سشما سوراج: پاکستان کې هندی ژغورو که هر څه کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیره سشما سوراج وايي، په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی هندی په هر قیمت ژغوري.
یاد هندی کلبوشن یادو نومېږي او د پاکستان محکمې هندوستان ته د جاسوسۍ په تور د غرغرې سزا ور اورولې ده.
د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر ويلي، د دوی یوې پوځي محکمې د ''کلبوشن یادو ''په نوم د هند هغه مشکوک جاسوس ته د مرګ سزا اورولې، چې یو کال وړاندې يې نیولی و.
د پاکستاني چارواکو په وینا دغه مشکوک جاسوس یې د بلوچستان له بلوڅ مېشتې ماشکې سیمې څخه نیولی چې په خبره يې هلته يې د بلوڅو وسلوالو ډلو کومک کاوه او د بلوچستان په ګډون "په کراچۍ کې يې هم ترهګریز فعالیتونه پلانول."
هند د پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي، کلبوشن یادو د هند د سمندري ځواک پخوانی افسر و، وړاندې يې تقاعد کړی او اوس يې ورسره هېڅ اړیکې نه شته.
د هندي لیکوال شکیل اختر په خبره، د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې چې په غونډه کې خبرې کولې، پاکستان یې وننګاوه که یې کلبوشن ته سزا ور کړه، نو د دواړو هېوادونو پر اړیکو به ناوړه اغېز وکړي.
اغلې سوراج پخپلو خبرو کې کلبوشن یادو د هندوستان بچی بللی او پر هغه لګېدلي تورونه یې جعلي بللي دي: "کلبوشن یي له ایرانه تښتولی دی، هغه بې ګناه دی او دا ټوله ډرامه د هندوستان د بدنامۍ لپاره جوړه شوې ده."
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې د ښاغلي یادو تر نیولو وروسته د هغه یوه ویډيو هم خپره کړه چې هغه پکې ځان د هند د څارګرې ادارې غړی یادوي او مني چې ګواکې ده په بلوچستان او کراچۍ کې د ناامنیو په پېښو کې لاس لاره، خو دا لا څرګنده نه ده چې نوموړي په کوم حالت کې دا اقرار کړی دی.
له قوانینو سرغړونه
د بخښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان د پوځي محکمې له خوا هندي کلبوشن یادو ته د مرګ سزا په اورولو نیوکه کړې ده.
دغې ادارې ویلي، کلبوشن ته د مرګ له سزا اورولو دا معلومېږي چې د پاکستان پوځي محکمې څنګه له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.

د عکس سرچینه، ISPR
پاکستان په داسې وخت کې د هند همدې مشکوکه جاسوس ته مرګ سزا اوروي، چې له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې د دواړو څنګلوریو هیوادونو اړیکې ترینګلې دي.
د اړیکو ترینګلتیا لوی لامل تېر کال د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي پوځ پر یوې اډې د اورپکو برید و، چې هند يې تور د پاکستان پر څارګرو ادارو پورې کړ.
له همغه راهیسې د اسلام اباد او ډیلي ترمنځ اړیکې نه یوازې ترینګلې بلکې وخت ناوخت يې پوځيان پر کنټرول کرښې سره نښلي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي په دغه هیواد او په ځانګړې توګه بلوچستان کې د ناامنۍ تر شا د هند او افغانستان څارګرو ادارو لاس دی، خو دواړه هېوادونه نه یوازې دا تورونه ردوي، بلکې زیاتوي اسلام اباد د داسې ادعاوو په مطرح کولو غواړي هند او افغانستان کې خپله لاسوهنه پټه کړي.










