پاکستان ته د پټو رازونو ورکولو په تور نیول شوي هندیان څوک دي؟

جیوتي ملهوترا او دیویندر سینګ د پنجاب او هریانه ایالتونو اوسېدونکي دي.

د عکس سرچینه، social media

د هند هریانه او پنجاب ایالتونو پولیسو پاکستاني چارواکو ته د پټو معلوماتو ورکولو په تور ځینې کسان نیولي، چې یوټیوبره جیوتي ملهوترا او دیویندر سینګ هم پکې شامل دي.

د هریانه اوسېدونکې جیوتي ملهوترا سفري بلاګره ده او پر یوټیوب ویډیويي پوسټونه کوي.

د دې تر څنګ د پنجاب اوسېدونکی ۲۵ کلن دیویندر سینګ، د همدې ایالت د ملیر کوټله سیمې یوه اوسېدونکی او یو بل کس هم په همدې تور نیول شوي دي.

د خواله رسنیو هندي کاروونکي د دې کسانو پر ضد غوسه څرګندوي او د یوټیوبرې جیوتي ملهوترا له یوټیوب او انسټاګرام حسابونو ویډیويي کلیپونه او تصویرونه خپروي.

جیوتي د پنځو ورځو لپاره د پولیسو توقیف ته استول شوې ده.

د دواړو ایالتونو له پولیسو ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې پر نیول شویو کسانو تور دی، چې له ځینو پاکستاني چارواکو سره یې اړیکي درلودې او د پاکستان پر ضد د هندي پوځ 'سیندور' پوځي عملیاتو په هکله یې معلومات له هغوی سره شریک کړي دي.

جیوتي ملهوترا څوک ده؟

جیوتي ملهوترا یوټیوبره ده او د خواله رسنیو پر بېلابېلو پاڼو یې نژدې اته سوه زره کسان فالو کوي.

د عکس سرچینه، @TravelwithJo

د عکس تشریح، جیوتي ملهوترا یوټیوبره ده او د خواله رسنیو پر بېلابېلو پاڼو یې نژدې اته سوه زره کسان فالو کوي.

جیوتي ملهوترا بېلابېلو هېوادونو ته د خپل سفر حال پر یوټیوب خپروي او پاکستان ته یې د خپل سفر په هکله هم یو شمېر ویډیوګانې خپرې کړې دي.

د بي بي سي خبریال کمل سیني په خپل رپوټ کې د ځايي پولیسو په حواله وايي، چې نوموړې د هند سري رازونو خوندیتوب قوانینو (بي این اېس-۱۵۲) له مخې نیول شوې ده.

پولیس وايي، د نوموړې له موبائل او لپټاپه ځینې مشوک څیزونه موندل شوي دي.

ځايي پولیس وايي،''موږ د پنځو ورځو لپاره توقیف کړې، پوښتنې، ګروېږنې ترې کوو، دا له یوه پاکستاني کس سره پرلپسې توګه اړیکه کې وه، په دې هکله موږ نور معلومات ترلاسه کوو.''

د جیوتي پلار هریش کومار وايي، د پنجشنبې پر سهار پولیس کور ته ورغلل او جیوتي یې له ځان سره مرکز ته بوتله. نوموړی وايي، پنځه، شپږ کسان وو، نژدې نیم ساعت یې کور تالاشي کړ، وروسته یې یو لپټاپ او درې موبائل ټیلیفونونه له ځان سره واخیستل.

هریش کومار وايي، جیوتي یوازې یو ځل پاکستان ته سفر کړی. دی زیاتوي: لور مې د حکومت په اجازه هلته تللې وه. لومړی یې پلټنې وکړې او بیا یې ویزه ورکړه او له هغه وروسته پاکستان ته لاړه.

هریش کومار وايي، نه پوهېږي جیوتي کوم یو یوټیوب چېنل لري.

خو د جیوتي ملهوترا یو ټیوب چېنل د درې سوه اتیا زره کسانو له لوري سبسکرائب شوی او نوموړې د ځان په هکله پرې لیکلي چې ''لئو کوچۍ نجلۍ'' ده، چې د سېل، سفر مینه والې داسې نجلۍ په معنی دی، چې د جولای او اګست میاشتو تر منځ زېږېدلې او زمری یې د فلکي برج نښه ده.

نوموړې ځان ''دودپاله عصري'' نجلۍ بولي.

پنجاب پولیس وايي، دیویندر سینګ په پټياله سیمه کې محصل دی.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، پنجاب پولیس وايي، دیویندر سینګ په پټياله سیمه کې محصل دی.

د هریانه ایالت کېتهل سیمې پولیس وايي، د دې سیمې اوسېدونکی ۲۵ کلن دیویندر سینګ یې د پاکستان څارګرې ادارې ای اېس ای لپاره د جاسوسي په تور نیولی دی.

د ځايي پولیسو مشر ویر بهان سینګ په وینا دیویندر سینګ د سیندور نومي عملیاتو په ګډون پټ پوځي معلومات پاکستان ته ورکړي دي.

د پولیسو دا افسر وايي، دیویندر سینګ له دې مخکې د مې پر ۱۳مه ځکه نیول شوی و، چې پر خواله رسنۍ فېسبوک یې د غیرقانوني وسلو په هکله یو پیغام خپور کړی و.

پولیس افسر ویر بهان سینګ وايي:

''تورن کس دیویندر سینګ د کرتار پور صاحب (پاکستان کې د سیکانو معبد) سفر په پلمه پاکستان ته تللی و او همالته یې د پاکستان له څارګرې ادارې ای اېس ای سره اړیکه پیدا کړه. هند ته له ستنېدو وروسته یې د پوځ په هکله پټ معلومات پاکستان ته استول.''

پولیس وايي، ''دیویندر سینګ چې پټياله سیمه کې محصل دی، د موبائل ټیلیفون له لارې د پوځي تاسیساتو تصویرونه اخیستي او پاکستان ته یې استولي دي.''

پولیسو د نوموړي موبائل هم ضبط کړی او پلټنه یې کوي.

نور څوک نیول شوي؟

پولیس وايي، له دواړو نیول شویو کسانو پوښتنې، ګروېږنې کېږي.

د عکس سرچینه، Charanjit Kaushal/BBC

د عکس تشریح، پولیس وايي، له دواړو نیول شویو کسانو پوښتنې، ګروېږنې کېږي.

د بي بي سي خبریال چرنجیو کوشال په رپوټ کې د هند پنجاب ایالت پولیسو د معلوماتو له مخې ویل شوي، د مې پر ۱۱مه د دغه ایالت په ملیرکوټله سیمه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان نیول شوي، چې د پاکستان په سفارت کې یوه ګومارل شوي افسر ته یې معلومات ورکړي دي.

د پنجاب پولیسو افسر ګورو یادیو په دې هکله پر خواله رسنۍ اېکس یو پیغام خپور کړی.

د دې افسر په اېکس پیغام کې نیول شوي کسان د ګوجالا او یامین محمد په نومونو یاد شوي دي، چې د ملیرکوټله اوسېدونکي دي او د پولیسو په وینا موبائل ټیلیفونونه یې هم ضبط شوي دي.

ښاغلی یادیو وايي، د پولیسو لومړنيو تحقیقاتو کې معلومه شوې، چې دې کسانو د معلوماتو ورکولو بدل کې له انلاین لارې پیسې ترلاسه کولې.

پولیس وايي، دواړه تورن کسان له هغه کس سره په پرلپسې توګه په اړیکه کې وو، چې دوی معلومات ورکول او د هغه له لارښوونې سره سم یې په سیمه کې نورو همکارانو ته هم پیسې استولې.