کعبه شریفه کې حجر الاسود ته د لاس وروړلو او ښکولولو اجازه ورکړل شوه

د عکس سرچینه، Reuters
هغه کسان چې په مکه مکرمه کې د کعبې شریفې ته ورځي، اوس کولای شي له اوږدې مودې وروسته سپیڅلی حجرالاسود ښکول کړي او یا لاس پرې تېر کړي.
هغه خنډونه چې د کورونا وبا له پیل سره سم د کعبې شریفې شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو، اوس بالاخره لېرې کړل شوي دي.
په تازه خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې په حرم الشریف کې شته کسان حجر الاسود ته د رسېدو هڅې کوي او خوښي څرګندوي.
د ټولنیز واټن ساتنې په پار ځای پر ځای شوي خنډونه داسې مهال لېرې کېږي، چې د سږکال جولای کې د حج مراسمو له تېرېدو وروسته بیت الله شریفې ته د عمرې ادا کولو لپاره د نړۍ له لر او بره د مسلمانانو ورتګ پیلېږي.
د عمرې ادا کولو لړۍ د حج له ادا کېذو وروسته ټول کال دوام کوي او له ټولې نړۍ میلیونونه مسلمانان د همدې لپاره د سعودي عرب مکې مکرمې ته سفر کوي.
سعودي حکومت د سږ کال له پیله په تدریجي ډول د کورونا وبا مخنیوي سخت اقدام نرم کړل او د سږ کال حج مراسم نژدې د عادي حالت په توګه ادا شول.

د عکس سرچینه، Reuters
په ۲۰۲۰ کال کې یوازې ۱۰۰۰ داسې کسانو ته د حج ادا کولو اجازه ورکړل شوې وه، چې په سعودي عرب کې مېشت وو.
په ۲۰۲۱ کال کې بیا د حاجیانو شمېر ۶۰ زره شو، خو د سږ کال په جولای کې بیا نژدې یو میلیون مسلمانان د حج لپاره تللي وو.
د یادونې ده، چې د سږ کال حاجیانو شمېر هم د ۲۰۱۹ کال پرتله له نیمايي هم کم وو، چې د ستاتیستیکا شمېرو له مخې نژدې دوه نیم میلیون کسانو ته رسېد او دا په نړۍ کې د انسانانو تر ټولو لویه اجتماع بلل کېږي.
د اسلامي عقیدې له مخې د حجرالاسود مخینه چې د کعبې شریفې په ختیځ ګوټ کې ځای پر ځای شوی د ادم علیه السلام او بي بي حوا علیها السلام زمانې ته رسېږي او له اسلامه مخکې هم سپېڅلیش بلل کېده.










