کشمیر: هندي پوځیان واورو لاندې کړي، ۱۴ وژل شوي دي

د عکس سرچینه، AFP
د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې هندي پوځیان واورو لاندې کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۴ سرتېري وژل شوي دي.
اووه پوځیان د چهارشنبې پر ورځ له پاکستان سره پولې ته څېرمه پر ګزمه بوخت وو، چې واورو لاندې کړل او و وژل شول. وروسته د جمعې پر ورځ څلور نور مړي هم وموندل شول.
په یوه بله پېښه کې د پوځیانو یوه پوسته واورو لاندې کړې، چې په کې درې پوځیان وژل شوي دي.
د ژمي موسم کې کشمېر کې له دې مخکې هم پاکستاني او هندي پوځیان وژل شوي دي.
د درنو واورو له کبله په سیمه کې لارې تړل شوې او د اورګاډو تګ راتګ پر وړاندې خنډونه جوړ شوي دي.
د واورو ښوېدو دغه پېښه چې هندي پوځیان په کې وژل شوي دی، لرې پرتې ګوریز سیمه کې شوې.
ویل کېږي، پېښه کې اووه پوځیان ژغورل شوي دي، خو د پوځ ویاند ډګروال راجیش کالیا ویلي، خراب موسم، د واورو اورښت د دې سبب شوي، چې د مرستې چارې له ځنډ او خنډ سره مخامخ شي.
اې ایف پي خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي، چې پېښه کې نور کسان نه دي ورک شوي.
په دغه سیمه کې د چهارشنبې پر ورځ د یوې کورنۍ څلور کسان د واورو ښوېدنې له کبله وژل شوي وو.
پروسږ کال د سیاچن ګلېشیر په غرنۍ سیمه کې، چې نړۍ کې د جګړې تر ټولو هسک ډګر بلل کېږي، د واورو ښوېدو له کبله ۱۰ هندي پوځیان وژل شوي وو.








