د طالبانو مخالفینو پر نړۍ غږ کړی چې د دې ډلې حکومت په رسمیت و نه پېژني

protest in Kabul 7/9

د عکس سرچینه، EPA

د طالبانو لخوا د خپل حکومت اعلان سم له واره له سختو غبرګونو سره مخامخ شوی دی. تر ډېره نیوکې پر دې شوې چې کابینه ټوله له همدې ډلې جوړه ده، ښځو ته پکې ځای نه دی ورکړ شوی، د قومونو ونډه پکې په پام کې نه ده نیول شوې او مسلکي او تحصیلي وړتیا ته پکې نه دي کتل شوي.

ډېری نیوکګرو پر نړۍ غږ کړی، چې دا حکومت په رسمیت و نه پېژني او ځینو یې په اړه د سختو راتلونکو ګامونو ګواښنه یې کړې ده.

د جمعیت اسلامي ګوند یوه مشر عطا محمد نور د طالبانو له خوا د نوي حکومت اعلان ته پر خپل فېسبوک پاڼه په غبرګون کې ویلي: ''د طالبانو له خوا د افغانستان له اشغال وروسته داسې حکومت اعلان شو چې د هېواد په اساسي قانون کې هېڅ ځای نه لري، د یوه قوم، غیر متخصص کسان په کې ګومارل شوي او د ښځو حضور په کې نشته. ''

ښاغلي نور پوښتنه کړې چې ''آیا نړیواله ټولنه په تېرو شلو کلونو کې له ملیاردونو ډالرو لګښت سره غواړي چې له دې ډول حکومت سره د افغانستان خلک هوسا او ارام شي؟ ''

نوموړي زیاته کړې چې ډېر ژر به له نورو سیاسي مشرانو سره له همغږۍ وروسته ''د جغرافیايي او سیاسي جلاوالي په اړه خپل نوی دریځ څرګند کړي. ##

دغه راز د جمعیت اسلامي ګوند یوه بل مشر صلاح الدین رباني هم پر خپله فېسبوک پاڼه د طالبانو له خوا نوې کابینې او د حکومت اعلان ته په غبرګون کې لیکلي چې طالبانو ټینګار کاوه چې له سیاسي پلوه به یو ټولشموله حکومت جوړوي خو په وینا یې د ''دې ډلې له خوا د کابینې ترکیب وښودله چې له انحصار او قومي افراطیت نه یې هم یو ګام اخوا ایښي دی. ''

نوموړي ویلي په تېر کې هم لویو مسایلو په اړه د هغو مشرانو د قومي او افراطي سیاستونو له امله چې په وینا یې پر خلکو تحمیل شوي وو افغانستان نه یوازې ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل.

ښاغلي رباني ویلي چې ''د قدرت او سیاست په اړه د انحصار تجربې او قومي لېدلوري په ډارونکي ډول څو ځلې ماتې خوړلې ده. ''

Protest in Kabul 8/9

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ښځو احتجاج ګډونوالو له نړیوالو وغوښتل چې طالبان په رسمیت و نه پېژني

د ملي مقاومت جبهې په نامه د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې هم د طالبانو له خوا د حکومت اعلان ته په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو له خوا سرپرسته کابینه غیرقانوني او د افغانستان له خلکو سره د طالبانو دښمني ده.

دغه راز امریکايي سناتور لیندزي ګراهم د طالبانو نوی حکومت او کابینه ''د مجرمانو او قصابانو یوه ډله '' بللې ده.

ښاغلی ګراهم چې د امریکا په سنا کې یو مخکښ جمهوریت غوښتونکی سناتور دی وايي د طالبانو نوي رژیم دا باوري کړه چې د بایډن ادارې ته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه څومره ناسمه سلا ورکړل شوې وه.

نوموړي ژمنه وکړه چې د بایډن د ادارې له خوا د طالبانو د نوي حکومت په رسمیت پيژندلو د هر ډول او ټولو هڅو مخه به ونیسي.

د دې امریکايي سناتور په وینا هر هغه هېواد چې طالبانو ته مشروعیت ورکوي داسې ده لکه د افغانستان خلکو ته د ترهګرۍ واکمني او په ټوله کې نړۍ ته د ترهګري ګواښ پېښوي.

ښاغلي ګراهم پرون هم ویلي وو ګومان کوي چې امریکا به بېرته افغانستان ته ستنه شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د طالبانو له خوا د سرپرستې کابینې په اړه ویلي ''معلومه نه ده چې د طالبانو موقتي حکومت به تر څه مودې دوام وکړي خو هغه څه چې باید موږ یې ترسره کړو دا دي چې په افغانستان کې دا بهیر وڅارو. ''

طالبانو ایران، روسیې، ترکیې، چین، قطر او پاکستان ته بلنه ورکړې چې د حکومت د اعلان په رسمي مراسمو کې ګډون وکړي.

طالبان وايي په افغانستان کې به د دوی نوی حکومت 'اسلامي امارت ' وي او امیر المومنین به پر خپل ځای وي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د پاکستان، روسیې او چین په ګډون د ټرویکا-پلس هېوادونو ویلي وو، افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت ورته د منلو نه دی.

یاده دې وي چې روسیې د 'ټرویکا-پلس' هېوادونو سره یو ځای څه موده وړاندې ښکاره ویلي وو چې افغانستان کې به د طالبانو اسلامي امارت ورته د منلو نه وي.