هغې وویل د طالبانو حکومت اعلان کړی و چې ښځې نورې خصوصي پوهنتونونو ته تللی نشي، چې دې کار یې په زد کړو اغېزه وکړه.
د خپل کلي یوه ډاکټر ما ته بلنه راکړه چې په کلینیک کې کار وکړم او زما ته یې د طب نسخې لیکل را زدکړل. اوس زه په یوه کلیوالي کلینیک کې کار کوم. هر مازیګر، زه د هغه په کلینیک کې څو ساعته تېروم او د هغه په لارښوونه نسخې لیکل زدکوم.
وروستی, موسکا: زما کتابونه یوازېنی شی دی چې لرم
۱۹ کلنه موسکا د افغانستان په یوه لېرې پرته سیمه کې ژوند کوي. هغې بي بي سي ته وویل له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې ښوونځیو ته د تګ مخه نیول
شوې، هغه یوازې خپل هغه کتابونه
چې ورسره دي
بیا بیا لوستي او لولي.
"زیاتره یې ښوونیز کتابونه دي چې زه
یې دوامداره لولم ځکه چې
نور کتابونه نه لرم".
دلته نژدې هېڅ کتاب پلورنځی یا کتابتون نشته چې
له هغه ځایه کتابونه راوړم او زموږ
کورنۍ مالي وس نه لري
چې نوي کتابونه واخلي.
زه بل هېڅ انتخاب نه لرم پرته له دې چې خپل
زاړه کتابونه بیا بیا ولولم.
دغه ۱۷ یا ۱۸کتابونه زما د ګرانو دوستانو په شان ارزښتمن
دي. زه ژور غم احساسوم چې درې نیم کاله مې هېڅ نوي کتابونه نه دي لوستي یا هېڅ نوی شی مې نه دی زده کړی."
د عکس سرچینه، Supplied
مهدیه: زه هنر خوښوم او خلکو ته د دوی د کارونو کولو پر مهال انځور کول خوښوم
د عکس سرچینه، BBC News: Nava Jamshidi
۱۴ کلنه مهدیه یوه هنرمنه ده چې دلته یې د یوې ښځینه خبريالې پر پورټریټ چې ماسک لري خپل مخې ته پورته نیولی دی. دا انځور یې هغه مهال رسم کړی کله
چې ښځو ته د خپرونو پر مهال د مخ پټولو امر وشو.
"زه هنر، په ځانګړې
توګه نقاشي خوښوم. له ماشومتوبه مې تل هیله لرله چې څومره ښه به وي که زه د هر چا مخ د هغوی د
کار لباس کې رسم کړم او هغوی په خپل مسلکي رول کې ووینم".
کله چې زه کوچنۍ وم،
ما هیله درلوده چې یوه هنرمنده او ستورمزلې شم - ما ان دا فکر کاوه چې که امکان ولري، په
فضا کې انځورونه رسم کړم او خپل هنرونه هلته د میراث په توګه پرېږدم، پرته له دې
چې بېرته یې ځمکې ته راوړم.
ډېر فرصتونه نشته چې صنفونو ته لاړه شم. ښه کورسونه ډېر لېرې دي
او زما پلار غوره ګڼي چې لیرې ولاړه نه شم.
ما هېڅکله له خپل پلاره نه دي غوښتي چې زما د کورسونو لپاره پیسې راکړې، ځکه چې هغه اوس بې
روزګاره دی او زه نه غواړم چې پر هغه د اضافي لګښتونو بار واچوم."
یوې محصلې، چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې یاد شي، بي بي سي ته ویلي:
"دا زموږ لپاره ډېر زړه ماتوونکی و".
ټول حیران شول او ژړل مو. دوی موږ ته ویلي چې دوو اوونیو کې به موږ بېرته افغانستان ته واستوي."
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ښځې د پوهنتون له زده کړو منع کړي او په ځینو برخو کې کار کولو ته هم اجازه نه ورکوي.
بله محصله وايي: "که بېرته واستولې شو، موږ به له سختو پایلو سره مخامخ شو. خپلې زده کړې نه شو کولی او ډېری مو د خپلو مخکینیو فعالیتونو او اړیکو له امله هم له شخصي خطر سره مخامخ یوو."
هغې زیاته کړه: "بېرته ستنېدل زموږ د ټولو هیلو له لاسه ورکول دي. دا ښايي ان د جبري ودونو معنی ولري."
یوې ښځې چې د هرات په یوه جومات کې د تراویح له لمانځه منع شوې، بي بي سي ته ویلي:
"ورو ورو ښځې ان له
خپلو دیني وجایبو هم محرومېږي."
دا ښځه چې موږ
یې دلته په بدل نوم بانو شاهي یادوو، وايي، د روژې پر درېیمه کله چې دوی (ښځې)
جومات ته د تراوېح لپاره ولاړې، دوی ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه او په وینا یې
هلته د طالبانو یو رېنجر موټر هم ولاړ و او ورته وویل چې هغه بل جومات ته ولاړې شي
هلته تراوېح کولی شي.
دغه ښځه
وايي، کله چې بل جومات ته ولاړه هلته ریښتیا هم تراوېح کې ښځې وې او له تراوېح
وروسته ملا امام (مولوي) اعلان وکړ چې له دې وروسته ښځې په جماعت تراوېحې ته نه شي
راتللی او هغه ښځې چې جومات ته راځي بهر ته به ایستل کېږي.
'افغان ښځې له ذهني فشاره د تېښتې لپاره داستاني اثارو کې پناه پسې ګرځي', حسیب عمار- بي بي سي
ارشیدا چې دا خبرې کولې، د کور په یوه ګوټ کې ناسته وه او د مشهور فرانسوي لیکوال ویکټر هوګو ناول بې نوایان ژباړه یې لوستله. دې نه غوښتل کمرې ته مخامخ شي او یا یې هم اصلي نوم یاد کړو.
د دې لپاره کتاب یوازینی څه دی، چې د څو شېبو لپاره له خواشینونکي چاپېریاله پکې پناه کېږي. ارشیدا د ښوونځي په ۱۱ ټولګي کې وه، چې طالبان واک ته ورسېدل او دې ایله یو بل کال وکولای شول، ښونځي ته لاړه شي.
طالبانو لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونې (تر امر ثاني پورې) ښوونځي ته له تلو منع کړې، وروسته یې د نجونو او ښځو لپاره د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې او پروسږ کال یې نجونې طبي انسټیټیوټونو ته هم له تلو راوګرځولې.
دا ۲۱ کلنه نجلۍ چې پوهنتون ته له تګه محرومه ده، تر اوسه پورې په کور ناسته ده. ارشیدا اوس د ډېرو نورو نجونو غوندې د خپلې خواشینۍ کمولو لپاره د داستاني اثارو لیک او لوست ته مخه کړې ده.
دا وايي: '' د ناولونو شخصیتونه له داسې ستړو- ستونزو سره مخامخ دي، لکه افغان ښځې او نجونې چې نن سبا ورسره مخامخ دي. ځان راته د همدې کرکټرونو پر ځای ښکاري.''
بل لور دا هم ده، چې که د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي، نو د کتابتونونو دروازې یې تر اوسه پر مخ پرانیستي دي.
شبانه نزهت له هغو ښځو یوه ده، چې ډېری وخت کتابتونونو او کتاب پلورنځیو ته تګ راتګ کوي. دا فکر کوي، چې د ناولونو او کیسو لوستل یوه داسې لار ده، چې له محدودیتونو یې تر یوه حده ژغوري.
شبانه چې یوه لیکوال ده او په تېر کې ښوونکې وه، چمتو شوه، چې له کوره بهر راشي او کمرې ته هم مخامخ خبرې وکړي. ما د کابل په یوه کتاب پلورنځي کې ولیده. مېړه یې هم ورسره و. د لیکوال خالد حسیني ناول ''هزار خورشید تابان'' یې لوست او ځینې نور ناولونه یې هم یاد کړل، چې لوست ته یې چمتو کړي دي. دا وايي:
''ډېرې ورځنۍ ستړې ستونزې داسې دي، چې ښځې یې ګالي او داستاني اثارو لیک او لوست ته د ښځو مخه کول اصلاً د ژوند له تریخو واقعیتونو د تېښتې په معانا دي، د یوه ناول لوست د درد دارو- درملو کار کوي.''
د شبانې په اند ښځې د ناولونو او په ځانګړې توګه په ناولونو کې د داسې ښځو له کرکټرونو الهام اخلي، چې مستقلې او د هوډ مېرمنې وي.
یوازې ښځې نه دي، چې ناولونه لولي. ډېری ځوانې نجونې او هلکان هم هڅونکي، د ځان او روان پېژندنې په کتابونو پسې ګرځي، چې ځان ښه وپېژني، عزت نفس تثبیت کړي او خپلې وړتیاوې زیاتې کړي.
دې غونډه کې یو شمېر هغو افغان مېرمنو ته هم بلنه ورکړل شوې، چې
افغانستان کې دننه او بهر د افغان نجونو د زدکړو لپاره فعالیت او کار کوي.
له بندیز سره سره د افغان نجونو او ښځو د زده کړو هڅې دوام لري
په داسې حال کې چې طالبانو له ۱۲ کالو پورته د نجونو پر زده کړو
بندیزونه لګولي، ځینې افغان نجونې په پټه زده کړې کوي.
دغه پټ ښوونځي، چې
معمولاً یې لګښتونه ښځې ورکوي او کارکوونکې یې هم ټولې ښځې دي، په انلاین توګه
زده کړې ورکوي او د ځینو زړورو نجونو لپاره چې بیا هلته ورتلای شي، حضوري زده کړې ورکوي.
د بي بي سي خبریاله ثنا ساپۍ په ۲۰۲۳ کال کې د دوو دغسې
ښوونځیو لیدو ته ورغلې وه.
په همدې حال کې د بېګم راډیو او سټیلایټ ټلویزیون له
لارې د افغان ښوونځیو هغه نصابي زده کړې هم خپرېدې، چې د ۱۱ کلنو او له دې د زیات عمر
ماشومانو لپاره لیکل شوي.