د روغتيا نړيوالې ادارې په غزه کې د خطرناکې خوارځواکۍ خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، EPA
د روغتيا نړيوالې ادارې خبرداری ورکړی چې په غزه کې خوراځواکي "خطرناکې کچې" ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د يکشنبې په ورځ له هوا د مرستو غورځول پيل شوي دي.
اسرائيلو په لنډمهالې توګه په غزه کې خپل پوځي عمليات کم کړي او دا يې "تاکتیکي ځنډ" بللی دی. متحده عرب اماراتو او اردن ته يې اجازه ورکړې چې د هوا له لارې غزې ته مرستې رسولی شي.
اسرائيل غواړي هره ورځ د لسو ساعتونو لپاره جګړه ودروي چې موخه يې د ملګرو ملتونو د مرستو کاروانونو ته د اجازې ورکول او سيمې ته رسېدل بللي دي. حکومت وايي دا ګام يې د هغو تورونو د ردولو په موخه پورته کړی چې وايي په "قصدي ډول لوږه" رامنځته کوي. حماس بیا وايي اسرائيل له دې لارې د خپلې "څېرې د سپينولو" هڅه کوي.
د اردن پوځ وايي د اماراتو په مرسته يې په دريو پړاونو کې له خپلو الوتکو ۲۵ ټنه مرسته غزه کې غورځولې ده.
د ځمکې له لارې د لاریو يو کاروان هم د مصر له پولې غزې ته مرستې راوړې او ټاکل شوې چې يوه بله ډله د دوشنبې په ورځ مرستې غزې ته ورسوي.
په دې وروستيو کې په غزه کې د سختې لوږې او خوراکي توکو د کموالي له کبله اسرائيل د نړيوالو تر فشار لاندې و چې پولې پرانيزي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي د غزې يو پر درېيمه برخه خلک څو ورځې له خوړو پرته ژوند کوي او څلورمه برخه يې د "قحطۍ په څېر شرايطو سره مخ دي".
د حماس د روغتيا وزارت وايي په دې وروستيو ورځو کې په غزه کې له ۱۰۰ ډېر خلک له لوږې مړه شوي دي. سلګونه تنه نور بیا د خوراکي توکو د ترلاسه کولو د هڅو پر مهال د اسرائيلو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د غزې خلک وايي، د مرستو رسولو پلان هرکلی کوي، خو د کړکېچ 'دائمي حل' غواړي

د عکس سرچینه، Reuters
د غزې اوسېدونکو د لنډمهال لپاره د اسرائیل له لوري د پوځي فعالیتونو وقفې راپورونو زړه نا زړه هرکلی کړی. له دې وقفې موخه دغې کلابندې شوې سیمه ته د مرستو د رسېدو اجازه ورکول بلل شوي،.خو ډېری وايي، دا مرستې باید د یوه پراخ او دوامدار حل پیل وي.
د اسرائیلي پوځ په وینا، غزې ته د بشري مرستو، خوړو او درملو لېږد لپاره یې ځانګړې لارې خلاصې کړې. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې له غزې د پراخې لوږې خبرداری ورکړل شو او پر اسرائیلو نړیوال فشارونه زیات شول.
د غزې له دوو میلیونو ډېر خلک له څو میاشتو راهیسې خوړو، پاکو اوبو او ابتدایي درملو ته بشپړ لاسرسی نه لري. بمبارۍ او د پولو بندښت د خلکو ورځنی ژوند فلج کړی دی.
۳۹ کلنه راشا الشیخ خلیل د غزه ښار اوسېدونکې څلور ماشومان لري، دی وایي: "یقیناً هیلې مې یو څه بېرته راژوندۍ شوې، خو اندېښمنه یم چې دا اوربند به ختم شي او لوږه به دوامداره شي."
هغې زیاته کړه:
"یو مرستندویه کاروان او یا څو له هوا را غورځېدلې کڅوړې بسنه نه کوي. موږ د شته ویرې او جګړې پای ته رسولو لپاره یوې ریښتینې حل لارې ته اړتیا لرو."
اسرائیلو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې غزې ته یې د هوا له لارې د ځینو خوراکي توکو کڅوړې غورځولې.
اردن او متحده عربي اماراتو هم ویلي چې د بریتانیا په ملاتړ یو پلان لري، څو سیمې ته مرستې له هوايي لارې وغورځوي. خو خیریه سازمانونه وایي، دا ډول اقدامات د غزې د خلکو لوږه نه ختموي.
نیفین صالح شپږ ماشومان لري، وايي:
"خبره یوازې د خوړو پر مقدار نه ده، بلکې خبره د کیفیت ده. څلور میاشتې کېږي چې تازه مېوه یا سبزی مو نه ده خوړلې. چرګ، غوښه او یا هګۍ خو بیخي نشته. یوازې قطیو کې بند خواړه دي چې ډېری یې تاریختېر دي او یو څه اوړه."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت ویلي، لسګونه کسان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.
د یکشنبې په ورځ یاد وزارت اعلان وکړ چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۱۳۳ کسان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي او زیاتره یې په وروستیو اونیو کې مړه شوي دي.
په غزه کې طبي کارکوونکي وايي، خوارځواکي ورځ تر بلې پراخېږي، په تېره بیا د ماشومانو او هغو کسانو ترمنځ چې ځانګړي خوراکي رژیم ته اړتیا لري.
د دوی په اغېزمن شویو کې ډېری هغه کسان دي چې له غنمو جوړو شویو خواړو سره حساسیت لري او نه یې شي خوړلی. هلته شته ډېری خواړه له اوړو جوړ شوي دي.
د یکشنبې په ورځ داسې راپورونه هم خپاره شول چې ځینې مرستندویه لارۍ غزې ته داخلې شوې دي. ملګري ملتونه او نور مرستندویه بنسټونه بې له ځنډه د مرستو رسېدلو او ویشلو غوښتنې کوي.
خو د غزې ډېری خلک دا اندېښنه لري چې نړیوال تمرکز به یوازې تر څو سمبولیکو مرستو پورې وي او وروسته به له پامه ولوېږي.
احمد طه په شمالي غزه کې دوکاندار دی: "دا لکه د سرطان ناروغ ته چې د لنډمهالي درد ارامولو درمل ورکړل شي. موږ دایمي حل غواړو."
د دایمي اوربند پر وړاندې پراخ خنډونه شته او د غزې خلک لا هم یو سهار هیلهمن او بل سهار ناهیلې را ویښېږي. دوی د هرې مرستې مننه کوي، خو معلومه نه ده چې د تلپاتې سولې ارمان به یې څنګه شي.
اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس په مشرۍ برید په ځواب کې په غزه کې جګړه پیل کړه چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۱ نور برمته شول.
د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، تر اوسه په غزه کې له ۵۹,۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.











