د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو د بیان پر ازادۍ او رسنیو سخت بندیزونه لګولي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبانو په افغانستان کې د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته د بیان پر ازادۍ او رسنیو پراخ بندیزونه لګولي.

د دې سازمان په یوه اعلامیه کې د یاد سازمان لپاره د اسیا اړوند مشرې پیټریشیا ګوسمن له قوله ویل شوي:

''د طالبانو له هغو ژمنو سره سره چې وايي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکوي، د دوی نوي اصول په هېواد کې د رسنیو ازداي مخه ډب کوي. ''

اغلې ګوسمن زیاته کړې ''د طالبانو مقررات دومره پراخ دي چې خبریالان د زنداني کېدو له ډاره ځان پخپله سانسوروي. ''

د یاد سازمان په اعلامیه کې ویل شوي، دوی د رسنیو په هکله د طالبانو د دې نویو مقرراتو یوه کاپي لیدلې چې د ځینو نورو مواردو تر څنګ پکې ویل شوي، ''رسنۍ باید مسخ شوي خبرونه خپاره نه کړي. '' داسې رپوټونه خپاره نه کړي چې ''مواد یې چارواکو نه وي تایید کړي '' او یا داسې مواد خپاره نه کړي چې ''د خلکو پر رویه اغېز وکړي. ''

د اعلامیې له مخې له خبري شبکو غوښتل شوي چې له خپرولو مخکې له مقرراتو سره سم ''تفصیلي رپوټوڼه چمتو کړي. ''

بل لور د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي په دې هکله بي بي سي ته وویل، 'دا رپوټونه په کلکه ردوي '' او په وینا یې ''په هېواد کې د بیان ازادي په بشپړه توګه تامین ده، رسنۍ په ټول هېواد کې په ازادانه توګه فعالیت کوي، ''یوازې د ملي ګټو خوندیتوب او د تعصب مخنیوي لپاره اسلامي امارت د یو کوچنی طرز العمل له مخې رسنیو ته ځینې مسایل په ګوته کړي چې باید احتیاط ورسره وشي. ''

د یادونې ده، چې د سپتمبر لومړیو کې د اطلاعات روز نومې ورځپاڼې مسوولینو وویل، د دوی هغه خبریالان طالبانو نیولي چې کابل کې یې د ښځو د مظاهرو خبري پوښښ کاوه.

د اطلاعات روز مسوولینو په وینا، طالبانو نیول شوي خبریالان وهلي ټکولي او وروسته یې خوشي کړي دي.

د سپتمبر لومړیو کې د 'اطلاعاتو روز' ورځپاڼې د هغو دوو خبریالانو عکسونه لاس په لاس شول چې پر ملا او د بدن پر نورو برخو یې د زخمونو او د شکنجې نښانونه دي او ادعا یې وکړه چې طالبانو وهلي ټکولي دي.

د عکس سرچینه، MARCUS YAM/LOS ANGELES TIMES/SHUTTERSTOCK

د عکس تشریح، د سپتمبر لومړیو کې د 'اطلاعاتو روز' ورځپاڼې د هغو دوو خبریالانو عکسونه لاس په لاس شول چې پر ملا او د بدن پر نورو برخو یې د زخمونو او د شکنجې نښانونه دي او ادعا یې وکړه چې طالبانو وهلي ټکولي دي.

له دې مخکې د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي و، هغه کسان چې په کابل کې سوله ییز احتجاج کوي، باید له چارواکو رسمي اجازه واخلي او وښيي چې کوم ځای کې احتجاج کوي.

رپوټونو کې ویل شوي، طالبانو د سپتمبر لومړیو کې په هرات کې خپلواک خبریال مرتضی صمدي د یوه احتجاج خبري پوښښ پر مهال نیولی و او د احتجاج ''تنظیمولو او له بهرنیانو سره د اړیکو '' په تور تر ۲۴ ورځو پورې زندان کې ساتل شوی و.

په همدې سپتمبر کې د 'سي پي جې ' په نامه غیر دولتي ادارې هم وویل، د احتجاجونو پر مهال یې لږ تر لږه ۱۴ تنه خبریالان نیول شوي.

د دې ادارې د اسیا برخې مشر سټیون بټلر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و، ''طالبانو ثابته کړه چې د بیان د ازادۍ په اړه ټولې ژمنې یې تشې خبرې وې. ''