زما په پک سر شوې یوې ټوکې ټول ژوند را بدل کړ

د یوه ګنج سړي څېره، چې تور او سپین پټې لرونکی لنډ کمیس یې اغوستی، کامرې ته ګوري او په غوږ کې یې غوږوالۍ دي.
    • Author, ایان کیسی

زه پک (کل سری) یم او دا موضوع تر اوږدې مودې راته ډېره ځورونکې وه.

تر خپله ګنجوالي زیات دې خبرې ځورولم، چې ولې زه پرې دومره خپه کېږم، خو دا کافي ده چې زما انسټګرام ته یو نظر واچوم او ووینم، چې زه یوازېنی سړی نه یم، چې د خپلو وېښتو په اړه اندېښنه لرم.

هر ځل چې انسټګرام پرانیزم، له ګڼو ویډیوګانو او پوسټونو سره مخامخېږم، چې د وېښتو کرل، د وېښتو د بیا ودې ګولۍ، غټوونکې سپرې، د تشو ځایونو پوښلو پوډرونه او زاړه وېګونه (جوړ شوي وېښتان) اعلانوي.

ټول یې دا ژمنه کوي، چې دا "له لاسه وتلی پر ځان باور مې" بېرته راګرځوي او نه پرېږدي، چې د وېښتو کمښت "زما د ژوند خنډ " شي.

خو ایا دا ټول درملیز انتخابونه ښيي چې د پکوالی په اړه نظرونه بدل شوي دي؟

ایا هغه څه چې پخوا به مو ځان ورسره عیار وه یا به مو زړه صبر وه، اوس په داسې یو څه بدل شوي، چې بېرته راګرځېدلی شي؟ ان که په لوړه بیه هم وي؟

د " وېښتو د کښېنولو د جراحي نړیوالې ټولنې " په وینا، ټوله نړۍ کې د وېښتو کرل مخ په زیاتېدو دي او خلک په کم عمر کې دې ته مخه کوي.

د دې نړیوالې ډلې د جراحانو او متخصصینو څېړنې ښيي، ۹۵ سلنه هغه ناروغان، چې د وېښتو د ترمیم جراحي غواړي عمرونه یې د ۲۰ او ۳۵ کلونو ترمنځ دي. دا هغه څه دي، چې د وېښتو د ترمیم متخصصه جراحه ډاکټره نیلوفر فارجو وايي، همدا حالت په بریتانیا کې هم لیدل کېږي.

کله چې د شلو کلونو په لومړیو کې زما د وېښتانو تویېدل او کمېدل پیل شول ما به ډېر په دقت او اندېښنې خپل وېښتان په دې خاطر جوړول، چې زما پر سر تازه راښکاره شوي تش ځایونه پټ کړم.

خو یوه شپه د خپل ورور له واده مخکې د مجردانو په مېلمستیا کې د لیورپول په یوه شپني کلب کې داسې څه پېښ شول، چې تر ننه مې نه دي هېر کړي.

زما وړاندیز دا و، چې ټول سپین لنډ کمیسونه واغوندي او مارکرونه (قلمونه) له ځان سره ولرو، هر څوک، چې زموږ مخې ته راځي، زموږ پر جامو یوه خندوونکې جمله ولیکلی شي.

یوې ښځې زما پر کمیس ولیکل:

"وراباڼیه؟ نه، د پکوالي د پټولو استاده! "

ما ځان ارام وښود او ومې خندل، خو باطن کې سخته ګډوډه شوم. پوه شوم، چې زما د وېښتو تویېدل نورو ته هم ښکاره شوي دي او له هماغې شپې وروسته مې د خپلو وېښتانو پّ اړه اندېښنه ورځ تر بلې ډېرېدله.

یو کس چې سپین لنډ کمیس یې اغوستی، مخ یې کوږ نیولی او کامرې ته ګوري، یوه ښځه چې مخ یې نه ښکاري، د هغه پر شا د مارکر په وسیله څه لیکي.
د عکس تشریح، "ولې مې فکر وکړ چې دا به ښه نظر وي؟ "

کله چې زه ځوان وم، د سړیو ترمنځ ګنجوالی ډېری وخت د ټوکو موضوع وه، خو د لوېدلو وېښتانو د ترمیم هڅه کول به یا ښځینه کار بلل کېده او یا به د ځان‌ پرستۍ نښه ګڼل کېده. سره له دې، ورو ورو دې پایلې ته ورسېدم، چې ښايي د وېښتو کرل یوازېنۍ پاتې لار وي.

خو ایا یو څوک زما په شان هم دا کار کولی شي؟

زما په ذهن کې، د وېښتو کرل یوازې د شتمنو خلکو او د التون جان په څېر مشهورو څېرو کار و.

لس کاله وروسته، لکه څنګه چې ډاکټره فارجو وايي، ټولنیزو شبکو او د پېژندګلوۍ اپلېکېشنونو موږ اړ کړي یو، چې تر پخوا ډېر خپل ظاهر ته پام وکړو.

اوس چې مشهور کسان او انفلونسران په ښکاره د وېښتو کرلو په اړه خبرې کوي، دا کار عادي او منل شوی ګرځېدلی دی.

د هغې په وینا، نن سبا ډېر ځوان سړي د وېښتو د تویېدو درملنې ته مخه کوي او هغه څه، چې پخوا " ځان‌پالي بلل کېده، اوس د " عادي ځان‌ساتنې" برخه ګڼل کېږي.

کله چې ما د لومړي ځل لپاره د وېښتو کرلو په اړه فکر وکړ، تازه له پوهنتونه فارغ شوی وم، ډېرې پیسې مې نه درلودې، او د دې کار د اصلي لګښت په اړه مې هېڅ تصور نه درلود.

ما لټون پیل کړ او ډېر ژر مې خپل کور ته نژدې یو کلینیک وموند، چې وړیا مشوره او د قسطونو په بڼه د پیسو ورکولو اسانتیا یې درلوده.

د وېښتو د کرلو سلاکار، په داسې حال کې، چې د مارکر په وسیله یې زما د سر پر پوستکي کرښې کښلې وویل:

"ته لا ځوان یې. کېدای شي له دې عمل وروسته هم ستا وېښتان بیا توی شي خو ستونزه نشته، وروسته بېرته راتلای شې او موږ یې بیا ترمیموو".

سره له دې چې د قسطونو امکان موجود و پوه شوم، چې بیا هم د وېښتو د کرلو لګښت نه شم پوره کولی په ځانګړي ډول که څو کاله وروسته بیا د ترمیم لپاره ستنېدلو ته اړ شم.

له هغه وخت راهیسې، چې ما په ۲۰۱۴ کال کې په کارډیف کې مشوره واخیسته، ډېر ځله مې اورېدلي چې ګڼ سړي د وېښتو کرلو لپاره ترکیې ته ځي.

ډاکټره فارجو وايي، دلیل یې ساده دی: هلته لګښت د بریتانیا د لګښت پر تله "ډېر کم" دی.

خو د هغې په وینا، سره له ټیټو بیو، د دې ډول جراحي پر چارو د کافي څار نشتوالی د اندېښنې وړ دی.

د بن د سر د وېښتو دوه انځورونه، یو د عملیاتو نه مخکې او بل وروسته

هغه خبرداری ورکوي، چې ارزانه او بېڅاره عملیات، په هر ځای کې چې وي، کله ناکله د زخمونو، د وېښتو د کرښې ناسم ډیزاین او په پایله کې د ډېر لګښت لرونکې اصلاحاتي جراحۍ ته اړتیا پیدا کوي.

سره له دې خبرداریو، په ترکیه کې د وېښتو کرل لا هم ډېر محبوب دي او ډېر مراجعین له خپلو پایلو خوښ دي.

له دې ډلې څخه یو هم د انلاین محتوا تولیدوونکی بن پلاسیتو دی.

کله چې د هغه سینګار کوونکي په ټوکه د ده د وېښتو تویېدو ته اشاره وکړه، بن پرېکړه وکړه، چې د وېښتو کرلو په اړه جدي فکر وکړي.

له څو میاشتو پلټنو وروسته، هغه دې پایلې ته ورسېد، چې دا کار په ترکیه کې د بریتانیا پرتله ډېر ارزانه تمامېږي.

بن وايي، د ترکیې ځینو کلینیکونو داسې حیرانوونکې ټیټې بیې لرلې، نژدې ۱۵۰۰ پونډه د ټول عمل لپاره خو دې ۳۱ کلن سړي پرېکړه وکړه، چې تر ټولو ارزانه انتخاب ونه کړي او پر ځای یې یو باکیفیته او باوري انتخاب غوره کړ.

له څو هغو سړیو سره تر خبرو وروسته، چې په هماغه کلینیک کې یې بریالۍ تجربه لرله، بن د خپل انتخاب په اړه ډاډه شو.

هغه په ۲۰۲۲ کال کې د وېښتو کرلو لپاره ترکیې ته ولاړ او خپله تجربه یې په خپل ټیک ‌ټاک کې شریکه کړه.

بن وايي: "ډېرو خلکو راته ویلي دا تر ټولو ښه کار دی، چې ما کړی او رښتیا هم زه ډېر خوشحاله یم چې دا کار یې وکړ."

نژدې یو کال وروسته، ما د جراحۍ فکر پرېښود. د یوه کلینیک اعلان ته مې پام شو، چې غیرجراحي درملنې یې وړاندې کولې؛ لکه: د وېښتو د ودې لپاره د فیناستراید ګولۍ او د ماینوکسیدیل کرېم.

فیناستراید د وېښتو د تویېدو د درملنې له تر ټولو عامو درملو څخه دی. په بریتانیا کې لسګونه زره سړي ترې استفاده کوي خو دا درمل یوازې د ډاکټر په نسخه ترلاسه کېدای شي.

د یو سړي د سر دوه انځورونه؛ په یوه کې وېښتان توی شوي او په بل کې د وېښتو وده ښکاري

د عکس سرچینه، Ben Placito

د عکس تشریح، د بن وېښتان د کرلو له عملیاتو مخکې او وروسته

دا درمل د ټسټوسټرون د هغه هورمون ته د بدلېدو مخه نیسي، چې "ډي‌هایډروټسټوسټرون" نومېږي. هماغه هورمون، چې د وېښتو وده دروي.

ماینوکسیدیل په پیل کې د وینې د لوړ فشار د درملنې لپاره کارېده خو د هغه له جانبي عوارضو یو د وېښتو وده وه. نن سبا دا درمل اکثره د ورځني کریم په بڼه دي، چې نېغ په نېغه د سر پر پوستکي لګول کېږي.

ما د فیناستراید او ماینوکسیدیل د ګډې درملنې لپاره څو سوه پونډه ورکړل خو دا درملنه منظم او هره ورځ استعمال ته اړتیا لري او ما به ډېر وخت هېرول. په پای کې پوه شوم، چې نه یې مالي وس لرم او نه هم دومره منظم یم، چې په دوامداره توګه یې تعقیب کړم.

د احتمالي جانبي عوارضو اندېښنه هم ورسره مل وه. هغه موضوع، چې کلینیک له پیله ورباندې خبرداری ورکړی و.

د ۲۰۲۴ کال د بریتانیا د "د درملو او روغتیايي محصولاتو د څار ادارې" د راپور له مخې د فیناستراید استعمال له رواني ستونزو؛ لکه: خپګان او ځان ‌ته د زیان رسولو فکرونو سره تړاو لري او همدارنګه د جنسي فعالیت ستونزې رامنځته کولی شي.

دا څارونکې اداره سپارښتنه کوي، چې کاروونکي باید هر ډول غیرعادي بدلون یا نښه جدي وګڼي او که جانبي عوارض څرګند شي درمل باید سملاسي پرېښودل شي.

زما تجربه نژدې لس کاله پخوا پورې اړه لري خو له هغه راهیسې د وېښتو د تویېدو د درملو بازار په چټکۍ سره پراخ شوی دی.

د یوه سړي درې بېلابېل انځورونه، چې په ټولو کې یې موسکا کړې
د عکس تشریح، درې هغه لارې، چې سړي د وېښتو له تویېدو سره ارام نه وي خو ورسره ځان عیاروي

کله چې ما درمل پرېښودل، د خپلو وېښتو د کمښت د پټولو لپاره مې خولۍ او د لمر ضد عینکې کارولې.

د کورنۍ او ملګرو په عکسونو کې به مې هم تل د کامرې زاویه داسې نیوله، چې د سر پاسنۍ برخه مې په تصویر کې رانشي.

په ۲۰۱۹ کال کې د "وېښتو پروتز" اعلانونو زما پام ځانته واړاوه. دا د وېښتو ټوټې دي، چې د سر پر خریلي پوستکي نښلول کېږي او له پاتې وېښتو سره یو ځای کېږي. د ساتنې لپاره باید هر څو اونۍ وروسته کلینیک ته ولاړ شئ خو دا یوه چټکه او بې‌عوارضه حل‌لاره ښکارېده.

خو ما نه شوای تصور کولی، چې ناڅاپه په کارځای یا کورنیو غونډو کې له ګڼو وېښتو سره راښکاره شم؛ ځکه: ټول پوهېدل، چې زه په ګنجېدو یم. له بلې خوا، د اعلانونو پر رښتینولۍ هم شکمن وم. ایا پایلې رښتینې وې، که یوازې د رڼا او د کامرې د زاویې پایله؟

ما په ټولنیزو شبکو کې داسې سړي هم لیدلي وو، چې ویل یې "د وېښتو پروتز " کېدای شي د ورځې په منځ کې جلا شي او یوازې تصور یې هم راته وېرونکی و.

خو د ۳۶ کلن اډم لوماکس لپاره، چې د نارینه وو د ګنجوالي تر څنګ د وېښتو د وسواسي راایستلو له اختلال (ټریکوتیلومانیا) هم کړېده، د وېښتو پروتز رښتیا هم د هغه ژوند بدل کړ.

اډم مخکې فیناستراید کارولی و، خو دې درمل په هغه کې اضطراب، خپګان او د جنسي میلان کمښت پیدا کړی و، نو بالاخره یې پرېښود.

اډم وايي: "د خلکو غبرګون ډېر مثبت و. د نارینه وو د وېښتو د تویېدو په اړه نظرونه رښتیا هم بدل شوي. که څه هم کله ناکله لا هم په ټیک ‌ټاک کې له یو دوو ملنډو وهونکو سره مخامخ کېږم. "

د یوه سړي څېره، چې کامرې ته ګوري، لاس یې د زنې لاندې ایښی، موسکا کوي او په پوزه کې حلقه لري.

د عکس سرچینه، Adam Lomax

د عکس تشریح، اډم لوماکس له شپږو کلونو راهیسې د وېښتو سیستم کاروي

نن سبا د وېښتو د تویېدو پر وړاندې ډېرې لارې شته، خو ټول پک سړي دا موضوع داسې نه ګڼي چې درملنې یا مخنیوي ته اړتیا ولري.

طارق کاظمي، د پوستکي د پاملرنې د " بلد برو " (Bld Bro) برانډ بنسټګر او اجرایي رئیس وايي په پیل کې د پکو سړیو د ملاتړ د یوې ډلې په توګه جوړ شوی و:

"د ګنجوالي په اړه کیسه باید هم په ټولنیز ډول او هم په سوداګریز ډول بدله شي."

طارق وايي، یوه ورځ د هغه یوه همکار په ټوکه د ده د سر ګنجې برخې ته اشاره وکړه او هغه دا احساس "داسې وباله لکه د یخ یوه ټوټه چې یې زړه ته ننوځي."

تر هغې وروسته، طارق خپل سر کل کړ او پوه شو، چې نور څوک د هغه د ګنجوالي په اړه ټوکې نه کوي. هغه پرېکړه وکړه، چې د وېښتو د ترمیم هېڅ لاره تعقیب نه کړي او خپل نوی بڼه ومني.

هغه وايي: "دا صنعت د ځوانو سړیو له وېرې او اضطرابه تغذیه کوي. موږ ته داسې انګېرنه راکړل شوې، چې له وېښتو د تویېدو سره زموږ هویت، ځانباور او جذابیت هم له منځه ځي."

یو سړی له شا څخه لیدل کېږي، ګنج دی، تور او سپین پټی لرونکی لنډ کمیس یې اغوستی او په غوږ کې یې غوږوالۍ دي.

په ۲۰۲۰ کال کې، د کورونا وبا د نړیوال قرنطین پر مهال، ډېرو خلکو خپل وېښتان اوږده کړل، یا یې پخپله پرې کول پیل کړل.

په هغه وخت کې زما په سر کې یوازې لږ وېښتان پاتې وو او د تندي پر سر مې یوه نرۍ کرښه وه.

بالاخره مې پرېکړه وکړه، چې خپل سر وخرېیم. په دې پرېکړه کې د ازادۍ یو احساس و.

داسې ښکارېده؛ لکه: ما چې پخپله دا انتخاب کړی وي، چې د ګنجوالي وروستي پړاو ته ورسېږم. له هماغه وخته تر نن پورې، زه تل خپل سر خرېیلی ساتم.

مجازی نړۍ د ګنجوالي په اړه له شور او بحثه ډکه ده او ډېر شرکتونه د سړیو له دې اندېښنې ګټه پورته کوي. خو له بېلابېلو سړیو سره د وېښتو د تویېدو د تجربو په اړه تر خبرو وروسته راته روښانه شوه، چې له خپل ظاهره د رضایت لپاره کومه یوه یوازېنۍ نسخه نشته؛ هر څوک خپله لاره لري.

هغه اضطراب چې د وېښتو د تویېدو پر مهال مې درلود، ورو ورو کم شوی او اوس له خپل ظاهر سره ډېر ارام یم. نن له خپل ګنجوالي سره جوړ شوی یم او رښتیا خبره دا ده، چې زه بشپړ ګنجوالی تر هغه حالت غوره ګڼم، چې انسان لا هم د ګنجېدو په حال کې وي.