له پاکستانه د کډوالو شړلو حکومتي پلان د پلي کېدو وړ دی؟

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, شهزاد ملک
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد

په داسې حال کې چې پاکستان حکومت په دې هېواد کې د غیر قانوني کډوالو ایستلو لپاره د اکتوبر ۳۱مه ضرب الاجل ټاکلی، د دې پوښتنې تر څنګ چې ایا دا اعلان یوازې هلته د مېشتو افغانانو لپاره دی؟ بله پوښتنه دا هم راپورته کېږي چې ایا دا امکان لري چې پاکستان دومره ګڼ شمېر بهرنیان له هېواده وباسي؟

بي بي سي د دې پوښتنې ځواب موندلو لپاره د پاکستان له امنیتي ادارو سره اړیکه ونیوه او هڅه مو وکړه معلومه کړو چې ایا د دې اعلان تر شا د پاکستان حکومت کومه مربوطه پالیسي هم شته او که به دا خبره هم د پخوانیو ورته څرګندونو په څېر یوازې د اعلان تر حده پاتې شي؟

د یادونې ده، چې پر تېره سې شنبه د پاکستاني حکومت لوړپوړو چارواکو له یوې غونډې وروسته د دې هېواد کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي یوې خبري غونډې ته وویل، هغه ټول بهرنیان باید د اکتوبر میاشتې تر ۳۱مې پورې له پاکستانه ووځي، چې په دې هېواد کې په غیرقانوني توګه مېشت دي. ښاغلي بګټي وویل، که دا کډوال په خپله خوښه و نه وځي، په زور به له پاکستانه وشړل شي.

که څه رپوټونه وايي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستان حکومته غوښتي چې پر دې موضوع له سره غور وکړي، خو بي بي سي ته معلومه شوې چې د پاکستان امنیتي ادارو په دې اړوند نه یوازې دا چې یوه تګلاره چمتو کړې، بلکې د دې عملي کول یې هم پیل کړي او په ظاهره داسې ښکاري چې په دې پالیسۍ کې تمرکز یوازې پر افغان کډوالو ورټول دی. د پاکستان کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط بي بي سي ته وویل، د دې تګلارې عملي کولو لپاره د امنیتي ځواکونو ځانګړې ډلګۍ هم ترتیب کېږي. د دې چارواکي په وینا په دې لړ کې د پاکستان پلازمېنې په ګډون د ټولو څلورو ایالتونو یا صوبو اړوند چارواکو ته لارښوونه شوې ده.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

پنځه لکه بې اسنادو کډوال

هغه معلومات چې بي بي سي ترلاسه کړي دي، ښيي چې د پاکستان څارګرو ادارو د دې هېواد کورنیو چارو وزارت ته یو رپوټ استول شوی، چې پکې ادعا شوې داسې څه باندې پنځه سوه زره بهرنیا په پاکستان کې مېشت دي، چې دې هېواد ته د ننوتو په تړاو هېڅ قانوني اسناد نه لري او په دې لوی شمېر افغانان دي.

له بي بي سي سره خبرو کې د کورنیو چارو وزارت دې چارواکي وویل، د تګلارې پلي کولو په ترڅ کې به لومړی د هغو افغانانو او نورو بهرنیانو پر ضد اقدام کېږي چې هېڅ ډول قانوني اسناد نه لري. د کورنیو چارو وزارت چارواکی وايي، امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې د بهرنیانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې باید د هغوی له اړوند سفارتونو یا کونسلګریو سره په اړیکه کې واوسي.

د کورنیو چارو وزارت دا چارواکی زیاتوي هغه بهرني وګړي چې قانوني اسناد نه لري او پر ضد یې له پاکستاني امنیتي ادارو سره په کوم جرم کې د ښکېلتیا په تړاو دوسیې ثبت نه دي، له نیول کېدو وروسته به خپلو اړوند هېوادونو ته استول کېږي، خو د افغانانو په ګډون به هغه کډوال چې په نورو جرایمو کې د ښکېلتیا دوسیې لري، د دې قضیو د پرېکړې تر مهاله به خپلو اړوند هېوادونو ته نه استول کېږي.

دغه چارواکی زیاتوي هغه بهرنیان چې یوازې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له کبله نیول کېږي، د پاکستان (فارن ایکټ) قانون ۱۴ مادې له مخې به محکمې ته وړاندې کېږي او خپل اړوند هېواد ته به یې د استولو لپاره اقدامات کېږي. دی وايي، د دې قانون له مخې نیول شوي افغانان به له پاکستانه د خروج تر قانوني پړاو بشپړېدو پورې په پاکستاني زندانونو کې ایستل کېږي او له پرېکړې وروسته به د تورخم له لارې افغان چارواکو ته سپارل کېږي.

د پاکستان کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي

د عکس سرچینه، GOVERNMENT OF PAKISTAN

د عکس تشریح، د پاکستان کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي

د پاکستان کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دویم پړاو کې به د هغو بهرنیانو خلاف اقدام کېږي، چې پاکستان کې د اوسېدو ویزې موده یې تېره شوې او له ویزې پای ته رسېدو وروسته یې شپږ میاشتې تېرې شوې دي. د یادونې ده، چې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد پولیسو څو ورځې مخکې یوه ډله کسان ونیول چې د اسلام اباد پولیسو ویاند په خبره ډېری غړي یې افغانان وو او دا ډله د سړي تښتونې او غلاوو تر څنګ د یوه قاضي په وژنه کې هم ښکېله وه.

د کورنیو چارو وزارت چارواکی وايي، د اپیکس کمېټې چې د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر یې هم غړی دی ویلي دي، چې هغسې چې له اسنادو پرته بهر ته د تلونکو پاکستانیانو پر ضد اقدمات کېږي، د هغو بهرنیانو پر ضد هم باید اقدامات وشي چې له قانوني اسنادو پرته پاکستان کې اوسي.

افغان کډوال او له پاکستانه بهر ته د تلو هېلې

د پاکستان کورنیو چارو وزارت چارواکی وايي، اړوند چارواکو ته ویل شوي، د هغو افغانانو د کډوالۍ اسنادو تمدید لپاره د ملګرو ملتونو له چارواکو سره اړیکه ونیسي او بهیر یې بشپړ کړي، چې تر اوسه یې د کډوالۍ کارتونه نه دي تمدید شوي. د اټکلونو له مخې ویل کېږي چې پاکستان کې تر درې میلیونو پورې افغان کډوال مېشت دي، چې لس سلنه یې د کډوالو په توګه راجستر شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکی زیاتوي اړوند پاکستاني چارواکو ته لارښوونه شوې چې د هغو هېوادونو له سفارتونو سره هم اړیکه ونیسي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د دوی په سپارښتنه ګڼ شمېر افغانان پاکستان ته کډوال شوي وو، خو تر اوسه دې کډوالو افغانانو ته د امریکا یا اروپايي هېوادونو ویزو ورکولو پروسه نه ده پیل شوې.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان کډوالو جائدادونه

د پاکستاني څارګرو ادارو له لوري د دې هېواد کورنیو چارو وزارت ته استول شوي رپوټ کې ویل شوي، ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته داسې کسان له کورنیو سره پاکستان ته تللي چې د امریکا او اروپايي هېوادونو له بېلابېلو ادارو سره یې افغانستان کې دندې ترسره کولې.

د دې کسانو په هکله ویل کېږي، چې معمولاً د طالبانو مخالف فکر لري. د کورنیو چارو وزارت چارواکي په وینا د دې کسانو ګڼ شمېر کورنۍ د پاکستان اسلام اباد او کراچۍ ښارونو په هوټلونو او مېلمستونونو کې مېشت دي. په هوټلونو کې د دې کسانو د اوسېدو لګښت په هکله تائید شوي معلومات نه شته، چې څوک یې ورکوي. د کورنیو چارو وزارت چارواکي په وینا د اپیکس کمېټې په غونډه کې د سیمه ییزو چارواکو په مرسته د هغو جایدادونو په هکله هم د معلوماتو راټولولو لارښوونه شوې، چې د چارواکو په وینا افغانانو په غیر قانوني توګه په پاکستان کې چمتو کړي دي.

دغه چارواکی وايي، پولیسو او ملکي څارګرو ادارو ته د هغو پاکستانیانو په هکله هم د معلوماتو راټولولو لارښوونه شوې، چې بې اسنادو بهرنیانو ته یې پناه ورکړې او یا یې په دنده ګومارلي دي. د کورنیو چارو وزارت چارواکی زیاتوي، کمېټې پاکستان کې د احصایې ادارې (نادرا) د هغو کارکوونکو پر ضد هم د اقدماتو غوښتنه کړې، چې د پیسو بدل کې یې بهرنیانو ته د پاکستاني تابعیت اسناد یا پاسپورټونه ورکړي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان کې د کورنیو چارو مخکیني وزیر چودري نثار د وزارت په موده کې هم د نادرا ادارې د ځینو کارکوونکو پر ضد پوښتنې، ګروېږنې پیل شوې وې، خو د نوموړي کار له پای ته رسېدو وروسته دا لړۍ په ټپه درېدلې وه.

'د پالیسیو دوام مهم دی'

د پاکستان کورنیو چارو وزارت پخوانی سکرتر تسنیم نوراني وايي، د هغو بهرنیانو خلاف چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د اقداماتو پرېکړه ادارې نه، بلکې دولت کوي. نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د پاکستان اوسني سرپرست حکومت چې پاکستان کې د مېشتو غیر قانوني بهرنیانو او په ځانګړې توګه د افغانانو پر ضد د اقداماتو پرېکړه کړې، د داسې پالیسو لړۍ باید دوام ومومي.

د نوموړي په وینا داسې پالیسیو عملي کولو لپاره موده نه شي ټاکل کېدای، بلکې په وینا یې کېدای شي اونۍ، میاشتې او ان کلونه وخت ونیسي. تسنیم نوراني وايي، که پاکستان کې راتلونکی کال د ټولټاکنو له لارې یو نوی حکومت منځته راځي، د ټاکل شویو اهدافو ترلاسه کولو لپاره باید د دې پالیسیو لړۍ روانه وساتي. نوموړی وايي، پاکستان کې د دومره لوی شمېر مېشتو غیرقانوني کډوالو ایستل اسانه چاره نه ده او د دې لپاره چمتو شوې تګلاره باید دوام وکړي.

د کورنیو چارو پخوانی سکرتر وايي، په تېر کې هغو افغان کورنیو ته چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنېدل څلور سوه امریکايي ډالر ورکول کېدل، خو د نوموړي په وینا څه موده وروسته د هغو کورنیو ډېری کسان بېرته پاکستان ته راغلل.

د نوموړي په خبره که د پاکستان پالیسیو دوام کړی واي، هغه زرګونه کورنۍ به بېرته پاکستان ته نه ستنېدلې. تسنیم نوراني ادعا کوي چې په ټوله نړۍ کې غیر قانوني کډوالو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي، هر هېواد ته خپل امنیت مهم دی او که پاکستان هم په دې لړ کې کومه پالیسي چمتو کوي، باید بل کوم هېواد یا نړيوالې ادارې پرې اعتراض و نه کړي.