له تمباکو د جوړو شویو نشهيي توکو تیاره اړخ: "روږدتیا مې د ماشوم د مړینې لامل ګڼم"

- Author, عزیزت اولاولوا
- دنده, لوېدیزه افریقا کې ژورنالیسته
- رپوټ له:, ګامبیا
خبرداری: د دغه رپوټ منځپانګه ښايي ځینو لوستونکو ته خواشینوونکې وي. د ټولو ګډونوالو نومونه، چې موږ سره یې خپلې د تابا تجربې شریکې کړې، بدل شوي دي.
عایشهتو، چې د هویت پټ ساتلو لپاره یې نوم بدل شوی، یوه کونډه مور ده. هغه په ګامبیا کې اوسي.
نوموړې بيبيسي ته ویلي چې تر پینځلسو کلونو پورې یې وخت نا وخت تابا کارول، او بالاخره پرې روږدې شوه.
تابا د تمباکو یو ډول پوډرو ځايي نوم دی، چې له لسیزو راهیسې یې په لوېدیزه افریقا کې ښځې او نارینه دواړه کاروي.
ډېر خلک تابا د سوڼ کولو، څکولو او یا ژوولو له لارې تېروي.
خو د عایشهتو په څېر ګڼې ښځې بیا تابا په پټه اخلي او خمیره شوې بڼه یې د بېلابېلو اهدافو لپاره په خپلو مهبلونو کې ږدي.
موږ له نوموړې سره په یوه ځايي روغتیايي مرکز کې د روغتیاپالانو څانګې دروازه کې مخامخ شوو.
هغه دلته له تابا ضد کمپاینرانو سره لیدنې لپاره راغلې او دا راته وايي چې د دغه توکي له کارولو څومره پښېمانه ده.
د ښځو لخوا یې پټ کاروبار
ګامبیا کې تابا اصلآ د دلالانو یا ډیلرانو د یوې پټې ملي شبکې له لارې پلورل کېږي. خو د ټول هېواد په کچه یې په سیمهییزو بازارونو کې ښځې کاروبار کوي.
په تېرو څو کلونو کې د تابا اصلي فارموله بدله شوې ده. اوس د تمباکو دا پوډر له ځینو نورو توکو سره یو ځای میده او خمیره کېږي.
عایشهتو وايي په ۲۰۲۱ کال کې چې میندواره شوه، نو پوهېده چې نور باید تابا ونه کاروي. هغې پخوا هم د مینداورۍ پر مهال همداسې کول، خو دا ځل ورته دا کار سخت او د روږدتیا له کبله ځان بېوسه ښکارېد.
هغې ماشوم زیان کړ او پړه یې پر تابا خپله روږدتیا ګڼي. عایشهتو پر دې باور ده چې د ماشوم د مړینې لامل یې د دې لخوا د تابا کارول وو.
دا وايي کله چې متوجه شوه چې ماشوم یې حرکت نه کوي، نو ډاکتر ته ولاړه.
"ډاکتر راته وویل چې [ماشوم] مړ دی. نو اړتیا وه چې د سيسېکشن (سزارین) عملیات وکړي. کله چې یې ماشوم راوایست، پوستکی یې سوځېدلی ښکارېده. پوه شوم چې تابا مې زوی وژلی دی."
د عایشهتو دا ادعا له روغتیايي اړخه نه ده تایید شوې. خو هغه وايي، هر وخت چې به یې تابا کارول، نو په مهبل کې به یې سوی احساسوه.
دا زیاتوي چې لومړی ځل یې تابا څو کاله مخکې پیل کړل، ځکه فکر یې کاوه چې دا به ورسره د وزن کمولو او میندوارېدو کې مرسته وکړي. خو تابا دا یو کار هم ونه کړ.
عایشهتو وايي "کله چې دې تابا سیستم ته داخل شي، لاندې کوي دې او کنټرول در نه اخلي. بېرته عادي او نورمال حالت ته ګرځېدو لپاره یې باید کارولو ته دوام ورکړئ. تابا خوند راکاوه، خو جنسي اړیکې ته یې زما لېوالتیا کمه کړه."
نوموړې زیاتوي "پرې روږدې شوم او ورځ کې به مې درې، څلور ځله لګول."
دوه کاله مخکې تشخیص شوه چې عایشهتو پر سرطان اخته ده. هغه وايي "د ماشوم له لاسه ورکولو وروسته مې تابا پرېښودل. پر دې نه پوهېدم چې لا د مخه د رحم پر سرطان اخته شوې یم."
یو بل ځای موږ له رشیدې سره وکتل چې د ام د یوې ونې سیورې ته ناسته وه. دا د هغې اصلي نوم نه دی.
رشیده هم پر تابا روږدې ده. هغې بيبيسي ته وویل چې له اوو کلونو راهیسې یې کاروي، خو مېړه یې پرې خبر نه دی.
نوموړې په سخته د خپلو اوښکو مخه نیولې او دا راته وايي چې روږدتیا یې څنګه ژوند بېخونده کړی دی.
رشیدې راته د خپلې اېندرور کیسه هم وکړه چې په مرګونې حالت روغتون کې بستر او دا ورسره پایوازه وه: "باید درې ورځې ورسره هلته پاتې وای، خو زما تابا له یاده وتلي او له ځان سره مې نه وو وړي. دومره پسې لالهانده وم چې تمرکز مې نه شو کولی."
نوموړې د تابا پلورونکې کور ته پر لاره راته دا وايي، چې څنګه یې اوس دغه توکی د ژوند ورځنۍ اړتیا ګرځېدلې ده.
هغو مېرمنو چې له بيبيسي سره غږېدلې، موږ ته ویلي چې د لومړي ځل کاروونکو ته د مهبل له لارې تابا کارول وحشتناکه تجربه ده.
عایشهتو وايي "چې لومړی ځل مې ولګول نو تر یو ساعته ډېر وخت بېسده وم او ژمنه مې وکړه چې بیا به یې هېڅکله ونه کاروم. چې دویم ځل مې وکارول، ډېرې کانګې مې وکړې. هغه کس چې دا یې راښودلي وو - هڅولم چې دوام ورکړم، راته ویل یې چې دا مې سیستم پاکوي."
رشیده هم همداسې. هغه وايي "سر را باندې ګرځېده او یو خوا بل خوا تاوېدم. داسې وه، لکه ملاریا چې یم. وروسته بېهوښه شوم."
نوموړې زیاتوي چې د دویمې پلا تجربه یې هم ورته وه، "خو درېیمه ورځ، ورسره عادي وم."
تابا پلورنکي دا پوډر پټ ساتي او نور محصولات یې ښکاره ایښي وي. یوازې پر هغو پیرېدونکو یې پلوري چې له مخکې یې پېژني یا ورسره څو شفري کلمې تبادله کړي. په کلیوالي ټولنو کې بیا تر ډېره د زړو ښځو له کړیو ترلاسه کېدی شي.
رحمت ۵۶ کلنه ده او راته وايي چې دا هم له تېرو دوو کلونو راهیسې د نارت بانک سیمې یوه کوچني ښار کې په پټه تابا پلوري.

د نوموړې په وینا دا ګډوله معمولآ په نیلون او د هغې د پاسه اضافه کاغذ کې رانغاړل شوې وي، ځکه چې ډېر بوی لري. یوه پوړۍ په شاوخوا ۱۵ دالاسي (۲۰ سېنټه) پلورل کېږي.
رحمت پر دې نه پوهېږي چې تامینوونکي یې دغه ګډوله له څه شي جوړوي، خو وايي کاروبار یې په غوړېدو دی.
دا د هرو پېنځو لیټرو تابا پوډرو له پلوره تر ۲۰۰ سلنې ګټه لاس ته راوړي. نوموړې وايي، په لومړیو کې چې یې د تابا پلور پيل کړ، نو پر دې نه پوهېده چې دا پوډر څومره روږدې کوونکي دي.
"که د ګټې وټې بل کاروبار ومومم، نو د دې له پلورلو به لاس واخلم. نه غواړم تر دې ډېر خپلو ښځو ته زیان ورسوم."
هغه زیاتوي "یو ځل مې یوه مرض لپاره تابا وکارول، خو نږدې وه چې مړه شوې وای. له هغې ورځې را وروسته مې بیا نه دي لګولي. ځینو مشتریانو مې راته ویلي چې هغوی هم ورته تجربه درلوده."
نړیواله اکمالاتي شبکه

ګامبیا کې چارواکي داسې انګېري چې د تابا د تامین او اکمال کړۍ له دغه هېواده بهر هم غځېدلې ده.
هغه داسې چې د دوی په وینا پېرېدونکي یې ان د سرالیو په ګینېه-بېساو او د سېنېګال په کازامانېس کې هم ترلاسه کوي.
د ګامبیا حکومت ۲۰۲۰ کال کې دغه توکی ښځو او نجونو ته زیان اړوونکی اعلان کړ. خو دغه اعلان عملآ دومره پام وړ بدلون نه دی راوستی او نه یې هم تر اوسه د پلورونکو او کاروونکو مخنیوي لپاره کوم قانوني ګام پورته شوی.
د تابا کارول غیر قانوني دي، خو د تمباکو کارولو قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی.
د میندو روغتیايي بنسټ او جنسیتي برابرۍ وزارت په څېر ډلې په دې کې شک نه لري، چې ماشومان به هم تمباکو کاروي.
ګامبیا کې د جنست، ماشومانو او ټولنیزې خیرښېګڼې وزارت دایمي سکرتر کاجلي سونکو وايي، "حکومت پر دې پوه دی چې تابا داسې توکی دی چې د ګامبیايي ښځو روغتیا ته زیان رسوي، او موږ دې [ستونزې] ته رسېدنې لپاره قانوني لارو چارو، تګلارو او پروګرامونو ته ژمن یو."
په ګامبیا کې د روغتیايي څېړنو شورا واحد یوه اېپیډېمیولوجیست، ډاکتر بای چام ۲۰۲۳ کال کې د تابا د اغېزو په تړاو یوه لیکنه خپره کړه. له هغه سره ملې ډلې موندلې چې تابا هم ښايي له څکولو پرته د تمباکو کارولو د پېژندل شویو ناوړه اغېزو په څېر "منفي روغتیايي تاثیرات" ولري.
ډاکتر چام نورو څېړنو لپاره د تابا ګډولې د سېمپلونو کیمیاوي تجزیې هم ترسره کړې دي.
هغه د دغو څېړنو په لړ کې له داسې ۴۲ ښځو او ۱۵ سړیو سره هم غږېدلی چې عمدتآ د ژوند ملګرو یې اوس یا پخوا تابا کارول.
نوموړی وايي، له ۹۰ سلنې ډېرو ښځو چې ده ورسره خبرې کړې، د زړه بدوالي، نسناستي، بېکنټروله تشو، سوزاک او خارښت په څېر د نیکوتین په وسیله د مسمومیت علایم درلودل. ځینو ښځو ورته ویلي چې د تمباکو پوډر به یې له کاسټیک سوډا سره ګډول.
د دې ډلې هم په معاینه کړو سېمپلونو کې د لوړې کچې نیکوتین موندلي دي.
بيبيسي ته د تابا یو څه نو سېمپلونه چې په اسایو او بانجول کې راټول شوي وو، څېړنو لپاره د لاګوس پوهنتون لابراتوار ته یوړل.

پایلو یې د پېریډین مشتقات (چې د نیکوتین اړوند مرکبات لري) او د نړیوال روغتیا سازمان لخوا د خوندیتوب له ټاکل شوي حده ډېر سرب ښودل.
د ګامبیا حکومت د هېواد لروبر ټولنو او روغتیايي مرکزونو کې د تابا خلاف کمپاین کې له روغتیايي متخصصینو او فعالانو ګټه اخلي.
د جنست له وزارت ښاغلي سونکو بيبيسي ته وویل چې د اګاهۍ او مشورې یو پروګرام یې پیل کړی دی.
دغه هېواد د روان کال مارچ میاشت کې د روږدو د درملنې لومړنی مرکز جوړ کړ. خو تر اوسه مالومه نه ده چې دغه مرکز د تابا کاروونکي هم نیسي که څنګه.
په هره توګه چارواکي پر دې غور کوي، چې په راتلونکي ګام کې د عایشهتو په څېر د تابا پخواني روږدي، د ټولنې په کچه کمپاین لپاره وکاروي.
هغه وايي "نه غواړم ښځې له هغه څه تېرې شي، چې ما تجربه کړي."
رشیده هم پښیمانه او هیلهمنه ده چې یوه ورځ به تابا پرېښودلی شي. هغې راته وویل "که مرسته راسره وشي، څرګنده ده چې پرې به یې ږدم. زه نه غواړم چې هېڅوک هم تابا وکاروي او زما په شان پرې روږدي شي."








