د نڅاګرې په جامه کې د یوې جاسوسې د اعدام کیسه

د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر د ۱۵ نېټې پر سهار د پاریس له مرکزي زندانه یو پوځي موټر ووت. په دغه ګاډي کې یوه ۴۱ کلنه هالنډۍ ښځه کېنول شوې وه چې اوږده کورتۍ یې اغوستې او پلنه خولۍ یې پر سر وه. د اعدامولو ځای ته لېږدول کېده.
تر دې نېټې یوه لسیزه مخکې دې ښځې د اروپا پلازمېنې خپلو پښو ته ټيټې کړې وې. دا داسې یوه شغله وه چې د نڅا په وخت کې نه ګل کېده او نه بدلېده او په مینهوالو کې یې له وزیرانو او پوځي جنرالانو رانیولې تر سوداګرو پورې ټول شامل وو. دا د 'ماتا هري' په نوم مشهوره وه.
خو بیا لومړۍ نړیواله جګړه ونښته چې نړۍ یې په بل مخ واړوله. دې ښځې لا هم ګمان کاوه چې ګواکې اوس هم د ټولې اروپا سترګې پر دې خوږېږي. خو دا داسې وخت و چې په لوړو څوکیو ناستو چارواکو اوس له دې بل څه غوښتل. اوس یې د دې نازونه اداګانې نه بلکې معلومات په کار وو.
جرم یې څه و؟
پر ماتا هري تور و چې جاسوسه ده، افسران لوبوي، په چل ول یې له خولې رازونه باسي او بیا هغه معلومات جرمن پوځ ته ورکوي.
ورځپاڼو به یې په اړه خبرونو کې یو څه نورې مرچ او مسالې هم ورګډې کړې او په رپوټونو کې به یې لیکلي وو چې د ماتا هري له امله د اېتلافي ځواکونو زرګونه سرتېري وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، MUSEUM OF FRIESLAND COLLECTION, LEEUWARDEN
خو محکمې ته چې کوم شواهد وړاندې شول نو په هغوی کې بیخي بله کیسه راووته. هغه په اصل کې دوه طرفه جاسوسه یا ایجنټه وه او د "قربانۍ ورغومی" ترې جوړ شوی و.
د فرانسې دفاع وزارت وروسته ځينې داسې اسناد خپاره کړل چې د نړۍ په تاریخ کې د دې تر ټولو مشهورې جاسوسې په اړه داسې نوې سپړنې وې چې د دنیا له سترګو پټې پاتې وې.
په دې کې په ۱۹۱۷ کې له ماتا هري د شوو پوښتنو ګروېږنو پر مهال ترلاسه شوي اسناد او مدارک هم شامل وو. ځينې یې په هالنډ کې د هغې د پلرني ښار 'لیووارډن' په موزیم کې نندارې ته اېښودل شوي.
په شواهدو کې د شفرونو یا کوډونو په ژبه لیکل شوی هغه پیغام هم شته چې د جرمن پوځي اتشې له لوري برلین ته لېږل شوی او وروسته د ماتا هري د نیول کېدو لامل شو.
ماتا هري څوک وه؟
د ماتا هري خپل نوم 'مارګریت زیلي' و. دا په ۱۸۶۷ کې زېږېدلې وه.
ویل کېږي چې ماتا هري له انډونیزیايي ژبې اخیستل شوی نوم دی چې معنا یې "د ورځې سترګه" یا لمرسترګه ده.
په کمعمرۍ کې یې واده کړی و خو ځان یې له مېړه ژر خلاص کړ او په پاریس کې یې د نڅاګرې په توګه ډېر شهرت پيدا کړ.
د فرایز موزیم یو سمبالوونکی 'هانز وېګ' وايي، "د تېرې پېړۍ په پیل کې چې هغې د اروپا په پلازمېنو کې څه وکړل، تر جاسوسۍ پرته یې هم له کبله ماتا هري نن هم یادېږي."
دا وايي، "هغې تر ډېره بریده سټرپټیز نڅا رامنځته کړه. د هغې ځينې عکسونه او له ورځپاڼو راپرې شوي تصویرونه اوس هم شته. هغه د خپلې زمانې مشوره څېره وه."

د عکس سرچینه، ERIK AND PETRA HESMERG
خو اوس ماتا هري یوازې د یوې جاسوسې په توګه یادېږي.
په تېرو کلونو کې ګڼو تاریخپوهانو د هغې د دفاع هڅه کړې. ځینې یې وايي چې هغه له دې امله قرباني شوه چې د فرانسې حکومت غوښتل چې په جګړه کې د پرلهپسې ناکامیو لپاره جواز پیدا کړي.
د ښځو حقونو فعالان بیا وايي چې د ماتا هري هدف ګرځول ځکه ډېر اسان وو چې پر هغې "د بد کرداره ښځې' تور و. له همدې کبله یې هغه په ډېرې اسانۍ سره د "فرانسې دوښمنه" وبلله.
هغه شفري نوم چې د ماتا هري راز یې افشا کړ
له نوو لاسوندونو معلومېږي چې ماتا هري په مادرید کې د جرمني له پوځي اتشې 'ارنالډ کالي' سره اړیکه جوړه کړې وه. هغه مهال دې د فرانسې له څارګرو یا جاسوسي ادارو سره کار کاوه او موخه یې دا وه چې د جرمني پوځي مرکزونو درک معلوم کړي.
خو بیا ارنالډ کالي یو پیغام جرمني ته ولېږه چې د ماتا هري د راز افشا کېدو لامل شو.
په هغه کوډ ډوله پیغام کې د 'اېچ-۲۱' په شفر د یوه جرمن جاسوس یادونه شوې وه. په اصل کې همدا شفر د ماتا هري نوم و او په پیغام کې د هغې ادرس، بانکي معلومات او د هغې د خدمې نوم هم لیکل شوی و.
فرانسوي چارواکي هم وپوهېدل چې اېچ-۲۱ د هري ماتا کوډ یا شفري نوم دی.
که څه هم دغه پیغام د کوډونو په بڼه لېږل شوی و خو فرانسې وختي د جرمنانو د شفرونو یا کوډونو ژبه پېژندلې وه. وروسته جرمنان هم وپوهېدل چې فرانسې یې پټه ژبه زدکړې ده.
ویل کېږي چې په اصل کې جرمني قصداً دغه پیغام لېږلی و چې فرانسه خپله جاسوسه په خپله ونیسي او ویې وژني.
خو دې هم پوښتنې راولاړې کړې دي چې اوس د هغه پیغام یوازې ژباړه شته خو اصلي بڼه یې چیرې ده؟ داسې خو به نه وي چې فرانسویانو په خپله هغه پیغام جوړ کړی و چې ماتا هري پرې ونیسي او بیا د "یوې خطرناکې جاسوسې" د نیول کېدو د بریا ډنډورې پرې وغږوي؟
که دا کار د جرمني و او که د فرانسې خو ماتا هري یې په لومه کې ونښته او ونیول شوه.
د ماتا هري د اعدامېدو شېبه

د عکس سرچینه، PA
په اسنادو کې د ماتا هري اعتراف هم شته.
هغې مفتشينو ته ویلي چې دا په ریښتیا هم د جرمني جاسوسه وه خو خواخوږي یې بیا هم له خپلو اېتلافي ځواکونو سره وه او ګواکې دا کار یې یوازې د پیسو ترلاسه کولو لپاره کاوه.
خو د هغې پر خبرو چا باور ونه کړ او د مرګ سزا سره یې مخ کړه.
ماتا هري د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر پر ۱۵ نېټه د پاریس په ختیځ کې پرتې سیمې 'شیتو دې ونسین' ته ولېږدول شوه. هلته ۱۲ عسکر ټوپک په لاس ورته په تمه وو.
په ځينو معلوماتو کې ویل شوي دي چې ماتا هري د اعدامېدو پر مهال پر خپلو سترګو د پټۍ له تړلو انکار وکړ او خپل وکیل ته یې د خدای پامانۍ په ډول لاس وخوځاوه.
یوه قومندان خپله توره له پاسه ښکته کړه او له همدې سره د ۱۲ ټوپکو د ډزو غږونو فضا په سر واخیسته او ماتا هري ځای په ځای وغورځېده.
هېڅوک یې هم په مړي پسې وره نغلل. جسد یې په پاریس کې یوه داسې طبي پوهنتون ته وسپارل شو چې محصلان پکې د مړو د بدن پر غړو عملي کارونه او عملیات زده کوي. سر یې په موزیم کې کېښودل شو خو څو کاله وروسته ورک شو او چا غلا کړ.











