د کورونو مالکانو ته د پاکستان خبرداری؛ افغان کډوال وباسئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان حکومت د کورونو هغو مالکانو ته – چې افغان کډوالو ته یې په کرایه ورکړي، خبرداری ورکړی چې له خپلو کورونو او اپارتمانونو نه افغان کډوال وباسي.
د پاکستان لنډمهالي حکومت د پرېکړې لړ کې د اسلام اباد په ګڼو سیمو کې د کورونو مالکانو ته ویل شوي چې افغان کډوالو ته ووایي له دې ځایه ووځي.
په دې لړ کې خپرې شوې اطلاعیې د څو اپارتمانونو او کورونو پر دروازو لګول شوې دي.
پر خواله رسنیو ددغو اطلاعیو انځورونه هم خپاره شوي. په یوه اطلاعیه کې چې بي بي سي ترلاسه کړې، ویل شوي له هغو کورونو دې سملاسي افغان کډوال وایستل شي چې دې سیمه کې کورونه یا اپارتمانونه په کرایه ورکړل شوي او که داسې ونه کړي ددې جایدادونو له مالکانو سره به قانوني چلن وشي.
قانوني سند لرونکي افغانان هم وباسئ
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
اسلام اباد کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي، د ګڼو اطلاعیو د خپرېدو د پخلي ترڅنګ بي بي سي ته وویل، حکومت د استوګنیزو ښارګوټو مسؤلینو ته ویلي، هغه افغانان چې قانوني سندونه هم لري له خپلو کورونو وباسي.
دې سرچینې پخپل ګاونډ کې د داسې یوې مېرمنې یادونه هم وکړه چې له اولادونو سره یې په یوه کور کې اوسېږي، نارینه سرپرست نه لري، د ناروغۍ قانوني سند هم لري خو ورته ویل شوي چې دا کور باید پرېږدي.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي په دې هېواد کې د حکومت وروستۍ پرېکړې د دوی ژوند ډېر تریخ کړی او تر څنګ یې د دوی پر رواني وضعیت ډېر بد اغېز کړی دی.
له بلې خوا په خیبر پښتونخوا او سیند ایالتونو کې د ځايي حکومت له خوا د مرکز او ولسوالیو یا ضلعو په کچه د ناقانونه کډوالو د چارو د تنظیم لپاره ځانګړې کمېټې جوړې شوې دي.
په سیند ایالت کې د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر او ددې ایالت د اعلی وزیر په ګډون غونډه کې د ناقانونه بهرنیانو په اړه د ګامونو ارزونه شوې ده.
د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان د دې کړنلارې په پایله کې ګڼ شمېر کورنیو افغانستان ته مخه کړې ده.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، یوازې پرون د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ په شپاړسو لاریو کې ستنې شوې چې د ټولو غړو شمېر یې ۳۵۰ تنه و.
ایران کې د افغانانو ستونزې

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې د افغان کډوالو له دې وضعیت سره هممهاله ایران کې هم افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
ایران کې د ځینو رسنیو له خوا د کډوالو په اړه د مطالبو له خپرېدو وروسته په څو سیمو کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي رپوټونه ورکړل شوي.
د ایران مهمې ورځپاڼې یعنې "جمهوري اسلامي" څو ورځې وړاندې لیکلي وو، د تهران سوېل افغانانو اشغال کړی، دا یوه امنیتي مسله ده.
پر خواله رسنیو د دې تېریو وېډیوګانې هم خپرې شوې دي.
پرون ناوخته ایراني چارواکو وویل، چې د مازندران په کلادشت سیمه کې یې د یوه افغان کډوال د وهلو ډبولو په تور شپږ تنه نیولي دي.
ایران او پاکستان د افغانستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې له څو لسیزو راهیسې میلیونونه افغان کډوال پکې اوسېږي، خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته یو ځل بیا د کډوالۍ لړۍ پیل شوې ده.
د پاکستان حکومت له خوا د افغان کډوالو پرضد پرېکړه چې دوی وايي ځینې یې نا امنيو کې لاس لري، په کور د ننه او بهر د فعالانو او نړیوالو بنسټونو له خوا غندل شوې او غوښتنه شوې چې له کډوالو سره باید د نړیوالو اصولو له مخې چلن وشي.
په دې لړ کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه اعلامیه کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني د حکومت چلن نا مناسب او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او ارزښتونو خلاف بللی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت باید له افغانستان سره پر خپلو باید له سره غور وکړي او د راتلونکې نظر نیولو سره پر متدبرانه او متمدنو اړیکو لاره اختیار کړي.











