د طالبانو د وياندويانو ټوېټر ته لاسرسی محدود شوی

د عکس سرچینه، SM
ټوېټر د لنډمهال لپاره د طالبانو د وياند او د اطلاعاتو او کولتور وزارت د مرستيال ذبيح الله مجاهد حساب محدود کړی دی.
د ذبيح الله مجاهد تر څنګ د هغه د مرستيال بلال کريمي ټوټېر ته لاسرسی هم محدود شوی.
ښاغلی مجاهد لږ ترلږه په تېرو لسو کلونو کې د طالبانو له مهمو وياندويانو څخه دی چې له رسنيو سره به يې د دغې ډلې په اړه خبرې کولې.
د ذبيح الله مجاهد وروستی ټويټ نن (يکشنبه ۴ اکټوبر) د کابل عيدګاه جومات دروازې سره څېرمه د چاودنې په اړه و. په دغه جومات کې د نوموړي د مور فاتحه اخيستل کېده.
ذبيح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې هم وويل چې غوښتل يې ټويټ وکړي خو اکونټ يې محدود شوی او دا يې د ټوېټر له خوا يوه امنيتي چاره ياده کړه.
د طالبانو د وياند ټوټېر اکونټ په داسې حال کې محدود شوی چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ وکيلانو ويلي چې طالبان تل د خپلو نظامي لاسته راوړنو په اړه پر ټوېټر ټويټ کولی شي خو ښاغلی ټرمپ پر دې ټولنيزه رسنۍ بند دی.
لس مياشتې وړاندې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو وروسته ټوېټر د ښاغلي ټرمپ اکونټ د تل لپاره بند کړ. د ټوټېر امنيتي څانګې د پرېکړې دليل "تاوتريخوالي ته د هڅولو مخنيوی" ياد کړی و.
طالبان په وروستيو کلونو کې پر ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول پر ټوېټر ډېر فعال دي. دوی ډېری وخت په انګليسي او عربي ژبه هم ټويټونه کوي.
په وروستیو اوونيو کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ټوېټر د ولسمشرۍ ماڼۍ، کورنيو چارو وزارت او يو شمېر نورو حسابونو څخه د تاييد شنه نښه هم لېرې کړې ده.












