پاکستان: ټول بې اسنادو کډوال تر یوې میاشتې باسو؛ ملګرو ملتونو یې مخالفت کړی

پاکستان

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې ناقانونه مېشتو افغان کډوالو په ګډون ټولو بهرنیانو ته ویلي چې د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي، که نه په زور وایستل شي. دغه راز ټولې شتمنۍ او جایدادونه به یې هم ترې اخیستل کېږي.

د چارسمبالي لومړي وزير انوار الحق کاکړ په مشرۍ د سياسي او پوځي مشرانو تر غونډې وروسته د کورنیو چارو وزير سرفراز بګټي يوې خبري غونډې ته ویلي، ټول هغه وګړي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني سندونه نه لري، د خپل کار روزګار رانغاړلو او جايدادونو خرڅولو سره دې خپلو ملکونو ته ولاړ شي.

پرته له هغه به د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته نیول کېږي او له هېواده به شړل کېږي او جايدادونه به ترې هم اخیستل کېږي.

هممهاله ملګرو ملتونو د پاکستان له دې پرېکړې سره مخالفت کړې او ویلې یې دي چې خپل هېواد ته د کډوالو ستنیدنه باید په خپله خوښه وي.

د بښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې ژر ترژره د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو لاس واخلي

د پاکستاني چارواکو په وینا، د حکومت له خوا د ناقانونه بهرنیو وګړو يا په جعلي شناختي کارډ اخیستل شويو جایدادونو اخیستلو لپاره د امنیتي او استخباراتي ادارو څخه یو ځواک جوړ شوی دی.

د ښاغلي بګټي په وینا د حکومتي پرېکړې له مخې د اکتوبر میاشتې تر لسمې نېټې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ د کمپیوټري پېژندپاڼو او یا تذکرو په وسیلې کېدای شي، خو وروسته تر هغه به پرته له پاسپورټ او وېزې هېڅ راز تګ راتګ ته اجازه نه ورکول کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، پاکستان يوازېنی هېواد دی چې بهرني وګړي پرته له پاسپورټ او وېزې تګ راتګ ورته کوي.

pakistan

دوی هغو خلکو ته هم خبرداری ورکړی چې بې اسناده وګړو ته کار او یا د اوسېدو ځای ور نه کړي.

ښاغلي بګټي ویلي، کوم بهرنیان چې د پاکستان شناختي کارډونه یې جوړ کړي دي او د دوی پرې شک وي نو له هغوي به ډي اېن اې معاینه کېږي.

وړاندې تر دې ویل شوي چې زرګونه جعلي شناختي کارډونه جوړ کړای شوي او "نادرا" ادارې ته خبرداری ورکړل شوی چې ژر تر ژره چې دغه کارډونه بې اعتباره اعلان کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو چارسمبالي وزير تور ولګاوه چې پاکستان کې د ترهګرۍ ډېری پېښو کې افغان وګړي ښکېل وي او زیاتوي د روان ږېږدیز کال له جنورۍ میاشتې راپدېخوا په دغه هېواد کې ځانمرګي بریدونه افغان وګړو کړي دي او دوی يې په تړاو ثبوتونه هم لري، خو هغه دغه ثبوتونه له رسنیو سره شریک نه کړل.

خو په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویاند قیصر اپریدي د ملګرو ملتونو په استازیتوب د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې داسې یوه تګلاره خپله کړي چې له مخې یې کډوال په زوره له پاکستانه ونه ایستل شي او په وینا یې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره چمتو ده چې په دې برخه کې د پاکستان له حکومت سره همکاري وکړي.

دغه راز د بښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان له حکومته د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو د ژر تر ژره درولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ویزو او پناه اخیستلو سختو پروسو او پیچلي وضعیت افغان کډوال لا ډېر اندېښمن کړي دي.

تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (يو اېن اېچ سي ار) ویلي وو، چې په پاکستان کې درې اعشاریه اوه میلیونه افغانان مېشت دي چې پکې يو اعشاريه درې میليونو ته پي او آر يا ای سي سي کارډونه ورکړل شوې دي.

پاتي کسانو کې یې زیاتره په وېزو ورغلې دي، خو ګڼ شمېر پکې داسې کسان هم شته چې هلته د اوسېدو سند نه لري.