بریتانوۍ امپراتورۍ څنګه د عکاسۍ په مرسته هند طبقهبندي کړی و؟ د عکس سرچینه، DAG
د عکس تشریح، ښځینه نڅاګرې، د ۲۰مې پېړۍ لومړني وختونه. دا عکس ایډوارډ تورینز اخېستی؛ هغه له لومړیو اروپایي عکاسانو و چې په بمبۍ ښار کې یې سټوډیو لرله. د هغه سټوډیو داسې عکسونه اخېستل چې ښار یې لوېدیځو لیدونکو ته ورپېژانده. ۱ ساعت وړاندې
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
په هند کې د بریتانوي امپراتورۍ لپاره د ۱۹مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې عکاسي د پېژندنې او طبقهبندۍ له تر ټولو اغېزناکو وسایلو وګرځېده.
یو نوی نندارتون چې "ټایپکاسټینګ: د هند د خلکو عکاسي (۱۸۵۵–۱۹۲۰)" نومېږي او د ډیلي مېشتې هنري ګالرۍ ډاګ لهخوا جوړ شوی، نږدې ۲۰۰ بېساري انځورونه یې سره راټول کړي دي. دا هغه دوره وه چې کامره د ټولنو د وېشلو، د هویتونو ټاکلو او د هند پر پېچلو ټولنیز توپیرونو د پوهېدو لپاره استعماري حکومت د پوهېدو په موخه کاروله.
دا نندارتون د هغه وخت ۶۵ کلنه موده رانغاړي، د هند پراخه انساني جغرافیه انځوروي: لکه په شمال ختیځ کې د لیپچا او بهوتیا له ټولنو تر شمال لوېدیځ اپریدي قبیلو پورې؛ په نیلګیري غرونو کې د ټودا له خلکو تر لوېدیځ هند د پارسي او ګوجراتي اشرافو پورې.
نندارتون همداراز هغو کسانو ته هم پام وراړوي چې د استعماري ټولنیز جوړښت په ټیټو پوړونو کې حساب شوي وو، لکه نڅاګرې ښځې، کرنیزکارګران، نایان او مارنیوونکي.
دې انځورونو یوازې د هند رنګارنګي نه ثبتوله، بلکې د خلکو د ژوند بدلونونه او جریانونه یې ثبت کړل.
دا نندارتون د تاریخپوهې سودهېشنا ګوها لهخوا ترتیب شوی او په ځانګړي ډول له لویو پاڼو ګټه اخلي چې همدا پخواني تصویرونه پرې لګول شوي دي.
دا یوه اغېزناکه اته جلدي د عکاسي سروې وه چې د ۱۸۶۸ او ۱۸۷۵ کلونو ترمنځ خپره شوې وه. له همدې مرکزي ټولګې نندارتون پراخېږي او د هغه وخت د مشهورو عکاسانو لکه سموئل بورن، لالا دین دیال، جان برک او د شېپرډ او رابرډسن Shepherd & Robertson (د هغې زمانې د عاکسۍ سټوډیو) د البومېن او سلور-جیلاتین چاپونه هم پکې شامل دي. د دغو عکاسانو انځورونو د هغه وخت د بصري ژبې په جوړولو کې غوښنه برخه درلوده.
د ډاګ اجرایوي مشر اشیش انند وایي:
"دا ټولګه په ګډه د اتنوګرافیک عکاسۍ (د قومونو د څېړنې لید) تاریخ او پر بریتانوي ادارې او هندي وګړو د هغې اغېز بیانوي. دا یوه داسې پروژه ده چې د اندازې او ژورتیا له پلوه تر دې وړاندې هېڅکله هم په هند کې نهده لیدل شوې."
د همدې نندارتون له انځورونو یې ځېنې دلته لېدلی شئ:
د عکس سرچینه، DAG
د عکس تشریح، بمبۍ ۱۸۹۰ هغه ښځې چې د غواګانو سرې یا څپیاکې وړي. په دې انځور کې ښځې د کورنۍ د خدمت په حالت کې ښودل شوې دي. دوی هغه کارونه کوي چې عموماً د کور دننه کېږي خو د انځور لپاره له کوره بهر درول شوې دي. انځور اخېستونکی: اېډورډ ټاورینز د عکس سرچینه، DAG
د عکس تشریح، هندۍ ښځه، ۱۸۹۰ انځور اخیستونکی: فېلېکس مورېن په دې نندارتون کې د ښځو انځورونه په څرګند ډول ډېر دي. دا په دقت برابر شوی، د استعماري دورې پورټریټ د هغه وخت اتنوګرافیک نظر (د قومونو د څېړنې لید) او د لومړنۍ عکاسۍ رسمي ښکلا دواړه رانغاړي. د عکس سرچینه، DAG
د عکس تشریح، په دې انځور کې د پښتنو د اپریدي قبیلې نارینه ښکاري چې بریتانویانو هغوی "کلک خپلواکيخوښي" بللي وو. دا خلک اوسني افغانستان ته څېرمه مېشت وو. د خیبر درې اپریدیو ډله، ۱۸۶۲ انځور اخېستونکی: چارلس شیفرډ د عکس سرچینه، DAG
د عکس تشریح، د کوڅې نايي یا حجام انځور اخېستونکی: نامعلوم دا ډول انځورونه ډېر کله د کوڅو کسبونه او ورځني کارونه انځوروي او عادي مزدوري یې د اتنوګرافیکو موضوعاتو په توګه وړاندې کوله. د عکس سرچینه، DAG
د عکس تشریح، ویلیم جانسن چې د بمبۍ د عکاسۍ ټولنې له بنسټګرو و، دا انځور یې د "براهمنې مېرمنو" په نوم د ۱۸۵۷ کال د "د هندي شوقي عکاس د عکسونو البوم" په ګڼه کې خپور کړ. له انځور سره مل متن کې د دواړو ښځو نومونه یاد شوي او هغوی ځوانې او هوښیارې بلل شوې دي. همداراز پکې لیکل شوي چې دوی په بمبۍ کې د خپل پلار په هڅونه او د خپلو مېړونو په ملاتړ د یوه مذهبي ښوونځي (مېشن سکول) کې د انګلیسي ژبې د زدهکړې لپاره ورغلې دي. د عکس سرچینه، DAG
د عکس تشریح، د پارسيانو یوه ډله. ښايي انځور یې د ویلیم جانسن لهخوا اخیستل شوې وي. دوی د استعماري دورې د یوې ودانۍ مخې ته ناست دي. دوی خپل ځانګړی هویت د کالیو او چلند له لارې ښيي، په داسې حال کې چې د استعماري ودانیو چاپېریال کې ناست دي. د افغان ښځو ورځنی ژوند څنګه تېرېږي؟ د رانجو حیرانوونکی تاریخ: یو دود چې زرګونه کلونه ساتل شوی د اتلسمې پیړۍ یوه لیکواله څنګه تر دې دمه مینه وال لري؟ د عکس سرچینه، DAG
د عکس تشریح، د ځوانو بهوتیاوو ډله، ۱۸۹۰ په دې ټولګه کې د سکم، بوتان او تبت د خلکو انځورونه هم شامل دي، هغه سیمې چې د بریتانوي واکمنۍ تر مستقیم کنټرول لاندې نه وې. لیپچا، بهوتیا او تبتیان د بنجامین سېمپسن لهخوا عکاسي شوي دي. د عکس سرچینه، DAG
د عکس تشریح، موسیقيغږوونکي د مهاراشترا په لرغونو بودایي ډبرین عبادتځایونو کې موسیقي غږوي او انځور یې چارلس سکاټ اخېستی دی. د انځور د اخېستو نېټه نهده ښودل شوې. د عکس سرچینه، DAG
د عکس تشریح، په سنګاپور کې یوه هندي کورنۍ، د ۱۹مې پېړۍ وروستۍ برخه. ځینې انځورونه د مالایا ټاپووزمې، سنګاپور او د بنګلهدېش د چټاګانګ سیمې خلک هم ښيي.