شم النسيم: د نړۍ تر ټولو لرغونې پسرلنۍ مېله چې مصریان یې له زرګونو کلونو لمانځي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, وائل جمال
- دنده, بي بي سي نيوز عربي
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
لرغونی مصر د ګڼو مذهبي، ټولنیزو او کرنیزو جشنونو او مېلو څښتن و، چې لمانځنې او ځانګړي مراسم یې له نورو ټولو لرغونو ختیځو تمدنونو جلا او ځانګړي وو.
ځینې دغه جشنونه د تاریخي او مذهبي بدلونونو له امله له منځه لاړل، خو څه نور د مصریانو په حافظه کې تر نن ورځې ژوندي پاتې دي. تر ټولو مهم یې د "شم النسيم" اختر دی، چې مصریان یې له شاوخوا ۴۷۰۰ کلونو راهیسې لمانځي.
د "شم النسيم" اختر د لرغوني مصر د کرنیزو جشنونو په نوملړ کې ځای لري، چې د وخت په تېرېدو سره یې یو داسې ټولنیز رنګ واخیست چې له طبیعت سره ژور تړاو لري.
دا خبره د دې جشن له نومه هم څرګندېږي. په لرغونې مصري ژبه (هیروګلیف) کې ورته "شمو" ویل کېده. دا هماغه کلمه ده چې لرغونو مصریانو د اوړي فصل ته کاروله او د "حاصل ټولولو" معنا یې هم ورکوله. وروسته دا کلمه په قبطي ژبه کې (چې د لرغونې مصرۍ ژبې وروستی پړاو و خو په یوناني تورو لیکل کېده) په "شم" بدله شوه.
د لرغونې مصرۍ ژبې ځینې څېړونکي پر دې باور دي چې د "شم النسيم" نوم په اصل کې یو بشپړ لغوي ترکیب دی: "شمو (حاصل) - ان (د) - سم (نبات/بوټي)".
دا پر دې معنا ده چې د دې مېلې اصلي نوم نه دی بدل شوی، یوازې د "نسیم" عربي کلمه (چې مانا یې نرمه هوا ده) ورګډه شوې چې د پسرلي د پستې هوا او راتګ نښه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ساینسپوهان د دې جشن د کره پیل په اړه همغږي نه دي، ځینې پر دې باور دي چې دا لمانځنه د "کورنیو سلطنتونو له دورې" (Pre-dynastic) وړاندې پیل شوې وه، او نور بیا وايي چې تاریخ یې تر میلاد ۴۰۰۰ کاله وړاندې ته رسېږي. خو لوی شمېر نظرونه دا دي چې د "شم النسيم" رسمي لمانځنه په مصر کې تر میلاد ۲۷۰۰ کاله وړاندې، د دریمې کورنۍ د واکمنۍ په پای او د څلورمې هغې په پیل کې پیل شوه، که څه هم دا نظر دا نه ردوي چې ښايي تر دې وړاندې په نا رسمي بڼه هم و.
د فصلونو وېش او د ژوند خوښۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
لرغونو مصریانو د کال فصلونه، چې ورته به یې "رنبت" ویل، پر دریو برخو وېشلي وو. دا وېش په بشپړ ډول د کرنې له دورې سره تړلی و.
۱. فصل اخت:
د سیند د اوبو ډېرېدو فصل چې له جولای پیلېده.
۲. فصل برت:
د تخم شیندلو فصل چې له نومبره پیلېده.
۳. فصل شمو:
د حاصل ټولولو فصل چې له مارچ څخه پیل کېده.
د لرغوني مصر ژوند یوازې پر مذهبي شعایرو پورې محدود نه و، ورسره هغوی د ژوند له مادي او معنوي خوندونو او خوښیو د خپلو ګروهو له مخې ګټه پورته کوله. هغوی په خپلو لیکنو او نقاشیو کې پر خوشالۍ ډېر ټینګار کاوه، لکه په هغه مشهور متن کې چې "د چنګ وهونکي سندرې" نومېږي او فرانسوۍ عالمې "کلیر لالویټ" په خپله څېړنه کې وړاندې کړی، راغلي:
"خپله ورځ په خوښۍ تېره کړه، عطر او غوره تېل وکاروه، د نیلوفر ګلان او هارونه پر خپله سینه وټومبه، داسې شېبو کې چې ستا مهربانه مېرمن ستا زړه ته نږدې ناسته وي."
بل ځای وايي:
پرېږده چې سندرې او نڅا ستا د سترګو پر وړاندې وي، غمونه شاته وغورځوه او یوازې خوښي یاد ساته، تر هغه چې د ارامۍ کندې (مرګ) ته ورسېږې."
مصریانو "شم النسيم" هر کال د ژوند د بیا پیل او نوي کېدو په معنا ګاڼه، کله به چې طبیعت غوړېده. هغوی دا ورځ د خپل نوي کال پیل ګاڼه. د ګلانو او شینلي غوړېدل د حاصلاتو د موسم زیری و. هغوی به خپل ګودامونه له غلو دانو ډکول او د شکرانې په دود به یې د خدای حضور ته د غنمو شنه وږې وړاندې کولې چې د "نوي خلقت" او خیر سمبول و.
د خوړو دودونه او سمبولونه

د عکس سرچینه، Getty Images
مصریانو تل د خپلو قبرونو پر دېوالونو د داسې میلمستیاوو انځورونه کښل چې د ډول ډول خوړو ښودنه کوي. په "شم النسيم" کې ځینې ځانګړي خواړه د یوې خاصې عقیدې له مخې غوره کېدل:
هګۍ: هګۍ د مصر په مذهبي عقیده کې د "نوي خلقت او بیا ژوندي کېدو" سمبول و. په پخوانیو لیکنو کې راغلي چې خدای ځمکه د هګۍ په بڼه له خټو جوړه کړه او روح یې پکې پو کړ. هغوی به پر هګیو خپلې هیلې کښلې او د خرما له پاڼو جوړې شوې ټوکرۍ کې به یې اېښودلې.
مالګین کب (فسیخ): د نیل سیند ته د درناوي او دې عقیدې له مخې چې ژوند له اوبو پیل شوی، مصریانو به مالګین کب خوړ. د "ایبرس" طبي پخوانۍ لیکنې ښيي چې مالګین کب د پسرلي د تبې او لمر وهنې د مخنیوي لپاره د درملو په توګه هم کارول کېده.
پیاز: د پیازو خوړل د شپږمې کورنۍ له دورې دود شول. دا له یوې کیسې سره تړاو لري چې یو کوچنی شهزاده د پیازو په وسیله له یوې سختې ناروغۍ روغ شو. له هغه وخته دا یو دود وګرځېد.
کاهو او شنه چڼا (الملانة) : کاهو د زرغونېدا او د خدای له مینې سره تړاو درلود. شنه چڼا بیا د پسرلي د پخېدو او د ژوند د غوړېدو نښه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
یو نه ختمېدونکی میراث

د عکس سرچینه، Getty Images
د دریم"تحتمس" په پېر کې، کله چې د مصر امپراتوري پراخه شوه، دا مصری کلتور او د "شمو" جشن نورو ختیځو تمدنونو لکه بابل، فارس او فینیشیا ته هم ورسېد. که څه هم نومونه یې بدل شول، خو د ژوند د بیا پیل او نوي کال معنا یې هماغسې پاتې شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
"شم النسيم" په مصر کې یوازینی جشن دی چې د زرګونو کلونو په اوږدو کې یې ټول مصریان (بې له مذهبي توپیره) سره یوځای کړي دي. دا یو داسې کلتوري میراث دی چې ثابتوي مصر د ژوند او تمدن مرکز و.
هغسې چې "کلیر لالویټ" وايي:
"د دې ولس په ژورو کې ایمان دومره ننوتی و چې ټول کاینات که هغه انسان وي، حیوان وي او که بې ساه شی هغوی ته الهي ښکارېده. د هغوی دین د هیلو دین و، هغوی مرګ ته یوازې د ابدي ژوند پر لور د یو سفر په سترګه کتل."


















