بریتانیا یو افغان د کډوالو د ورتګ د مخنیوي نوي قانون له مخې تورن کړی

پرېس

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه تنکي افغان ځوان، چې له قانوني اجازې پرته د سمندر له لارې بریتانیا ته د اوښتلو پر مهال خطر ته د نورو د ژوند ورکولو تور پرې لګول شوی، ویلي‌ دي "دغه کار ته اړ ایستل شوی دی".

امان ناصري "۱۸ کلن" دی او ویل کېږي لومړی کس دی، چې پرې دا ډول تور لګول کېږي.

نوموړی تورن شوی، چې د جنورۍ پر ۵مه یې ۲۰۲۶ کال کې د لومړنۍ کوچنۍ بېړۍ په وسیله ۴۶ کسان د انګریز کانال له لارې بریتانیا ته را اړولي دي.

د یادونې ده چې له همدې ورځې بریتانیا کې د کډوالۍ نوی قانون هم نافذ شوی.

ښاغلي ناصري تېره چهارشنبه د مارګېټ په مجسټرېټ محکمه کې دا ونه منله چې جرم یې کړی.

ناصري چې د محاکمې پروسه یې د یوه دري ژبي ژباړن له لارې تعقیبوله، د دې لپاره په توقیف کې وساتل شو چې د جمعې پر ورځ د کانټربېري شاهي محکمې ته وړاندې کړل شي.

څارنوالې جولي فاربرېس وویل: "موږ پر دې باور یوو چې ښاغلي ناصري له کاناله د تېرېدو پر مهال کښتۍ چلولې ده."

هغې زیاته کړې "په کښتۍ کې ۴۶ نور کسان هم سپاره وو، او ده یې په چلولو سره د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کړی و."

د شاهي څارنوالۍ خدماتو ویلي، ناصري لومړنی کس دی چې پر دې جرم - چې د کوچنیو کښتیو په وسیله له کاناله د تېرېدو محدودولو لپاره د یو لړ معرفي شویو اقداماتو برخه ده، تورنېږي.

نوې سرغړونه

انګریز کانال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېرو کلونو کې لسګونه پناه‌غوښتونکي په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته د اوښتلو پر مهال ډوب او مړه شوي دي

دا نوې سرغړونه په ډسمبر کې د سرحدي امنیت، پناه غوښتنې او کډوالۍ د نافذ شوي قانون له مخې اعلان شوې ده.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت په وینا، د سمندر له لارې د تېرېدو پر مهال له خطر سره د نورو خلکو د مخامخولو تور د دې لپاره دی چې په ناخوندي کښتیو کې د نورو خلکو د ډوبېدو مخه ونیول شي او پر هغو کسانو پلی کېږي چې په فزیکي تېري او ډارولو ښکېل وي، او همدا راز هغه کسان هم پکې شاملېږي چې د ژغورنې عملیاتو پر وړاندې مقاومت کوي.

کله چې د ۲۰۲۵ کال جنورۍ کې په لومړي ځل د دې سرغړونې پلان اعلان شو، د کورنیو چارو وزارت سرچینو وویل په "اوبو کې د جرمي صحنو" داسې پیښې هم شته، چې ځینو افرادو پکې په بې‌‌ باکۍ سره عمل کړی او پایله کې یې په کښتۍ کې نور سپاره خلک د ټکر او ډوبیدو له کبله مړه شوي دي.

په دغه نوي تور کې چې له فرانسې، بلجیم او هالنډه د اوبو له لارې بریتانیا ته غیرقانوني سفرونه پوښي، فزیکي یا رواني زیان شاملېدی شي.

هغه کسان چې په سمندر کې له خطر سره د نورو د ژوند د مخامخولو جرم پرې ثابت شي، په تر شپږو کلونو بند محکومېدای شي.

د کښتۍ د چمتو کوونکي زنداني کېدل

کانال

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ۲۰۲۵ کال کې ۴۱ زره ۴۷۲ کډوال کوچنیو کښتیو کې د انګریز کانال له لارې بریتانیا ته اوښتي دي

په یوه جلا قضیه کې د ادم ساواس په نوم یو سړی چې انساني قاچاقچیانو ته یې کوچنۍ کښتۍ او د کښتیو انجنونه برابرول، زندان ته اچول شوی دی.

ساواس، چې په خټه ترکی دی، د چهارشنبې پر ورځ له هغې وروسته په ۱۱ کاله زندان او ۴۰۰ زره یورو جریمې محکوم شو، چې د انساني قاچاق او همدا راز د سازمان شویو جرمونو یوې ډلې د غړیتوب تورونه یې ومنل.

بریتانیا کې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن‌سي‌اې) ویلي، په دې کې شک نه شته چې ساواس د ۲۰۱۹ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د سمندر په خطرناکو لارو بریتانیا ته د خلکو د اړوونکو ورانکاره ډلو تر ټولو مخکښ تهیه کوونکی و او دا چې له دې لارې یې میلیونونه ډالر ګتلي دي.

د اېن‌سي‌اې یوې ویاندې ویلي، فکر کېږي چې په ۲۰۲۳ کال کې د انګریز کانال له لارې بریتانیا ته شاوخوا نیمو ور اوښتو خلکو د ساواس لخوا برابر شوي تجهیزات او وسایل کارولي دي.

هغه د ۲۰۲۴ کال نومبر کې د امستردام په شیفول هوايي ډګر کې د این‌سي‌اې او بېلجیمي چارواکو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی او چارشنبه د بېلجیم په بروژ کې د یوې محکمې لخوا محکوم شو.