طالبان وايي، کابل کې د داعش ډلې یو مرکز ''په بشپړه توګه ویجاړ شوی''

داعش ډله

د عکس سرچینه، AFP

طالبان وايي، د پلازمېنې کابل په خیرخانه مېنه سیمه کې د داعش وسله والې ډلې پر یوه مرکز برید شوی دی. د طالبانو یوې سرچینې په ټویټر پیغام کې ویل شوي، تېره شپه د دې عملیاتو په ترڅ کې د یادې ډلې درې کسان د خپلو باروتو په چاودنه کې وژل شوي دي.

د دوشنبې پر ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي ''د داعشیانو یوه ځاله په بشپړه توګه ویجاړه شوی او هلته ټول داعشیان وژل شوي دي. ''

خو ښاغلي مجاهد په دې برید کې د وژل شویو کسانو د هویت او یا شمېر په هکله څه نه دي ویلي.

له دې مخکې پرون د پلازمېنې کابل د مرکزي عیدګاه په دروازه کې د یوې چاودنې له کبله اته تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۲۰ نور کسان ټپیان شول.

د هغه برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو له پېښې څو ساعته وروسته طالبانو د کابل شمال کې پر داعش وسله والو برید وکړ.

د ښاغلي مجاهد په ټویټر پیغام کې په دې هکله هم څه نه دي ویل شوي، چې پر داعش وسله والو د برید او پروني برید تر منځ څه تړاو شته او که نه.

د یادونې ده چې پرون د موقت وخت لپاره د ښاغلي مجاهد ټویټر حساب غیر فعال شوی و.

تېرو څو ورځو کې د افغانستان له ختیځ ننګرهاره د بمي چاودنو رپوټونه ورکړل شوي دي، چې ویل کېږي یو شمېر کسانو ته پکې مرګژوبله هم اوښتې ده.

له دې دوې ورځې مخکې په جلال اباد کې لیکوال او خبریال معروف سادات د نامعلومو کسانو په ډزو کې ووژل شو. طالبانو په ننګرهار کې د بمي چاودنو په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.