سږ کال بهرني حاجیان د حج لپاره سعودي ته سفر کولی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي عربستان چارواکو ویلي سږ کال به له هېواده بهر حاجیان هم د حج لپاره د کورونا د ځانګړو شرایطو پام کې نیولو سره دغه هېواد ته سفر کولی شي.
تېر کال د کورونا وېروس له خپرېدا سره سعودي عربستان د بهرنیو حاجیانو پر ورتګ بندیز ولګاوه او یوازې محدود شمېر (شاوخوا لسو زرو) سعودي مېشتو وګړو د حج په مراسمو کې ګډون وکړای شو.
که څه هم تر اوسه د بهرنیو حاجیانو لپاره کوم ځانګړي شرایط نه دي اعلان شوي، خو د سعودي د حج وزارت ویلي، ژر به په دې اړه لارښوونې او جزییات خپاره کړي.
په نړۍ کې د کورونا وبا له خپرېدا مخکې، هر کال د نړۍ له لر و بره شاوخوا ۳ میلیون کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کاوه.
تېر کال ځینو هېوادونو د حج د مراسمو تر پیلېدا مخکې خپلو وګړو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورنه کړه.
د سعودي عربستان رسنیو هم د دغه هېواد د روغتیايي چارواکو له خولې ویلي، دوی اوس د حج مراسمو ته د چمتووالي په لړ کې د کووید-۱۹ د خپرېدا د وضعیت پر ارزونه بوخت دي.
تېره میاشت سعودي عربستان تر اوه میاشتني بندیز وروسته خپلو وګړو او دغه هېواد کې مېشتو بهرنیو وګړو ته د عمرې حج اجازه ورکړه.
سعودي د معتمرینو او حاجیانو لپاره د ماسک اچول او ټولنیز واټن مراعاتول اجباري کړي او د مسجد الحرام انګړ هره ورځ په میکروب ضد مایعو مینځل کېږي.
د شمېرو له مخې، سعودي عربستان کې تر اوسه څه باندې ۴۲۶ زره کسان په کورونا وېروس اخته شوي او تر ۷ زرو ډېر یې مړه کړي دي.









