په افغانستان کې د داعش پر ضد د طالبانو پټه جګړه

- Author, سکندر کرماني
- دنده, بي بي سي - جلال اباد
د افغانستان جلال اباد ښار په شاوخوا کې له هرو څو ورځو وروسته ځینې مړي موندل کېږي. دا مړي داسې حال کې موندل کېږي چې له ځینو سرونه غوڅ شوي وي او ځینې نور بیا په دار ځړول شوي وي.
معمولاً له دې مړو سره داسې لیکلې پاڼې هم موندل کېږي، چې په کې لیکل شوي وي، دا د داعش ډلې افغانستان څانګي غړي دي.
هېڅوک د دې ډاروونکو او بې محاکمې وژنو مسوولیت نه مني، خو په پراخه کچه داسې ګومان کېږي، چې طالبانو دغه کسان وژلي دي.
داعش ډلې چې د طالبانو سخته مخالفه ډله بلل کېږي، پر کابل د طالبانو له کنټرول سره سم د دغه ښار هوايي ډګر ته څېرمه ځانمرګي برید کې نژدې ۱۵۰ کسان ووژل.
اوس چې طالبان او داعش ډله په یوه جګړې کې سره ښکېل دي، جلال اباد د دې جګړې لومړۍ کرښه بلل کېږي.
په داسې حال کې چې له پخواني حکومت سره د طالبانو جګړې له پای ته رسېدو وروسته په نور هېواد کې د پخوا پرتله امنیت ښه دی، جلال اباد کې نژدې هره ورځ د طالبانو کسان د هدفي بریدونو ښکار کېږي.
اسلامي دولت نومې ډله چې په ځايي توګه یوازې د داعش په نامه یادېږي، اوس د سړک غاړې ماینونو او هدفي وژنو په ګډون کټ مټ ورته چریکي بریدونه کوي، چې طالبانو د پخواني حکومت پر ضد ترې کار اخیست.
داعش ډله طالبان له دې کبله ''مرتد '' بولي چې د دوی په اند کافي اندازه سخت دریځي نه دي او طالبان بیا داعش یوه بنسټپاله متعصبه ډله بولي.
په ننګرهار کې د طالبانو حکومت اسختباراتو څانګې مشر ډاکتر بشیر په هکله فکر کېږي، چې د داعش په هکله سخت دی او دغه ډله یې په څنګلوري کونړ کې له هغه کوچني مرکزه شړلې وه، چې دوی ولکه کړی و.
ډاکتر بشیر په لارو کې د موندل شویو مړو په هکله بې خبري ښيي، خو په ویاړ سره وايي، چې د دوی کسانو لسګونه داعش غړي نیولي دي.
د یادونې ده، چې د داعش ډلې ګڼ شمېر غړي په افغانستان کې هغه مهال له زندانونو وتښتېدل چې طالبانو په دغه هېواد کې کنټرول ترلاسه کړ.
په عام محضر کې ډاکتر بشیر او نور ټول طالبان په افغانستان کې د داعش ګواښ مهم نه بولي.

دوی وايي چې هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې ده او دوی بالاخره افغانستان ته سوله او ثبات راوستل.
دوی داسې هیڅ خبره نه مني چې له دې دریځ سره مخالفه وي.
تر دې بریده، چې د ټولو ثبوتونو برعکس ډاکتر بشیر ان په رسمي ډول په افغانستان کې د داعش شتون له سره نه مني.
دی وايي:
''داعش د عراق او سوریې اړوند یو نوم دی، په افغانستان کې د (داعش) په نامه هیڅ ورانکاره ډله نه شته. ''
د دې پر ځای دی د ''خاینانو یوه ډله '' یادوي چې په وینا یې ''زموږ د اسلامي دولت پر ضد یو ځای شوي دي. ''
خو نه یوازې دا چې داعش په افغانستان کې شتون لري، بلکې دې ډلې د خراسان په نامه چې د مرکزي اسیا ځینو برخو لپاره یو لرغونی نوم دی، یوه څانګه هم رامنځته کړې ده.
دغه ډله لومړی ځل ۲۰۱۵ کال کې افغانستان کې فعاله شوه او له هغه وروسته یې یو شمېر خورا خونړي بریدونه وکړل.
له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، دې ډلې د هېواد ځینې داسې برخو کې هم بریدونه وکړل چې مخکې یې د وسله والو فعالیتونه نه وو پکې لیدل شوي.
د روانې میاشتې لومړیو کې داعش وسله والو په کندوز او کندهار کې د شیعه لږکۍ په اړوند جوماتونو کې ځانمرګي بریدونه وکړل.
ډاکتر بشیر بیا ټینګار کوي چې د اندېښنې خبره نه شته:
''موږ نړیوالو ته وایو چې اندېښنه مه کوئ. که د خاینانو یوه کوچنۍ ډله راپورته کېږي او دا ډول بریدونه کوي، انشاالله هغسې چې موږ د ۵۲ هېوادونو ایتلاف ته د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړه... دوی به هم مات کړو. ''
ډاکتر بشیر دوې لسیزې چریکې جګړې ته په اشارې سره وايي:
''زموږ لپاره اسانه ده، چې د یوې چریکې جګړې مخه ونیسو. ''
خو د داعش ډلې له کبله د وېرې اندېښنه نه یوازې د اوږدې جګړې ځپلي افغانان کوي، بلکې د ګاونډیو هېوادونو او لویدیځوالو لخوا هم دې لړ کې اندېښنې څرګندې شوې دی.

امریکايي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې له شپږ میاشتو تر یوه کال پورې داعش ډله دومره وړتیا موندلای شي چې له افغانستانه بهر بریدونه وکړي.
داعش ډله اوسمهال د افغان خاورې پر هېڅ برخه کنټرول نه لري.
له دې مخکې یې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ځینې کوچني مرکزونه نیولي وو، چې د طالبانو او د امریکايي هوايي ځواک ملاتړ درلودونکي افغان پوځ له بریدونو وروسته یې له لاسه ورکړل.
دغه ډله د طالبانو نژدې ۷۰ زره کسانو پرتله چې اوس په امریکايی وسلو سمبال ده، ایله څو زره وسله وال لري.
خو داسې اندېښنې شته چې ښايي دغه ډله په راتلونکي کې د مرکزي اسیا له هغو سخت دریځو ډلو چې افغانستان کې مېشت دي یا له پاکستاني سخت دریځو ډلو او یا هم له طالبانو بېل شوي کسان خپلو لیکو ته جذب کړي.
امریکا متحده ایالات هیله لري چې دوی به د داعش ډلې وسله والو په نښه کولو لپاره د هوايي بریدونو لړۍ روانه وساتي.
بل لور طالبان بیا په یوازې سر د دې ډلې پر ضد د مبارزې ټټر وهي.
د داعش ډلې ډېری غړي له افغان او پاکستاني طالبانو جلا شوي وسله وال دي، چې یو لوړ پوړی طالب چارواکی یې په هکله په خندا وايي: ''موږ دوی ډېر ښه پېژنو او دوی موږ ډېر ښه پېژني. ''
یوه پخواني داعش غړي راته وویل، دا وروستیو کې ګڼ داعش وسله وال د ډاکتر بشیر کسانو ته تسلیم شوي دي.
نوموړی وايي، د طالبانو برعکس چې یوازې افغانستان کې د 'اسلامي امارت ' رامنځته کول غواړي، داعش ډله نړیواله اجنډا لري.
دی وايي:
''داعش هر چا ته ګواښ کوي، ټولې نړۍ ته، دوی غواړي پر ټوله نړۍ خپله واکمني ومني، خو خبرې او عمل توپیر سره لري، دوی دومره زور هم نه لري چې افغانستان کنټرول کړي. ''
بل لور افغانان بیا د 'نوې لوبې ' وېره څرګندوي او ورته اندېښمن دی.
په جلال اباد کې یوازې طالبان نه په نښه کېږي، بلکې همدا روانه میاشت مدني فعال عبدالرحمان ماوین د یوه واده له مراسمو کور ته پر لار و، چې وسله والو کسانو یې پر موټر ډزې وکړې.
په هغه پېښه کې د ښاغلي ماوین دوه ماشومان زامن هم له نوموړي سره موټر کې وو، چې د سترګو پر وړاندې د خپل پلار وژل کېدو له کبله یې ژبون وهل شوی و.
داعش ډلې د یو څو تورو په لنډه اعلامیه کې وویل، دا وژنه دوی کړې.
د ښاغلي ماوین ورور ښاد نور له کوره په ټیلیفون کې راته وویل:
''کله چې طالبانو کنټرول تر لاسه کړ، موږ له زړه خوښ او هیله من وو، چې وژنې، فساد او چاودنې به ختم شي، خو اوس پوهېږو چې د داعش په نامه یو نوی وضعیت پر موږ تپل شوی. ''










