څېړنه: دوهمه میندواري د ښځو پر مغزو اغېز کوي په 'ځانګړي ډول' د تمرکز اړوند

یوه امیندواره مور خپل ماشوم سره ناسته ده. ماشوم یې د مور پر ګېډه سر اېښی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مغزو سکن دا څرګنده کړې چې د دوهم ځل امیندوارۍ سره د پام د کنټرول شبکې پورې تړلي بدلونونه رامنځته کوي
    • Author, کیټ بووي
    • دنده, د بي بي سي نړیواله څانګه
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

دوهمه میندواري د مور په مغزو کې 'ځانګړي' بدلونونه رامنځته کوي، چې ښايي له هغې سره د پام او تمرکز برخه کې مرسته وکړي. دا د امستردام پوهنتون طبي مرکز (UMC) یوې نوې څېړنې موندلې ده.

څېړونکو مخکې موندلې وه، چې د ښځې دماغ د لومړۍ میندوارۍ پر مهال بدلون مومي څو د مور کېدو لپاره چمتووالی ونیسي.

خو وروستۍ څېړنه ښيي، چې د دوهمې میندوارۍ پر مهال ځانګړي بدلونونه رامنځته کېږي. ښايي له ښځو سره د 'موخې پر بنسټ تمرکز او دندو غوښتنو' په پوره کولو کې مرسته وکړي.

دا موندنې ښايي دا هم روښانه کړي، چې ولې ځینې ښځې د میندوارۍ اړوند رواني ستونزې تجربه کوي.

ډېری ښځې په خپل ژوند کې میندواري تجربه کوي او تر ۲۰۲۳ کال پورې په نړۍ کې د هرې ښځې د زېږون منځنۍ کچه ۲.۳ وه.

د امستردام پوهنتون طبي مرکز (UMC) کې د مینداورو مېرمنو د مغزو د څېړنې لابراتوار څېړونکو مخکې موندلې وه، چې کله یوه ښځه د لومړي ځل لپاره میندواره شي، د هغې د دماغو هغه برخه چې د ځان په اړه فکر کولو او د ماشوم د احساساتو په درک کولو کې مهمه ده، بدلون مومي او له دې لارې د ماشوم پالنه اسانه کېږي.

په نوې څېړنه کې دوی ۱۱۰ ښځې وڅارلې: ځینې د لومړي ځل لپاره میندې شوې وې. ځینو خپل دوهم ماشوم زېږولی و او درېیمه ډله یې بې اولاده وې.

له میندوارۍ نه مخکې او وروسته اخیستل شوي دماغي سکنونو، څېړونکو ته دا شونې کړه، چې په دقیقه توګه وویني څه بدلون راغلی دی.

د هغو ښځو په دماغ کې، چې دوهم ځل میندواره شوې وې، د پام د کنټرول او د حسي محرکاتو پر وړاندې د غبرګون له شبکو سره تړلي زیات بدلونونه ولیدل شول.

څېړونکې میلو ستراټهـوف، چې معلومات یې تحلیل کړي وايي: "دا بهیرونه ښايي هغه مهال ګټور وي کله چې مور په یو وخت کې د څو ماشومانو پالنه کوي."

څېړنې د هغو ښځو د دماغي بدلونونو په اړه کومه ځانګړې پایله نه ده وړاندې کړې، چې سقط یې تجربه کړی وي. خو څېړونکي وایي، معلومات ښيي چې اصلي دماغي بدلونونه د میندوارۍ په وروستیو میاشتو کې رامنځته کېږي.

پر رواني روغتیا اغېزې

یو کوچنی ماشوم د خپلې مور پر غېږ کې پروت دی؛ مور امیندواره ده او لاس یې پر نس ایښی دی. ماشوم خپل غوږ د مور نس ته نیولی، څو د زړه درزا واوري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړونکو داسې دماغي بدلونونه وموندل، چې ښايي ښځه د دې لپاره چمتو کړي څو په یو وخت کې د څو ماشومانو د پالنې تمې پوره کړي

څېړنې همدارنګه وموندلې، چې د لومړۍ او دوهمې میندوارۍ پر مهال دماغي بدلونونه د میندو د رواني اختلالاتو له رامنځته کېدو سره تړاو لري.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۰٪ میندواره ښځې او ۱۳٪ هغه ښځې چې تازه یې ماشوم زېږولی وي، له رواني اختلال سره مخامخ کېږي، چې تر ټولو عام یې خپګان دی.

د امستردام پوهنتون طبي مرکز څېړنې موندلې، چې د ښځې د دماغو د بهرنۍ طبقې (چې د مغز لوړه برخه ده) جوړښتي بدلونونه د زیږون پر مهال یا تر زیږون وروسته له خپګان (Peripartum depression) سره تړاو لري.

هغه مېرمنې چې لومړی ځل مور کېږي د دوی لپاره دا بدلونونه تر ډېره له زیږون وروسته د هغوی له رواني حالت سره تړلي وي.

خو د دوهم ځل لپاره میندواره شویو میندو لپاره دا بدلونونه د میندوارۍ پر مهال د هغوی له رواني حالت سره لا پیاوړی تړاو لري.

د امستردام پوهنتون طبي مرکز کې د مینداورو مېرمنو د مغزو د څېړنې لابراتوار مشره السیلین هوکزیما وایي:

"موږ د لومړي ځل لپاره وښودله، چې دماغ نه یوازې د لومړۍ میندوارۍ پر مهال، بلکې د دوهمې پر مهال هم بدلېږي."

هغې زیاته کړه:

"د لومړۍ او دوهمې میندوارۍ پر مهال دماغ هم په ورته او هم په ځانګړي ډول بدلون مومي. هره میندوارۍ د ښځې په دماغ ځانګړې نښه پرېږدي."

لیکوالان وایي، که څه هم د دې موضوع په اړه لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده، خو دا پایلې کولای شي د میندو د پاملرنې په ښه کولو کې مرسته وکړي، ځکه دا به لا ښه روښانه کړي، چې ولې او څنګه په ځینو ښځو کې له زیږون وروسته خپګان رامنځته کېږي.

هوکزیما وایي، "دا مهمه ده، چې موږ پوه شو دماغ څنګه له میندوارۍ سره ځان عیاروي."