د حج لوی رکن عرفات ورځ

د ویډیو تشریح، د حج لوی رکن عرفات ورځ

د نړۍ له لروبر له دوو ميليونو زيات مسلمانان نن د حج لویې او مهمې برخې لپاره پر عرفات غونډۍ د درېدو منسک تر سره کړ. لسګونه زره تنظيموونکي هم په دې هڅه پر دندو وو، چې د تېرو کلونو د ټمبټېل مرګونو پېښو مخنيوی وکړي. د لمر له لوېدو سره به حاجيان مزدلفې ته روانېږي. اسد الله لودين هم حج کې دی او نور حال راکوي.