له فضا انځورونه: 'کعبه شریفه' لکه غمی داسې ځلېږي

دا د مکې مکرمې هغه انځور دی چې له فضا اخیستل شوی، او په دې کې د کعبې شریفه ځای تر ټولو روښانه دی.

د عکس سرچینه، @astro_Pettit

د عکس تشریح، دا د مکې مکرمې هغه انځور دی چې له فضا اخیستل شوی، او په دې کې د کعبې شریفه ځای تر ټولو روښانه دی.

هر کله چې له فضا د ځمکې خوا ته کتل کېږي نو ګڼې ښکلې طبیعي او قدرتي منظرې ښکاري چې په کې د انسانانو په لاس جوړې شوې ځینې ودانۍ لکه د مصر اهرامونه او د چین دیوال هم لیدل کېږي.

د دې تر څنګ د سعودي عربستان په مکه معظمه کې د اسلام سپېڅلې ودانۍ کعبه شریفه چې ډېره دنګه وداني نه ده خو بیا هم له فضا ډېره روښانه ښکاري.

سږ کال له فضا بېرته ځمکې ته ستانه شوي ساینسپوه او انځور اخیستونکي ډونلډ پېټټ چې د کال له ۳۶۰ ورځو ۲۲۰ هغه په فضا کې و داسې نادره انځور خپور کړی چې ډېر یې حیران کړي دي.

د امریکا د فضایي څیړنو د مرکز (ناسا) د دغه ساینسپوه دا ډېر لیدل شوی انځور د (بیت الله شریف) دی چې له بره د کوم کمساري قیمتي غمي په څېر ځلېږي.

نوموړي له دغه انځور سره لیکلي: له فضا د سعودي عرب د مکې ښار منظره " په منځ کې ځلېدونکي ودانۍ د اسلام سپېڅلی ځای کعبه له ورایه ښکاري."

کعبه چې د مسلمانانو قبله هم ده په نړۍ کې یو له هغو ځایونو ده چې تر ټولو ډېر زیارت کوونکي ورځي.

کعبه شریفه انځور

د عکس سرچینه، gettyimages

د امریکايي ساینسپوه دا انځور سلګونو خلکو بیا بیا خپور کړی او یو زیات شمېر کتونکي له دومره لېرې واټنه داسې ځلېدونکي منظرې هېښ کړي.

د دغې انځور له مشهورېدو وروسته د خواله رسنیو یو لوی شمېر کاروونکو د مصنوعي ځیرکتیا یا اې ای هم د دغې زړه راښکونکې ځلېدا په اړه پوښتي دي چې په ځواب کې یې اې ای ویلي " دا ځلېدل د ډېرو روښانه څراغونو له کبله دي چې د شپې په تیاره کې له هر ځایه روښانه بریښي."

په انځور کې څه ښکاري؟

انځور اخیستونکي هڅه کړي چې د مکې ښاري منظرې عکس واخلي چې د غونډیو تر منځ اباده او په منځ کې یې د مسلمانانو لپاره تر ټولو سپېڅلی ځای د کعبې شریفې جومات (مسجدالحرام) دی.

کعبه په پوښ کې پټه د مکعب پر بڼه ودانۍ ده چې پرې هر وخت رڼا لګېږي داسې چې د لمر رڼا او مصنوعي رڼا دواړه ترې منعکسېږي. دا چاره د شاوخوا غونډیو او خیمو تر منځ زړه راښکونکي روښنايي پیدا کوي.

د انډیا ټوډې ورځپاڼې د یوه رپوت له مخې له فضايي سټېشنه د مکې ښار په شان د ځلاندو ښارونو ننداره له ورایه ښکاري.

 پیټیټ (Petitt) په روان کال کې د ۲۲۰ ورځو فضايي سفر بشپړولو وروسته بېرته راستون شوی دی.

د عکس سرچینه، astro_Pettit

د عکس تشریح، پیټیټ په روان کال کې د ۲۲۰ ورځو فضايي سفر بشپړولو وروسته بېرته راستون شوی دی.

د رپوټ پر بنسټ دا ځلېدا د زرګونو ځلېدونکو اېل ای ډيز او سوډیم څراغونو له وړانګو پیدا کېږي چې په فضا کې خپرېږي او بیا په حساسو کمرو کې ښکاري.

د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې کعبه په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو قبله ده چې د هر لمانځه پر مهال مخ د همدې "کعبې شریفې" خوا ته کوي.

دغې ځای ته هر کال د نړۍ له لر و بره میلیونونه خلک د عمرې او حج ادا کولو په موخه سفر هم کوي.

د نړۍ تر ټولو د پاخه عمر ستور مزلی

د فضايي عکس اخیستونکو تر منځ ډونلډ پېټټ د زرګونو داسې ځانګړو ستورو او ځایونو انځورونه اخیستي چې دی یې وخت ناوخت پر لیکه خپروي او ډېر وخت مشهوریږي.

د کعبې شریفې له دغې اوڅار انځوره مخکې د 'لائټننګ بګز' په نوم د هغه انځور پر انټرنېټ ډېر خپور شوی و.

ښاغلی پېټټ د ۲۰۲۴م کال سپتمبر په ۱۱مه نیټه له دوه روسي ستور مزلو الیکسي اووچینن او ایوان وینګر سره د اېم اېس-۲۶ په نوم فضایي بیړۍ کې فضا ته سفر پیل کړ.

دغه دری واړه ستور مزلي ۲۲۰ ورځې په فضا کې وو.

دغه مهال دوی د ځمکې پر شاوخوا ۳۵۲۰ ځایونو ته چکر وواهه او ټولټال یې شاوخوا ۹۳۰۳ میلیونه میله ( نږدې ۱۵ میلیارده کیلومتره) واټن وهلی دی.

د دوی له منځه امریکايي ساینسپوه ښاغلي پيټټ د ناسا له اړخه په ډېرو ساینسي څيړنو کې برخه اخیستي.

له فضا اخیستل شوی انځور

د عکس سرچینه، astro_Pettit

د ښاغلي پیټټ وروستۍ سفر د روان کال اپرېل میاشتې په شلمه نیټه بشپړ شو. په دغې ورځ د نوموړي ۷۰یمه کلیزه هم وه چې له دې سره دی د امریکا د فضایي څیړنې مرکز ( ناسا) تر ټولو د ډېر عمر ستور مزلی هم شو.

د هغه د "کعبې شریفې" مشهور شوې انځور په اړه ویل کېږي چې نوموړي دا انځور هغه مهال اخیستی چې د تېر کال سپتمبر میاشت کې د ځمکې پر شاوخوا چکر بوخت و او وروسته له هغې چې له فضا را وګرځېد بیا یې خپور کړ.

پر خواله رسنیو پرې څه ویل شوي؟

د پېټټ دغه انځور له مشهوریدو وروسته ځینې خلک وايي " دا روښنايي څه بېل ډول ده."

د پېټرل پات په نوم د ټولنیزو رسنیو یوه کارن لیکلي " دا رښتیا په زړه پورې منظره ده او هرو مرو څه بله خبره شته."

د ارجنټاین ایوان کیورګا پر دغه انځور لیکلي " دا داسې منظره ده، لکه ټول کاینات چې له همدې روښنايي رڼا اخلي. کعبه داسې ځلېږي چې د وخت او ځای ټولې پولې یې ماتې کړې او موږ ته دا را په زړه کوي چې ځینې شیان داسې وي چې نه یې ټیکنالوژي او نه هم انسان مقابله کولی شي."

ادیب کامل نومي یوه سړي لیکلي " له فضا دا ځلېدونکې منظره څه بل ډول احساس لري، داسې لکه چې دا د ځمکې له خوا روح ته تل پاتې روښنايي وربښي."

یوه بل کارن لیکلي " کله چې موږ تنګ او لنډ لید کې راګېر ېږو ښه ده چې فضا ته مخه کړو."

د ډېرو رپوټونو پر بنسټ د "کعبې شریفې" دا انځور له ځمکې د ۴۰۰ کیلو متره واټنه اخیستل شوی دی چې د بیت الله شریفې داسې روښانه ځلېدا پکې رښتیا هم زړه راښکونکې ده.

د والډروف په نوم د ټولنیزو رسنیو یوه بل کاروونکي لیکلي " ډېر ښایسته- د ټولو مذهبونو درناوی په کار دی او د دوی د سپېڅلو ځایونو هم باید درناوی وشي."