هغه د مرستې اخیستلو لپاره ولاړ او بېرته راستون نه شو: غزه کې د وژل شویو کسانو کیسې

عبدالله جندیه هغه مهال ووژل شو کله چې د خوړو د پیدا کولو په لټه کې و.

د عکس سرچینه، Family handout

د عکس تشریح، عبدالله جندیه هغه مهال ووژل شو کله چې د خوړو د پیدا کولو په لټه کې و.
    • Author, ایثار شلبي
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز عربي

یو زلمی چې د خوړو موندلو لپاره وتلی و او یو بل سړی چې څو میاشتې له لوږې ځورېدلی و، د هغو کسانو له ډلې دي چې په تېره یوه اونۍ کې په غزه کې مړه شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ، د حماس تر مشرۍ لاندې د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوږې او تغذیې د کمښت له امله دوه کسان مړه شوي دي. په ورته وخت کې د مرستو نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو له‌ خوا د غزې کلابندي د "ډله‌يیزې لوږې" لامل شوې چې اوس ټوله سیمه کې خپرېږي.

د اسرائیلو د حکومت یوه ویاند دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې حماس د خوړو د کموالي لامل شوې او د بشري مرستو مخه یې نیولې ده.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې بشري وضعیت په غزه کې په چټکۍ سره خرابېږي او د روغتیا نړیوال سازمان وایي لږ تر لږه ۱۰ سلنه غزه‌وال د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي. په دې ترڅ کې، بي بي سي له هغو کسانو سره خبرې کړې چې په تېره اونۍ کې یې خپلوان له لاسه ورکړي دي.

عبدالله جندیه - ۱۹ کلن

د عبدالله عمر جندیه خور ندرین وایي عبدالله د جولای پر ۲۰مه، یکشنبه هغه مهال ووژل شو چې د خوړو د پیدا کولو لپاره له کوره ووت.

هغوی د غزې مرکزي برخې الصبره سیمې د خپلې مور په ویجاړ شوي کور کې اوسېدل.

ندرین وایي: "هغه ډېر بې ‌صبره و چې هغه ورځ د خوړو راوړلو ته لاړ شي."

"ما ورته وویل: 'همدا لږ دال/نخود چې پاتې دی، وخوره!' خو هغه ونه منله."

ندرین زیاتوي عبدالله مازدیګر ۴ بجې له کوره ووت چې تر ۵ کیلومتره (۳.۱ میله) واټن شمال ته د مرستې هغه یوه موټر ته ولاړ شي، چې هره اونۍ راځي او د کورنۍ لپاره یو څه اوړه راوړي. له ده سره دوه وروڼه او د کورنۍ نور غړي هم مل وو.

د شپې ۱۱ بجې، د هغه ورور محمود ندرین ته زنګ وواهه او ویې ویل چې دوی د مرستې موټر څنګ ته ولاړ وو چې اسرائیلي سرتېرو ناڅاپي ډزې پرې وکړې.

دا پېښه د نتساریم دهلېز کې شوې، دا یوه پوځي سیمه ده او د غزې شمال له جنوبه بېلوي.

محمود ندرین ته وویل عبدالله وژل شوی او دی پخپله او بل ورور یې ټپیان شوي دي.

ندرین وايي: "هغه د کور خوښي وه، مهربانه او په عین وخت کې شوخ و."

هغې د هغه د مازدیګرني پلي تګ یادونه وکړه چې دوی به د کوچنیوالي پر مهال د غزې د ساحل پر غاړه روان وو.

"هغه فوټبال او ورزش خوښول."

ندرین وایي عبدالله به له سیمه‌يیزو دوکاندارانو سره مرسته کوله، مېوې او سبزي به یې ور وړلې او "هیله یې دا وه چې له جګړې وروسته نوی کاروبار پرانیزي."

د دې په ځواب کې، د اسرائیلو دفاعي ځواکونو وویل دوی د حماس د نظامي وړتیاوو له‌ منځه وړلو لپاره عملیات کوي او هڅه کوي د ملکیانو د مرګ ‌ژوبلې مخه ونیسي.

سرچینهېزیاته کړه، که د پېښې موقعیت ورته دقیق ورکړل شي، نو پوښتنې ته به ښه ځواب ووايي.

د غزې د حماس تر مشرۍ لاندې ملکي دفاع ادارې ویلي په هغه ورځ د اسرائیلي بریدونو له امله ټولټال ۹۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي، زیاتره د مرستې د وېش ځایونو ته نژدې وو.

د غزې په شمال کې د یوې مشخصې پېښې په اړه، اسرائیلي پوځ ویلي سرتېرو د یوه "سملاسي خطر" د ليرې کولو لپاره د خلکو پر لور د خبرداري ډزې کړې، خو د وژل شویو کسانو شمېر یې رد کړی.

احمد الحسنات - عمر ۴۱ کلن

احمد د فوټبال مینه‌وال و او د ټلویزیون د انتنونو نصبول یې کاوه. احمد د فوټبال مینه‌وال و او د ټلویزیون انتنونه یې نصبول

د عکس سرچینه، Family handout

د عکس تشریح، احمد د فوټبال مینه‌وال و او د ټلویزیون انتنونه یې نصبول

احمد الحسنات، ۴۱ کلن، د جولای پر ۲۲مه، سه شنبه وفات شو.

د هغه ورور، یحیی الحسنات، وايي: "لوږې او د خوړو کمښت هغه ووژلو - ورځ تر بلې یې حالت خرابېده."

یحیی وايي، ورور یې هغه وخت ناروغه شو کله چې اسرائیلو په مارچ میاشت کې په غزه کې پر مرستو بندیز ولګاوه. که څه هم اسرائیل له مې میاشتې راهیسې ځینې مرستې غزې ته پرېږدي، خو د مرستو نړیوالې ادارې وايي دا هېڅ کافی نه دي.

د یحیی په وینا، احمد چې شکر ناروغي یې هم درلوده، درې میاشتې پر وچه ډوډۍ او کله ناکله د کوتیو په خواړو تېرې کړې. نه یې کافي خواړه لرل، نه اوبه.

هغه وايي، له دې امله د احمد وزن له ۸۰ کیلوګرامه تر ۳۵ کیلوګرامه پورې راښکته شو او روغتیايي وضعیت یې سخت خراب شو.

یحیی وايي "د هغه خبرې ګنګړو شوې، ځینې وخت به موږ هېڅ نه پوهېدو چې څه وايي".

د احمد وراره، رفعت الحسن، وایي دوی هغه روغتون ته یووړ، خو ورته ویل به یې: "ده ته دوا نه، خواړه پکار دي." نو بېرته یې کور ته راوست.

یحیی وایي احمد، چې پخوا به یې د ټلویزیون انتنونه نصبول او د فوټبال مینه‌وال و، "په سکون" د غزې په مرکزي ښار دیرالبلح کې په خپل کور کې سا ورکړه.

یحیی زیاتویک "هغه ډېر قوي شخصیت درلود او د ټولو مهربانو خلکو له ډلې و چې انسان پرې پېښېدلی شي".

محمد کُلّاب – ۲۹ کلن

 د محمد کلاب خسر د خپل زوم په اړه وویل: "یو ژوندی، خوښ او له ژونده ډک ځوان و."

د عکس سرچینه، Family handout

د عکس تشریح، د محمد کلاب خسر د خپل زوم په اړه وویل: "یو ژوندی، خوښ او له ژونده ډک ځوان و."

د ۲۹ کلن محمد کلاب خسر وايي، زوم یې د جولای پر ۲۲مه د یوې هوايي حملې په نتیجه کې ووژل شو.

عمار رغیده وايي، محمد د غزې په جنوبي برخه، خان یونس لوېدیځ ته د القادسیه په سیمه کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو په یوه کمپ کې په خپل خېمه کې استراحت کاوه، چې شاوخوا د ماښام له ۵ تر ۶ بجو پورې سیمه بمبار شوه.

عمار وايي: "هغه یوازې و. موږ څو ساعته وروسته بل چا خبر کړو چې دی وژل شوی، هغوی یې خور ته زنګ وهلی و."

عمار زیاتوي، هغه له محمد سره له وژل کېدو یوه ورځ مخکې خبرې کړې وې - دوی د مرستې پیدا کولو پر مهال سره مخ شوي وو.

"هغه راته وویل: 'یوازې مه ځه، زه به هڅه وکړم چې یو څه اوړه درته پیدا کړم. ' خو سبا ورځ مړ شو."

عمار وايي، محمد یوه خور او یو کوچنی ورور پرېښي چې بشپړه تکیه یې پر همده وه.‌

کلاب یو دروند، ژوندی او خوشطبعه‌ ځوان و. هېڅکله به یې ځان بې‌ځایه موضوعاتو کې نه ښکېلاوه او هر څوک چې به یې پېژندل، مینه یې ورسره درلوده."

په ځواب کې، د اسرائیلو دفاعي ځواک د عبدالله د قضیې په څېر یو بیان خپور کړ، ویې ویل چې دوی د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره "ممکن احتیاطي ګامونه" اخیستي او زیاته یې کړه چې د محمد د مړینې د قضیې د پلټنې لپاره ورته د دقیق موقعیت همغږي پکار ده.