکار له جنوبي غزې زیاتوي:
"دا ستونزه د بانکونو له بندېدو سره ډېره شوې ده. دا ډول د پیسو انتقالات زموږ لپاره د لوږې سربېره له یو بل کړاو نه ډکه تجربه ده."

د عکس سرچینه، Reuters
د بي بي سي خبریال وايي، پخوا، ما او نورو هغو خبریالانو چې د اسرائیلو له لوري د بيبيسي لپاره رسمي اسناد لرل، کولای شول چې غزې ته منظم سفرونه وکړو، ان د جګړې پر مهال هم او له هغه ځایه راپورونه ورکړو.
خو له هغه وخته چې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پیل شوې، اسرائیل ـ او کله چې د مصر رفح پوله لا پرانیستې وه، مصر هم ـ بهرنیو خبریالانو ته د غزې ته د تګ اجازه نه ده ورکړې، هغه په محدود ډول د اسرائيلي پوځ له خوا تنظیم شویو سفرونو له لارې.
بيبيسي او نورو خبري بنسټونو په خپل ګډ بیان کې ویلي:
"موږ یو ځل بیا له اسرائيلي چارواکو غواړو چې خبریالانو ته د غزې دننه او بهر تګ اجازه ورکړي."
همدا اونۍ، ۲۸ هېوادونو - چې بریتانیا هم پکې شامله ده - یو ګډ بیان خپور کړ چې په کې ویل شوي:
"په غزه کې جګړه باید سملاسي پای ته ورسېږي."
هغوی له اسرائیلو وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي او د مرستو د "ورو، څڅولو ډول" بند کړي.
د چهارشنبې په ورځ، له ۱۰۰ ډېرې مرستندویې ادارې او د بشري حقونو ډلې وايي:
"اوس چې ټول اکمالات بشپړ پای ته رسېدلي، بشري ادارې دا ګوري چې خپل همکاران او شریکان یې د دوی د سترګو پر وړاندې د ضایع کېدو شاهدان دي."
خبري بنسټونو یادونه کړې: "خبریالان تل د جګړو په سیمو کې له ډېرو محرومیتونو او سختیو سره مخ وي. خو دا چې لوږه اوس د دوی لپاره هم له دې ګواښونو ګرځېدلې، موږ یې په اړه ژوره اندېښنه لرو."
د هغوی همداراز زیاته کړې: "دا ډېره مهمه ده چې خلکو ته - په ځانګړي ډول د غزې خلکو ته - بسیا خواړه ورسېږي."
اوس مهال زموږ خپل همکاران هره ورځ له سختو شرایطو سره مقابله کوي؛ هڅه کوي د خپلې کورنۍ غم هم ورکړي او نړۍ ته هم دا وښيي چې د دوی ولس له څه ډول فوقالعاده کړاوونو سره مخ دی.
یو یې موږ ته وویل: "اوس حالت ناوریني دی. لوږه هر کور ته رسېدلې ده. دا د مرګ د ځنډول شوې سزا په څېر ده."











