ملي اتل که دوه ګونی جاسوس: د مصر "۳۱۳مامور" څنګه د اسرائیلو مهم رازونه افشا کړل؟

د عکس سرچینه، FACEBOOK
- Author, ولید بدران
- دنده, بیبیسی عربی
د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو او د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې، میلیونونه مصریان د ټلوېزیوني سریال "رافت الهجان" لیدلو ته سترګې پر لار وو.
دغه سریال د ډېویډ شارل سمحون په نامه د یوه مصري جاسوس د ژوند پر ریښتونې کیسه جوړ دی چې اسرائیل ته به یې ازاد تګ راتګ کاوه او له هغه ځایه به یې قاهرې ته مهم استخباراتي معلومات لېږل.
رافت الهجان چې اصلي نوم یې رفعت علي سلیمان جمال و، کیسه یې د مصر د استخباراتو په تاریخ کې یوه خورا زړه راکښونکې او له رازونو ډکه هغه ده. دغه کیسه د صالح مرسي له خوا په (زه اسرائیل کې جاسوس وم) نومي کتاب کې په داستاني بڼه مستنده شوې ده.
دا کتاب، چې د رفعت جمال د ژوند پر بېلابېلو اړخونو د پوهېدو مهمه سرچینه ده، د داسې یوه سړي کیسه کوي چې په جعلي هویت یې ۱۷ کاله په اسرائیلو کې ژوند وکړ او له هغه ځایه یې مصر ته مهم استخباراتي معلومات چمتو کړل.
صالح مرسي لومړی دا کیسه مصرۍ مجلې المصور کې خپره کړه او له هماغې لومړۍ ګڼې یې ګڼ لوستونکي پر ځان رامات کړل.
ښاغلي مرسي بیا دا کیسه په ۱۹۸۸ کې د "زه په اسرائیل کې جاسوس وم" کتاب په بڼه خپره کړه او پر هماغه کال د همدې کتاب پر بنسټ د (رافت الهجان) سریال جوړ شو چې درې برخې یې لرلې.
که څه هم کتاب او ټلوېزیوني سریال رفعت جمال د مصر د ملي اتل په توګه وړاندې کوي، خو له اسرائیلو داسې راپورونه شته چې له مصر سره د رفعت جمال وفاداري تر پوښتنې لاندې راولي او ادعا کوي چې هغه دوه ګونی جاسوس و.
خو له رازونه ډک د دغه شخصیت په اړه حقیقت څه دی؟
د کار پیل او 'ګومارنه'
د صالح مرسي د کتاب د روایت پر بنسټ، رفعت جمال د ۱۹۲۷ کال د جولای پر لومړۍ نېټه د مصر په دمیاط ښار کې زېږېدلی و او داسې شرایطو کې را لوی شو چې د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې چندان ښه نه و.
د هغه پلار د ډبرو سکرو سوداګر و او په ۱۹۳۶ کال کې د هغه له مړینې وروسته د رفعت مشر ناسکه ورور سامي چې ښوونکی و، پرېکړه وکړه کورنۍ یې له دمیاط قاهرې ته ولېږدوي. هلته رفعت په سوداګریز کالج کې زدکړې پیل کړې او له فراغت وروسته یې د سره سمندرګي په سیمه کې د تېلو په یوه شرکت کې د محاسب په توګه دنده پیل کړه چې څه موده وروسته د اختلاس په تور له دندې ګوښه شو.
دا پېښه د دې لامل شوه چې هغه ونه توانېد ثابت کار پیدا کړي، خو بیا په یوه کښتۍ کې د مرستیال محاسب په توګه وګومارل شو چې د اروپا بېلابېلو پولو ته یې سفر وکړ.
جمال په ځوانۍ کې ځيرک او چالاکه کس و چې له بېلابېلو شرایطو سره یې د تطابق او کار برخه کې ډېره وړتیا وښوده. په کم عمر کې یې په انګرېزۍ او فرانسوۍ ژبو روانې خبرې کولی شوې چې همدا وړتیا یې په راتلونکو ماموریتونو کې په درد وخوړه.
د مصر د استخباراتو له ادارې سره د رفعت جمال همکاري د ۱۹۵۲ کال د جولای له انقلاب وروسته پیل شوه. دغه مهال د زکریا محی الدین په مشرۍ د مصر د استخباراتو عمومي اداره تازه د جوړېدو په حال کې وه.
اروپا ته د خپلو سفرونو پر مهال، جمال په درغلۍ او د اسنادو په جعل کې ښکېل و چې له امله یې په ۱۹۵۲ کال کې په مصر کې ونیول شو. په دې وخت کې، د مصر د استخباراتو ادارې د هغه د غلا مهارت او هممهال د څو هویتونو د ساتلو وړتیا د جاسوس په توګه د هغه د ګومارلو فرصت وګاڼه.
د مصر د استخباراتو ادارې رفعت ته دوه غوراوي ور کړل چې غواړي زندان ته لاړ شي او که پر ځای یې له استخباراتو سره د جاسوس په توګه کار کوي.
رفعت جمال د جاسوسۍ وړاندیز ومانه او لنډمهاله روزنه یې پیل شوه. هغه د جاسوسۍ تخنیکونه، د ځان نه ښودو چل، د کوډونو ماتول، د راډیويي وسایلو کارول او د جاسوسۍ پر ځانګړو کامرو د عکسونو اخیستل زده کړل.
هغه د یهودانو د ادابو او دودونو په اړه هم روزنه تر لاسه کړه چې په ځانګړي ډول د اشکنازي او سفاردي یهودانو ترمنځ توپیرونه هم پکې شامل وو او له اسرائیلي ټولنې سره د ښه اړخ لګولو لپاره مهم ګڼل کېدل.
هغه ته د "ژاک بیتون" په نامه نوی هویت ور کړل شو او په ۱۹۵۵ کال کې د یوه مصري الاصله یهودي په توګه اسرائیل ته کډوال شو.
له همدې سره هغه د اسرائیلۍ ټولنې په زړه کې د جاسوس په توګه خپل ماموریت پیل کړ. د مصر په استخباراتي خدماتو کې، هغه د " ۳۱۳ مامور" په نامه پېژندل کېده. په ټلوېزیوني سریال کې صالح مرسي د "ژاک بیتون" نوم "ډیویډ چارلس سمحون" ته بدل کړ.

د عکس سرچینه، FACEBOOK
د اسرائیلو په منځ کې
د صالح مرسي د روایت پر بنسټ، رفعت جمال وکولای شول په اسرائیل کې د اړیکو یوه پراخه شبکه جوړه کړي. هغه د "سمندري چکرونو" په نامه د ګرځندویانو شرکت جوړ کړ چې له لارې یې خپل جاسوسي فعالیت خوندي وساتي.
دې شرکت هغه ته اجازه ورکړه چې د اسرائیلي ټولنې د سیاستوالو او پوځي چارواکو په ګډون له ځینو مشهورو شخصیتونو سره اړیکې ټینګې کړي.
جمال د باور خپلولو برخه کې ډېره کارېزما لرله چې د اسرائیلۍ ټولنې د بېلابېلو پوړونو ژورو ته په ننوتلو کې یې د هغه وړتیا ډېره کړې وه.
په اسرائیل کې د خپلې استوګنې پر مهال هغه د مصر استخباراتو ته په ځانګړي ډول د اسرائیلو د پوځي چمتووالي په اړه مهم معلومات ورکړل.
د مصري سرچینو په وینا، د جمال یو له مهمو لاسته راوړنو د ۱۹۷۳ کال د اکټوبر په جګړه کې د هغه ونډه وه. هغه مصر ته د بارلیف (بارلېو) کرښې په اړه مفصل معلومات ورکړل چې پر بنسټ یې د جګړې د پیل پر مهال له یادې کرښې د مصري پوځ تېرېدو کې ګټور تمام شول.
د ښاغلي مرسي له خوا لیکل شوی کتاب رفعت جمال د یو وطنپال شخصیت په توګه انځوروي چې پر خپل متضاد ژوند سربېره یې د خپل هېواد لپاره قرباني ور کړه. هغه یو داسې دوه ګونی ژوند رهبري کړ چې په اسرائیل کې یې د یو بریالي یهودي سوداګر په توګه ژوند کاوه، خو په پټه یې مصر ته محرم معلومات لېږل.
د مرسي کتاب له کورنۍ او هېواد څخه د هغه د لرې اوسېدو او د دوه ګوني هویت له امله د هغه ګاللیو رواني ستونزو ته هم اشاره کوي.
د صالح مرسي ناول د رفعت جمال د ژوند شخصي اړخونه هم سپړي. کتاب وايي، هغه د والټروډ بیتون په نامه له یوې جرمنۍ مېرمنې سره چې ۱۹۶۳ کال کې یې جرمني ته د سفر پر مهال ملګرې شوې وه، واده وکړ. د هغوی واده د رفعت جمال تر مړینې پورې دوام وکړ، خو مېرمن یې د هغه پر اصلي هویت خبره نه وه.
مېرمن بیتون وايي، رفعت جمال ورته ویلي وو چې نوم یې ژاک بیتون دی، یو اسرائیلی یهود دی چې فرانسوۍ – مصرۍ نسلي ریښه لري.
مېرمن بیتون زیاتوي، رفعت جمال ورته ویلي وو چې دی په ۱۹۲۹ کال د اګسټ په ۲۳مه د مصر په منصوره ښار کې زېږېدلی دی. پلار یې یو فرانسوي سوداګر و چې مصر کې یې کاروبار لاره چې له یوې مصرۍ مېرمنې سره یې واده وکړ او دوه زامن ژاک بیتون (مشر) او رابرټ بیتون (کشر) یې د واده ثمره ده.
مېرمن بیتون زیاته کړې، رفعت جمال ورته ویلي چې کشر ورور یې ځانوژنه کړې، مور یې مړه شوې او پلار یې له یوې بلې فرانسوۍ کونډې سره چې واردمخه دوه لوڼې لرلې، واده کړی دی. د هغې په خبره، جمال ورته ویلي چې دی یې د پلار له نوې کورنۍ سره په ژوند کولو خوښ نه و، نو ځکه یې د هغه کور پرېښی دی.
والټروډ بیتون - چې د رفعت جمال له مړینې وروسته یې د هغه یادښتونه تر لاسه کړل، دا کیسه هم وکړه چې رفعیت جمال څنګه توانېدلی و، چې په سوریه کې د الي کوهن په نامه اسرائیلی جاسوس چې د کامل امین ثابت په جعلي نوم یې فعالیت کاوه، وپېژني.
هغه وايي، رفعت جمال په ۱۹۵۴ کال کې په قاهره کې له الي کوهن سره ولیدل. په هغه وخت کې، دوی دواړه د اسرائیلو لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو. وروسته، جمال رفعت په یوه عربۍ ورځپاڼه کې د الي کوهن عکسونه ولیدل چې له لوړپوړو سوري چارواکو سره ولاړ و. هغه دا موضوع د مصر استخباراتو ته ورسوله چې د راپورونو له مخې، مصري استخباراتو د سوریې چارواکو ته خبر ور کړ او هغوی بیا الي کوهن ونیوه او اعدام یې کړ.
خو د یادولو ده چې د الي کوهن د نیولو یو بل روایت هم شته چې وايي، هغه د سوریې د امنیتي خدمتونو له خوا د څارنې د عملیاتو پایله کې نیول شوی و. د هغه پر جاسوسي فعالیتونو د (The SPY) په نامه جوړ شوی ټلوېزیوني سریال کې هم همدغه روایت راخیستل شوی دی. الي کوهن د یوه سوداګر په توګه سوریې ته ننوځي او تر لوړ پوړو دولتي چارواکو ځان رسوي چې بیا پکې مهمې دندې هم ترلاسه کوي.
د اسرائیلو روایت
اسرائیل بیا د رفعت جمال کیسه برعکس وړاندې کوي.
د اسرائیلو په ورځپاڼو لکه هاارتص او یدیعوت احرونوت کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، رفعت جمال په ۱۹۵۵ کال کې په اسرائیلو کې وپېژندل شو او ونیول شو چې بیا یې د دوه ګوني جاسوس په توګه کار کاوه.
د دې روایت له مخې، وروسته له هغه چې رفعت جمال د ژاک بیتون په نامه اسرائیلو ته ننوت د اسرائیلو د داخلي امنیت خدمتونو څانګې د هغه د سوداګریز ملګري امري فرید څخه چې له دغه سازمان سره یې کار کاوه، د هغه د جاسوسۍ فعالیتونو په اړه معلومات تر لاسه کړل.
د دې روایت له مخې، امنیتي ځواکونو په تل ابیب کې د هغه په کور چاپه ووهله او د پوښتنو ګروېږنو په ترڅ کې، د اسرائیلو د استخباراتو افسر مردخای شارون هغه قانع کړ چې د ازادۍ بدل کې د اسرائیلو له استخباراتو سره کار وکړي.
اسرائیلیان ادعا کوي چې جمال دا غوښتنه ومنله او بیا یې د مصر استخباراتو ته د ګمراه کوونکو معلوماتو لېږل پیل کړل، داسې یو څه چې اسرائیل ادعا کوي د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې یې د دوی په بریالیتوب کې رغنده ونده درلوده.
د دې راپورونو له مخې، رفعت جمال مصریانو ته خبر ورکړ چې اسرائیل د مصر پر هوايي ځواک د برید پلان نه لري، خو حقیقت دا و چې اسرائیل د مصر پر هوايي ډګرونو د برید پلان درلود.
د برید په پایله کې د مصر په هوايي ډګرونو کې د الوتکو لویه برخه ویجاړه شوه. د دې روایت له مخې، د استخباراتي جاسوس په توګه د جمال ګومارل د موساد له خورا بریالیو عملیاتو یو و. ځینې اسرائیلي سرچینې دا ادعا هم کوي چې موساد وروسته له جمال سره په اروپا کې د پانګونې برخه کې مرسته وکړه چې له امله یې هغه ۱۹۷۳ کال کې اسرائیل پرېښود او جرمني ته لاړ.

د عکس سرچینه، FACEBOOK
داسرائیلو بدله کیسه او د مصر غبرګون
په هرصورت، د جمال رفعت په اړه اسرائیلي روایتونه تېروبېر دي.
په داسې حال کې چې ځینو اسرائیلي ورځپاڼو ادعا کړې چې رفعت جمال دوه ګونی جاسوس و، د شاباک پخوانی مرستیال مشر ګیدیون عزرا د ژاک بیتون په نامه د کوم جاسوس شتون چورلټ رد کړی دی.
همدارنګه، د موساد پخوانی مشر، ایسر هارئیل هم اشاره کړې چې اسرائیلي چارواکو په هغه وخت کې احساس کاوه چې دوی له یوې جدي امنیتي ننګونې سره مخامخ دي، خو هېڅکله یې پر ژاک بیتون شک نه و کړی.
دې تضادونو د ځینو اسراییلي رسنیو د روایتونو د ریښتینولۍ په اړه شکونه راپورته کړي او ځینو څارونکو دا ادعاوې په عربي نړۍ کې د "رافت الهجان" سریال پراخې بریا ته د اسرائیلو غبرګون ګڼلی دی.
له بلې خوا، د مصر استخباراتي ادارې د ۱۹۷۳ کال د اکټوبر په جګړه کې د الهجان د رول په اړه خپل روایت تایید کړی دی.
مصري چارواکي استدلال کوي چې که جمال په ریښتیا سره دوه ګونی جاسوس وای، نو اسرائیل به د ۱۹۷۳ کال د برید په اړه د مصر له پوځي چمتووالي خبر وای او د جګړې پیل به اسرائیل نه وای حیران کړي.
د جمال شخصي یادښتونه هم چې د هغه مېرمنې د هغه له مړینې وروسته ترلاسه کړي، دا تاییدوي چې هغه مصر ته وفادار و او د هغه ژوند د خپل وطن لپاره له قربانیو ډک و.
دا یادښتونه، چې والټروډ بیتون ۱۹۸۲ کال کې د جمال له مړینې وروسته ترلاسه کړل، د الي کوهن پر پېژندلو سربېره د هغه د پټو فعالیتونو معلومات په کې دي.
مړینه او میراث
رفعت جمال د ۱۹۸۲ کال د جنورۍ په ۳۰مه د فرانکفورت په جنوب کې د جرمني په ډارمشتات کې مړ شو. د هغه د مړینې لامل د سږو سرطان و چې ویل کېږي د کلونو سېګرټ څکولو او رواني فشار له مله پرې اخته شوی و.
د مصریانو لپاره، جمال یو ملي اتل دی، چې خپل هېواد ته یې مهم استخبارات چمتو کړي او د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر په جګړه کې یې له مصر سره مرسته کړې ده.
د صالح مرسي کتاب له ماشومانو سره د مینې، د نورو پر کړاوونو د هغه غم، او تر جعلي هویت لاندې د ژوند کولو رواني فشار په ګډون د جمال د شخصیت انساني اړخونه هم روښانه کړي دي.
خو د اسرائیلو روایت بیا برعکس هڅه کوي چې جمال د موساد لخوا د اسرائیلو د ګټو لپاره ګومارل شوي جاسوس او فرصت غوښتونکي په توګه انځور کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
"زه په اسرائیل کې جاسوس وم" کتاب د جاسوسۍ ادبیاتو په بڼه لیکل شوی چې صالح مرسي په کې تاریخي حقایق او خیالي عناصر ګډ کړي او په زړه پورې داستان یې ترې پنځولی دی.
صالح مرسي د دې کیسې لیکلو لپاره د مصر د استخباراتو خدماتو لخوا ور کړل شوي ۷۰ پاڼې معلومات کارولي، خو د کیسې د جالبولو لپاره یې افسانوي عناصر هم ور اضافه کړي دي.
دې ترکیب ځینې خلکو کې د پېښو د تاریخي کره والي په اړه پوښتنې راپورته کړي، په ځانګړي توګه کله چې کتاب ځینو پوښتنو ته ځواب نه شي ور کولی. لکه دا چې ولې د جمال استخبارات د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې بې اغېزې وو.
ځینې لوستونکي دا د هغه وخت د مصر د استخباراتي خدمتونو د کمزورۍ پایله ګڼي، خو ځینې نور یې بیا د استخباراتي کار د پېچلتیاوو انعکاس ګڼي.
له کلتوري لیده، د (زه په اسرائیلو کې جاسوس وم) کتاب د عربي نړۍ پر ټولیزه حافظه ژور اغېز پرېښود په ځانګړي ډول کله چې په ۱۹۸۸ کال کې له دغې کیسې د یحیی العلمي په لارښودۍ او د محمود عبدالعزیز په مخکښ رول کې ټلوېزیوني سریال وپنځېد.
دې سریال د لیدونکو په منځ کې بې ساري محبوبیت تر لاسه کړ او رفعت جمال یې په مصر کې د وطن پالنې په سمبول بدل کړ. په پای کې، لا هم د رافت الهجان کیسه د واقعیت او خیال ترمنځ یو راز پاتې دی.











