کشمیر کې امنیتي ځواکونو دوه لاریون کوونکي په ډزو وژلي

kashmir

د عکس سرچینه، AP

د هند تر واک لاندې کشمیر سوېلي ولسوالۍ کولګام کې د یکشنبې په ورځ دوه پوځیان، څلور وسلوال او دوه ولسي وګړی ووژل شول.

دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونو د وسلوالو د نیولو لپاره پر یو کور چاپه واچوله.

ځايي خلک وايي، د چاپې پر مهال امنیتي ځواکونو یو کور پر بمونو الوځولی، چې ور سره دوه ولسي وګړي هم وژل شوي.

له دې پېښې وروسته خلکو لوی لاریون وکړ.

لیدلي کتلي وایي، پوځیانو او پولیسو پر لاریونوالو د چرو ډزې کړې، چې له امله یې تر شلو پورې کسان ژوبل او دوه وژل شوي دي.

بېلتون غوښتونکو د دې وژنې په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ د مظاهرو غوښتنه کړې ده.

چارواکو په مختلفو سیمو کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

له بلې خوا د هند امنیتي چارواکو د یکشنبې په ورځ د څلورو وسلوالو وژل لوی بری بللی او دغه کسان یې د لشکر طیبه او حزب المجاهدین غړي یاد کړي دي.

یوه چارواکي ويلي، لا هم په سوېلي کشمیر کې تر ۳۰ وسلوال شته او پوځیان یې د له منځه وړلو هڅې یې کوي.

د تېر کال په شپږ میاشتني تاوتریخوالي او مظاهرو کې هم امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ پورې کسان ووژل او په زرګونو یې ټپیان کړل.

kashmir

د عکس سرچینه، AFP