له کورونا وبا وروسته د حج تر ټولو ستر مراسم

د عکس سرچینه، Christina ASSI / AFP
د چارشنبې پر ورځ د کورونا وبا له دوه کلن ځنډ وروسته د سعودي عرب مکه مکرمه او مدینه منوره ښارونو کې د حج لوی مراسم پیل شول.
سلګونه زره حاجیانو په ګرم لمر کې د کعبې شاوخوا 'طواف القدوم' پیل کړی. د سعودي چارواکو هغو یو میلیون مسلمانانو ته د حج ادا کولو اجازه ورکړې چې د کورونا ضد واکسین یې کړی، په دوی کې به ۸۵۰ زره کسان له سعودي نه بهر د حج لپاره ورځي.

د عکس سرچینه، DELIL SOULEIMAN/AFP
ډېرو کسانو د حج مراسمو تر رسمي پیلېدو مخکې طواف پیل کړی، که څه هم سعودي د مسجد الحرام منځ کې د ماسک تړل اجباري کړي - خو ډېری حاجیانو ماسکونه نه دي تړلي.
سږ کال حج کې هغو مسلمانانو ته د حج ادا کولو اجازه ورکړل شوې چې عمرونه یې تر ۶۵ کلونو ټیټ دي.

د عکس سرچینه، DELIL SOULEIMAN/AFP
سږ کال د میلیونونو مسلمانانو منځ کې د پچې اچولو له لارې حج ته کسان غوره شوي دي. سږ کال د تېر ۲۰۲۱ او وړم ۲۰۲۰ کلونو پرتله ډېر مسلمانان حج کې ګډون کوي، خو تر عادي کلونو یې بیا هم شمېر کم دی.
په ۲۰۱۹ کال، شاوخوا ۲٫۵ میلیون مسلمانانو د نړۍ له لر و بره د حج مراسمو کې ګډون کړی و.
خو بیا وروسته د کورونا وېروس د خپرېدو له امله سعودي چارواکو د حاجیانو شمېر ډېر راټیټ کړ، په ۲۰۲۱ کال یوازې ۶۰ زرو هغو کسانو ته چې سعودي کې اوسېږي او یا ددغه هېواد وګړي دي، د حج اجازه ورکړه او دا شمېر په ۲۰۲۰ کال ایله څو زره و.

د عکس سرچینه، CHRISTINA ASSI/AFP
د پنجشنبې پز ورځ به حاجیان د حج له اصلي رکن عرفات غره ته له جګېدو مخکې منی' ته ځي، چې له مسجد الحرام نه نژدې پنځه کیلومتره لیرې ده.
چارواکو سږ کال د حاجیانو د سلامتیا لپاره روغتیايي ټیمونه ډېر کړي، هلته سیار ټیمونه دي چې د حاجیانو اړتیاوې پوره کړي.
پولیس هرځای ګزمې کوي، ځینې یې پلي روان وي، زرغونې چترۍ ورسره دي چې له سوځنده لمر پرې ځانونه وساتي.

د عکس سرچینه، AFP
د مسجد الحرام د ننه هم هر ځای نرسانې تیارسئ حالت کې دي، رضاکاران هم په وېلچیرونو کې د هغو اړمنو لاسنیوي ته چمتو ولاړ دي، چې د اوږد واټن لپاره پلی تګ نه شي کولی.
حج د سعودي عرب له لویو عایداتي سرچینو ګڼل کېږي، چې هر کال د عمرې او دیني مراسمو او حج له لارې شاوخوا ۱۲ میلیارده ډالر ترلاسه کوي.
ځینو حاجیانو د خپلو هېوادونو نومونه او بیرغونه ورسره لېږدولي یا یې پر جامو د خپل هېواد بیرغونه ټومبلي چې د نورو هېوادونو له سلګونه زرو حاجیانو یې توپیر وشي.

د عکس سرچینه، CHRISTINA ASSI/AFP
سږ کال د قطر حاجیان هم سعودي ته دحج لپاره ورپرېښودل شوي، چې د ډیپلوماتیک اختلاف له کبله سعودي اجازه نه ورکوله.
د کعبې شاوخوا پر سپینو مرمرو لمونځ کوونکي په سپینو احرامونو او ښځې په رنګارنګ اوږدو کمیسونو کې لیدل کېږي.
له افغانستانه هم څه باندې ۱۳۰۰۰ حاجیان سعودي عرب ته رسيدلي دي. افغانستان کې د طالبانو د حج وزارت چارواکو بي بي سي پښتو ته ویلي چې تر اوسه افغان حاجیان له روغتیايي پلوه ښه دي خو وايي یو افغان چې د زړه ناروغي یې درلوده، مړ شوی دی.









