بي بي سي موندلې، زرګونه افغانان چې بریتانیا کې د اوسېدو شرایط یې پوره کړي، پاکستان کې اېسار پاتې دي

gold

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

بي بي سي موندلې چې هغه زرګونه افغانان چې له بریتانیا سره د کار مخینه لري او اوس د طالبانو له وېرې له افغانستانه وتلي، په پاکستان کې ایسار پاتې دي.

له دې کسانو ځینې يې وايي، له پاکستانه د ایستل کېدو په وېره کې یې شپه او ورځ تېرېږي.

له دغو کسانو، چې شمېر يې زرګونو ته رسېږي، غوښتل شوي وو، چې د خپلو وېزو د کارونو بشپړولو لپاره درېیم هېواد ته لاړ شي او دوی پاکستان غوره کړی.

اوس چې پاکستان له هغه هېواده د نا قانونه افغان کډوالو د ایستو پرېکړه کړې، د دغو افغانانو ځینو یې ویلي، ویریږي چې ښایي دوی هم له پاکستانه وشړل شي .

د بریتانیا حکو مت وایي، دوی د هغو چې بریتانیا ته د راوستو مستحق دي ایستلو ته ژمن دي، خو ستونزه دا ده، ډیری کسان چې په پاکستان کې د بریتانیا راتلو ته انتظار دي ویزې یې ختمې شوې دي.

د هغو کسانو شمېر زرګونو ته رسېږي، چې بریتانیا ته د لېږد لپاره په شرایطو برابر دي.

د بریتانوي ځواکونو ژباړن او د بريټش کانسل ښوونکي هم په دغو کسانو کې شته دي.

ډېری يې چې ان د پاکستان ویزه یې څو میاشتې تر مخه له وخته تېره شوې، لا هم منتظر دي.

gold

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

ځینو دې کسانو بي بي سي ته ویلي، چې د پاکستان د حکومت هغې پرېکړې اندېښمن او د وېرې له ژوند سره مخ کړي، چې وايي، بې اسنادو کډوال باسي.

د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان د حکومت ټاکلې موده تر راتلونکو اتلسو ۱۸ ورځو پورې پای ته رسېږي.

اوس هلته دغه ایسار پاتې افغانان وايي، د دوی درې میاشتنۍ وېزې ختمې شوې او د نیول کېدو د وېرې له کبله له هوټلونو بهر نه وځي.

له دغو کسانو غوښتل شوي وو، چې د خپلو وېزو د اخیستو لپاره درېیم هېواد ته لاړ شي او دوی پاکستان غوره کړی و.

دوی دا هم وايي، چې په پاکستان کې يې ماشومان د زدکړو او لویان یې د کار حق نه لري.

د بریتانیا د حکومتي شمېرو له مخې له ۲۷۰۰ لویان او ماشومان بریتانیا ته لېږدېدو ته منتظر دي او وايي، چې په شرایطو د برابرو افغانانو لېږد ته ژمن دي.

تازه نوو اسنادو په دغه بهیر کې د ځنډ لامل تر يوه بریده روښانه کړی.

په نومبر میاشت کې د لومړي وزیر له دفتره په یوه ايمیل کې ویل شوي و، چې ریشي سوناک غواړي د هغو افغانانو د لېږد بهیر چې بریتانیا ته راځي مدیریت کړي تر څو وکولای شي د هوټلونو پر ځای د دفاع وزارت استوګن ځایونو ته لاړ شي.

مدافع وکیلان بیا استدلال کوي، چې دغې پرېکړې عملا بریتانیا ته د انتقال بهیر درولی.

یو شمېر وکیلان، چې د دولت استازولي کوي وايي، د ۲۰۲۲ له ډسمبره د ۲۰۲۳ تر جولای پورې هېچا ته چې د اوسېدو ځای يې نه و موندلی وېزه نه ده صادره شوې.