د ټاکنو پرمهال د هند تر کنټرول لاندې کشمیر شخړو کې اته کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د فرعي ټولټاکنو پرمهال د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ شخړو کې اته کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
ملیشه ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې چې خلکو د هند واکمنۍ پرخلاف اعتراض کاوه او سرینګر ته څېرمه یې د رایې ورکونې یو مرکز برید وکړ. د کشمیر بېلتون غوښتونکو مشرانو له ټاکنو سره د پرېکون غږ کړی دی.
کشمیر چې اکثره اوسېدونکي یې مسلمانان دي د لسګونو کلونو لپاره د پاکستان او هند ترمنځ د سرحدي لانجې په مرکز پاتې شوی دی. ډیلي پر پاکستان تور پورې کوي چې د کشمیري بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دا تورونه ردوي. دواړوه هېوادونه کشمیر د خپلې خاوره برخه بولي او بېلابېلې برخې یې په کنټرول کې دي.
د تېر کال تر جولای وروسته په سیمه کې ترېنګلتیا او ناارامي وروسته له هغه ډېره شوې چې یو بانفوذه اورپکی برهان واني د هندي ځواکونو لخوا ووژل شو.
د راپورونو له مخې د یکشنبې ورځې ټاکنو کې د خلکو ګډون ۷ سلنه و چې په تېرو درېیو لسیزو کې تر ټولو ټیټه کچه ده. د ټایمز اف انډیا د رپوټ له مخې، دوه ښوونځي د نامعلومو اعتراض کوونکو لخوا سوځول شوي.
د دوشنبې په ورځ په سیمه کې امنیتي تدابیر کلک شوي و، لارې د موانعو په وسیله تړل شوې وې او همداراز د رېل ګاډو تګ راتګ هم ځنډېدلی و.

د عکس سرچینه، EPA
ولې دوی اعتراض کوي؟
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې مخالفې اورپکې ډلې د لسیزو راهیسې د خپلواکۍ او یا هم له پاکستان سره د یوځای کېدو غوښتنه لري.
دغو ډلو سیمه ییزې ټاکنې رد کړې او له خلکو یې وغوښتل د یکشنبې ورځې ټاکنو سره پریکون وکړي. تر دغو ټاکنو وړاندې یوه سیاستوال د هغه څه له امله د هند حکومت "د خلکو ضد اجنډا" وبلله، له خپلې دندې استعفا وکړه.








