د اتلسمې پیړۍ یوه لیکواله څنګه تر دې دمه مینه وال لري؟

جین آستن (۱۷۷۵–۱۸۱۷) انګریزۍ ناول ‌لیکونکې

د عکس سرچینه، Universal History Archive/Getty Images

د جین اسټن ناولونه د بې ‌شمېره فلمونو، تلویزیوني لړۍ او نندارو الهام ګرځېدلي دي او د نړۍ نږدې پنځوسو ژبو ته د فارسي په ګډون ژباړل شوي دي.

خو دا څنګه ممکنه شوه، چې یوه ښځه په اتلسمه پېړۍ کې داسې کیسې ولیکي، چې تر ننه پورې لوستل کېږي او خوښېږي؟

څه شي د هغې کرکټرونه دومره تلپاتې کړي دي؟

له دې چې د هغې د آثارو اتلان او اتلې ښې پېژنو خو د لیکوالې په اړه څومره پوهېږو؟

۱. د اسټن کورنۍ یوه خلاقه کورنۍ وه

د جین پلار پادري جورج اسټن له ادبیاتو سره د هغې په مینه کې مهم رول درلود او د خپلې پراخ کتابتون په ورکولو سره یې هغې ته د آزاد لوست زمینه برابره کړه.

هغه جین لیکلو ته هڅوله او جین به خپل لیکلي اثار د کورنۍ غړو ته په لوړ غږ لوستل.

د اسټن کورنۍ د کلمو مینه ‌واله وه؛ شعرونه یې لیکل، کورنۍ نندارې یې کولې او ژبنۍ لوبې یې جوړولې.

۲. له ځوانۍ راهیسې یې لوړ هدف درلود

د انګریزې ناول لیکونکې جین آسټن انځور د یوې ځوانې ښځې په توګه، چې د جوهان زوفاني لخوا انځور شوی. ۱۶ دسمبر ۱۷۷۵ - ۱۸ جولای ۱۸۱۷.

د عکس سرچینه، Culture Club/Getty Images

د عکس تشریح، د جین استین انځور

جین اسټن په څوارلس کلنۍ کې په ۱۷۸۹ کال کې د "عشق او دوستي" کتاب لیکل پای ته ورسول؛ یو طنزي اثر، چې د هغه وخت مبالغه ‌کوونکي او احساساتي ناولونه یې مسخره کول.

هغې د خپلې ځوانۍ لیکنې په درې ټوکه کې بیا ولیکلې او راټولې کړې. دا کار ښيي، چې اسټن له هماغه پیل څخه ځان یو مسلکي لیکواله ګڼله.

۳. د هغې په ژوند کې یوازې یوه پېژندل شوې مینه ثبت شوې ده

د جین استین یوه رنګه نقاشي

د عکس سرچینه، Getty Images

دا یو ځوان ایرلنډی سړی و، چې ټام لفروی نومېده او جین ورسره د ۱۷۹۵ کال په ډسمبر کې د خپلې ترور او تره په کور کې د اوسېدو پر مهال ورسره معرفي شوه. هغه ښکلی، شوخ‌طبع او د مطالعې شوقي و.

له یادې نېټه وروسته راتلونکو اوونیو کې هغوی په مېلو او مېلمستیاوو کې یو بل لېدل او جین خپلې خور کاساندرا ته په لیکونو کې د خپلې مینې کیسې کولې.

نن ورځ د دې لیکونو له لحنه په ډاډه توګه نه شي ویل کېدای، چې دا اړیکه څومره جدي وه، خو هر حال پای ته ونه رسېده.

لفروی له مالي پلوه د واده توان نه درلود او د خپلې کورنۍ په پرېکړه له جین څخه جلا شو. د جین اسټن د ژوند پاتې عاطفي اړخ نامعلوم پاتې شوی دی.

د جین استین څو کتابونه چې پخوانی چاپ لري

د عکس سرچینه، Getty Image

۴. د هغې د کیسې ویلو طرز نوښتګر او مخکښ و

جین اسټن له هغو لومړیو لیکوالانو څخه وه، چې په پراخه کچه یې د درېیم شخص د ټول ‌پوه (دانای کل) روایت کاراوه.

د هغې کیسې له یو ټول ‌پوه لیدلوري روایت کېږي او لیکواله نه یوازې د اصلي اتل بلکې په ازاد ډول د بېلابېلو کرکټرونو فکرونو، احساساتو او دروني نړۍ ته ننوځي.

۵. هغې په ټینګه د خپلو اثارو د چاپ هڅه کوله

په دوه ویشت کلنۍ کې د هغې پلار د "غرور او تعصب" ناول لومړنی مسوده لندن ته یوه خپرونکي ته ولېږله خو دا اثر رد شو.

سره له دې اسټن ناهیلې نه شوه او پرېکړه یې وکړه چې خپلې هڅې ته دوام ورکړي.

۶. هغې یو رسمي د واده وړاندیز ومانه او بیا یې رد کړ

باث ښار کې د اوسېدو په لومړي کال کې جین د هریس بیګ ویتر له خوا د واده وړاندیز ترلاسه کړ؛ یو یوویشت کلن شتمن سړی، چې د هغې د نږدې ملګرې ورور و.

هغه د خپل پلار د شتمنۍ وارث و، خو د ساده څېرې او تر یوه حده بې ‌وسه سړي په توګه توصیف شوی دی.

جین په پیل کې وړاندیز ومانه، خو د یوې شپې له فکر وروسته یې خپله پرېکړه بدله کړه.

۷. د هغې لومړنی خپور شوی ناول "عقل او احساس" و

له څو ناکامو هڅو وروسته د "عقل او احساس ناول په ۱۸۱۱ کال کې خپور شو.

اسټن د کاغذ او چاپ لګښتونه پخپله ورکړل او کتاب بې ‌نومه د "د یوې مېرمنې په قلم" تر نوم لاندې خپور شو.

لومړنی چاپ په دوو کلونو کې بشپړ وپلورل شو او د پام وړ ګټه یې وکړه. له هغه وروسته د هغې د اثارو محبوبیت پرله ‌پسې زیاتېده.

۸. د ځینو کرکټرونو نومونه له واقعي کسانو اخیستل شوي وو

لکه ښاغلی دارسي په "غرور او تعصب" کې ښاغلی ونت ‌وُرث په "ترغیب" کې او د دشوود کورنۍ په "عقل او احساس" کې.

د دشوو د نوم کارول په هغه وخت کې زړور ګام ګڼل کېده، ځکه دا نوم د کاتولیک ضد دودونو، اخلاقي رسوايي، افراطي مېلو او ان درباري پېښو سره تړاو درلود.

۹. نایب‌السلطنه د هغې یو سخت مینه ‌وال و

د خپل ژوند د درېیمې لسیزې په وروستیو کې د اسټن اثار ډېر محبوب شوي وو او د کتابونو د بې ‌نومه خپرېدو سره سره د هغې اصلي هویت نږدې ټولو ته څرګند و.

ان د نایب‌السلطنه کتابدار ترې وغوښتل، چې خپل بل ناول هغه ته ډالۍ کړي.

جین اسټن له دې شخصیت سره مینه نه لرله، خو اړ شوه غوښتنه ومني او "اِما" ناول یې په ۱۸۱۶ کال کې هغه ته ډالۍ کړ.

۱۰. د هغې وروستی ناول نیمګړی پاتې شو

د نیمګړي ناول "سندیتون" د لیکلو پر مهال اسټن په تبه، سخته ستړیا، روماتیسم دردونو او د هاضمې ستونزو اخته شوه.

نن ورځ دا نښې د اډیسن ناروغۍ ته منسوبېږي، چې د فوق‌الکلیوي غدو یوه نادره ناروغي ده.

د هغې حالت د ۱۸۱۷ کال د جولای په اتلسمه خراب شو او په یو څلوېښت کلنۍ کې ومړه. د هغې مړی د وینچسټر په جامع کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو.

۱۱. د هغې رښتینی شهرت کلونه وروسته له مرګه یې خپور شو

که څه هم جین اسټن د خپل ژوند پر مهال یوه پېژندل شوې لیکواله وه، خو پراخ شهرت یې د هغې د اثارو د چاپ حق له پای ته رسېدو وروسته رامنځته شو.

شاوخوا له ۱۸۴۰ کال څخه د هغې کتابونه په ارزانه بیه خپرېدل او عامو خلکو ته ورسېدل. ان د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال سرتېرو ته د هغې د ناولونو د لوستل سپارښتنه کېده.

د جین اسټن د اثارو محبوبیت له هر نوي نسل سره زیاتېږي.