جرمني پاکستان کې د بند پاتې افغانانو د لېږد بهیر بیا پيلوي

ارشیف: د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونو افغانانو د بهرنیو هېوادونو په تمه پاکستان ته مخه کړه چې ځينې یې نورو هېوادونو ته لاړل خو ګڼ یې لا هم هلته په تمه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونو افغانانو د بهرنیو هېوادونو په تمه پاکستان ته مخه کړه چې ځينې یې نورو هېوادونو ته لاړل خو ګڼ یې لا هم هلته په تمه دي.

جرمنۍ رسنۍ وايي چې دغه هېواد ته د هغو افغانانو د لېږدولو بهیر بیا پيلېږي چې په جرمني کې د مېشتېدو غوښتنه یې منل شوې خو له میاشتو راهیسې په پاکستان کې بند پاتې دي.

رویټرز خبري اژانس د جرمني 'وېلټ' ورځپاڼې له قوله نن سې شنبه (اګست ۲۶ / وږی ۶) خبر ورکړی چې جرمني له خپلې ژمنې سره سم "له زیان سره د مخ" افغانانو پر وړاندې دا خنډ وروسته له هغه لرې کولو ته چمتو شوی چې په کور دننه له فشارونو سره مخ دی، او بل لور ته پاکستان هم له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ستنېدا بهیر چټک کړی دی.

جرمني له دې کبله هم اوس بیړي اخیستی چې پاکستان هلته مېشتو اسناد لرونکو افغان کډوالو ته هم له دغه هېواده د وتلو لپاره د سپتمبر لومړۍ نېټه د ضرب الاجل په توګه ټاکلې ده. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې په جرمني کې د مېشتېدو غوښتنه یې منل شوې ده.

"کډوال په سوداګریزو الوتکو کې لېږدول کېږي"

وېلټ ورځپاڼې د ځينو حکومتي سرچینو له خولې ویلي چې "اغېزمنو" کورنیو ته وار د مخه د دغه بهیر د بیا پیلېدا خبر ورکړل شوی دی. تمه ده، دوی به له هغو لومړنیو کورنیو وي‌ چې په څو را روانو ورځو کې به جرمني ته ولېږدول شي.

وېلټ ورځپاڼه وايي، حکومت پلان لري چې دغه افغان کورنۍ د هغو منظمو سوداګریزو الوتنو په ترڅ کې په "احتیاط" سره ولېږدوي چې جرمني ته تر رسېدو مخکې په دوبۍ او یا په استانبول کې ناسته کوي.

د هغو کره شمېر لا نه دی روښانه شوی چې د دغه هوايي سفر لپاره د چمتوالي ورته ویل شوي دي.‌

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان هلته مېشتو هغو افغان کډوالو ته د سپتمبر لومړۍ نېټه د ضرب الاجل په توګه ټاکلې چې قانوني اسناد لري. تر دې مخکې یې هم سلګونه زره افغانان په زور افغانستان ته ستنېدو ته اړ کړي دي.

وېلټ ورځپاڼې زیاته کړې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوازې د دې بهیر د بیا پيلېدو خبره تایید کړې او دا هم چې ځينې کارکوونکي یې د دغو کسانو قضیو ته د رسېدو لپاره پاکستان ته لېږل شوي دي.

تر اوسه د جرمني د بهرنیو او یا هم کورنیو چارو وزارتونو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د پروګرام ځنډ

برلین د کډوالۍ اړوند سیاستونو په ترڅ کې هغه پروګرام ځنډولی و چې له مخې یې افغانانو ته په جرمني‌ کې د مېشتېدو اجازه ورکول کېده.

دې ځنډ په پاکستان کې له میاشتو راهیسې په تمه پراته شاوخوا ۲۰۰۰ هغه افغانان له ناڅرګند حالت سره مخ کړل چې د طالبانو تر حکومت لاندې یې ژوند له خطر سره مخ بلل شوی و او په جرمني کې یې د مېشتېدو غوښتنه منل شوې وه.

د بشري حقونو ډلو او له دې خنډه اغېزمنېدونکو لسګونو افغانانو په محکمو کې د جرمني دا پرېکړه وننګوله چې د ځينو قضیې بریالۍ شوې او دې پر برلین په دې برخه کې د عملي ګامونو اوچتولو لپاره فشار ډېر کړ.

له جرمني د افغانانو ایستو پېښې

دغه هېواد داسې مهال په جرمني‌ کې د افغانانو د مېشتېدو پروګرام بیا پیلوي چې په تېره جولای/چنګاښ میاشت کې یې ۸۱ افغانان بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه کړل.

د ملګرو ملتونو اندېښنه

ملګرو ملتونو پرې اندېښنه څرګنده کړې وه او د بشري حقونو کمېشنر یې د ټولو افغان کډوالو د جبري لېږد د سملاسي پای غوښتنه کړې وه. په ځانګړي ډول د هغو چې افغانستان ته له ستنېدو سره له ځورونې یا په ناقانونه ډول د بندي کېدو له خطر سره مخ کېدلی شي.

ملګرو ملتونو همدا راز ویلي وو چې د افغانانو جبري ستنول که له سیمې او یا د نړۍ له نورو هېوادونه وي، په "څو اړخیز بشري ناورین" بدلېدلی شي.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونو افغانانو د بهرنیو هېوادونو په تمه پاکستان ته مخه کړه.

ځینې یې د امریکا، بریتانیا، کاناډا او جرمني په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته لاړل خو د ګڼو نورو قضیې بیا په میاشتو او ان تر شاوخوا څلورو کلونو وځنډېدې او اوس هم ګڼ شته چې لا یې برخلیک نه دی روښانه.