د کندوز يوه جومات کې د بريد له امله لږ ترلږه ۵۰ تنه وژل شوي؛ مسوليت يې داعش خراسان څانګې منلی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان شمال کندوز کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په یوه جومات کې چاودنه شوې، چې له کبله یې درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د کندوز د والي وياند مطيع الله روحاني وايي ځانمرګي بريدګر ځايي وخت ماسپښين مهال چاودنه کړې چې په وينا يې لسګونو کسانو ته په کې مرکژوبله اوښتې ده.
سيمه ييز چارواکي په دې چاودنه کې د ۵۰ کسانو وژل کېدو او له ۱۰۰ زياتو کسانو د ټپي کېدو خبره کوي.
رپوټونو کې ویل شوي، چاودنه د ښار منځ کې په 'سید اباد ' جومات کې شوې ده، چې د شیعه ګانو اړوند جومات دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پېښه تاییدوي او وايي، ''د پیښې ځای ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي او د پېښې څېړنې یې پیل کړې دي. ''
د داعش خرسان ډلې د بريد مسوليت منلی. دغې ډلې پر ټوېټر پاڼه ويلي، چې په کندوز ولايت کې يې د شيعه هزاره وګړو مرکزي جومات په نښه کړی دی.

د عکس سرچینه، EPA
په دې وروستيو کې د داعش خراسان ډلې د افغانستان په ځينو برخو کې د بريدونه مسوليت پر غاړه اخيستی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت يوناما پر ټوېټر پاڼه، دې بريد کې د لوی شمېر خلکو د وژل کېدو په اړه "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون هم دغه پېښه غندلې ده.
د تېرو دوو مياشتو راهيسې وروسته له هغه چې طالبان واک ته رسېدلي دا په دې هېواد کې دويم تر ټولو خونړی بريد دی چې ترسره کېږي.
تر دې وړاندې د تېرې يکشنبې پر ورځ د افغانستان پلازمېنې کابل عيدګاه جومات دروازې ته څېرمه چاودنه شوې وه چې درنه مرګژوبله يې اړولې وه.
هغه مهال د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي بي بي سي ته ويلي وو چې د پېښې په تړاو يې درې مشکوک کسان نيولي دي.










