جرمني پولیس: افغان او سوري بې برخلیکه کډوال جدي جرمونو کې ډېره ونډه لري

جرمنۍ ‍پولیسه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د پولیسو په راپور کې راغلي چې د خشنو جرمونو په برخه کې پر هرو سل زره جرمن وګړو کې د ۱۶۳ کسانو قضیې ثبت شوې دي، خو دا شمېر د سوریایانو لپاره ۱۷۴۰ او د افغانانو لپاره ۱۷۲۲ قضیې دي.

د جرمني د فدرالي پولیسو نوی راپور ښيي د هغو نویو راغلو سوري او افغان کډوالو ونډه چې لا تر اوسه نه دي منل شوي، په جرمونو کې په ځانګړي ډول په تاوتریخوالي او وژنو کې د جرمنانو پرتله لوړه ده.

خو سره له دې، په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۴ کال کې هغه جرمونه چې لږ تر لږه یو کډوال پکې ښکېل و، درې سلنه کم شوي دي.

د "ولټ" ورځپاڼې له راپور سره سم، د جرمونو د کمېدو یو لامل په جرمني کې د چرس (کنبیس) قانوني کېدل دي. خو بیا هم د کډوالو ونډه د هغوی د شمېر او د جرمن وګړو د نفوس پرتله ډېره لوړه پاتې شوې ده.

د پولیسو په راپور کې راغلي چې د خشنو جرمونو په برخه کې پر هرو سل زره جرمن وګړو کې د ۱۶۳ کسانو قضیې ثبت شوې دي، خو دا شمېر د سوریایانو لپاره ۱۷۴۰ او د افغانانو لپاره ۱۷۲۲ قضیې دي.

د ۳.۱ میلیونه ثبت شويو جرمونو له جملې، په ۳۳۱ زره او ۳۰۸ قضیو کې - چې شاوخوا ۱۱ سلنه کېږي - لږ تر لږه یو نوی راغلی کډوال د مشکوک په توګه ښکېل دی.

دا کډوال هغه کسان دي چې د استوګنې وضعیت یې لا مشخص نه دی او پکې عادي پناه غوښتونکي، د کډوالۍ سابقه لرونکي جرمنان، مسلکي کارکوونکي او بهرني محصلان شامل نه دي.

راپور زیاتوي چې د جنسي جرمونو او نشه‌یي موادو په قضیو کې د افغان او سوري مشکوکو کسانو ونډه د دوی د ټولې کډوالې ټولنې په نسبت لوړه ده.

په ورته وخت کې د اوکراییني اتباعو ونډه د دوی د شمېر پرتله کمه ده.

د "ولت" په وینا، د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکسندر دوبرینت ویلي: هغه کسان چې کار کوي او قوانین مراعتوي "د پاتې کېدو حق لري"، خو هغه کسان چې د امنیتي ګواښ په توګه ګڼل کېږي "د پاتې کېدو حق نه لري" او ځکه به د هغوی د بېرته لېږلو پروګرامونه، ان افغانستان او سوریې ته، دوام ولري.

جرمني په اروپا کې له هغو هېوادونو دی چې ډېر افغان او سوري پناه غوښتونکي پکې ژوند کوي.

بشري حقونو سازمانونه: د جرمني حکومت دې پاکستان کې په تمه افغانان وروغواړي

Afghans

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په وروستیو اونیو کې د جرمني حکومت هغو کسانو ته چې لا هم په پاکستان کې انتظار باسي، پیسې وړاندیز کړې چې جرمني ته له تلو لاس واخلي. خو د کورنیو چارو وزارت د نومبر پر ۱۸مه ویلي چې یوازې ۶۲ کسانو دا وړاندیز منلی دی.

له ۲۵۰ ډېر د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او نورو نا دولتي ادارو د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا د جرمني پر حکومت د هغو سلګونه افغانانو د منلو فشار راوړ چې پاکستان کې بند پاتې دي او برلین ورسره د خونديتابه ژمنه کړې وه.

د بخښنې نړیوال سازمان، سېو ده چېلډرېن، د بشر حقونو د څار ادارې په ګډون سازمانونو د جرمني له حکومته غواړي چې شاوخوا ۱۸۰۰ افغانان باید د روان کال تر پایه له پاکستانه جرمني ته ولېږدوي.

دوی وايي دغه کسان باید په راتلونکو اونیو کې تخلیه شي او هغوی له پاکستانه افغانستان ته د شړلو له خطره او د طالبانو له احتمالي ځورونې خوندي شي.

دغه افغانان د پخواني جرمني حکومت د کډوالو د ځانګړي پروګرام له مخې منل شوي وو، خو په مې میاشت کې واک ته د محافظه‌کار صدر اعظم فریډریش مرڅ له رسېدو وروسته دا پروګرام وځنډول شو او دوی په پاکستان کې بند پاتې شول.

شاوخوا ۳۵۰ کسان د قضایي دعواګانو له ګټلو وروسته توانېدلي چې جرمني ته ورسېږي.

د سې شنبې په ورځ د یادو سازمانونو او ادارو له لوري حکومت ته په لېږل شوي پرانیستي لیک کې ویل شوي چې پاکستان کې د یادو پاتو افغانانو ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

په لیک کې راغلي: "په ځانګړي ډول اوس، د کرېسمس په موسم کې، موږ د انسانیت او مهربانۍ یادونه کوو. نو له تاسو غوښتنه کوو: هغه کسان چې موږ یې د خونديتوب ژمنه کړې، بالاخره خوندي ځای ته ورسوئ."

په اغېزمنو کسانو کې هغه افغانان هم دي چې د جرمني له پوځ سره یې کار کړی و او همدارنګه خبریالان، د بشري حقونو فعالان او د همجنسخوښو یا LGBT+ ټولنې غړي.

په وروستیو اونیو کې د جرمني حکومت هغو کسانو ته چې لا هم په پاکستان کې انتظار باسي، پیسې وړاندیز کړې چې جرمني ته له تللو له خپل حق څخه لاس واخلي.

خو د کورنیو چارو وزارت د نومبر پر ۱۸مه ویلي چې یوازې ۶۲ کسانو دا وړاندیز منلی دی.

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د هغو افغانانو پر وړاندې ټینګ ګامونه اخیستل پیل کړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او چارواکي ټینګار کوي چې هېواد یې د هغو کسانو د انتظار "ترانزیت کمپ" نه شي‌ کېدلی چې غواړي لوېدیځو هېوادونو ته ولاړ شي.

جرمني وايي له پاکستاني چارواکو یې ډاډ ترلاسه کړی چې د دغه پروګرام په اډانه کې شامل افغانان به د کال تر پایه پورې نه شړل کېږي، خو دا نېټه نه شي غځېدلی.

مرڅ په خپله ټاکنیزه مبارزه کې د کډوالۍ او پناه اړوند تګ پر کلکو پالیسیو ټینګار کړی و. په هماغه ټاکنو کې د سخت‌ دریځې، کډوال ضد ډلې 'د جرمني بدیل' یا (AfD) تر ټولو ښه نتیجه ترلاسه کړه چې له ۲۰ سلنې لږ څه زیاته وه او په څو وروستیو سروې ګانو کې یې د مرڅ د CDU/CSU پر ټلوالې یوه لنډه مخکښي هم خپله کړې ده.