هوالدیمیر؛ "روسیې ته پر جاسوسۍ تورن نهنګ په ډزو وژل شوی"

د عکس سرچینه، Helene O'Barry
د ژویو د حقونو فعالانو ادعا کړې، هغه سپین نهنګ چې روسیې ته د جاسوسۍ شک پرې کېده او جسد یې د ناروې سویل لوېدیز ساحل ته نږدې موندل شوی و، په ډزو لګېدلی دی.
د ژویو د حقونو مدافع ډلو د دغه نهنګ وژنه، چې لا ځوان او صحتمن و، "کرغېړن جرم" بللی.
دغه سپین (بېلوګا) نهنګ په 'هوالدیمیر' مشهور و او دا نوم ځکه پرې ایښودل شوی و چې روسیې ته د جاسوسۍ شک پرې کېده.
'هوال' ناروېژۍ ژبه کې نهنګ ته وايي او د نوم پاتې برخه یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر له نومه اخیستل شوې وه.
دا نهنګ لومړی ځل پنځه کاله مخکې د ناروې په اوبو کې تر کتل کېدو وروسته مشهور شو.
د هغه د غاړې پر پټۍ "د سن پیترزبورګ تجهیزات" لیکل شوي او یوه کمره ورپورې نښلول شوې وه.
دې داسې انګېرنې راپورته کړې چې ښايی دغه متجسس تی لرونکی به په جاسوسۍ کې ښکېل وي.
وروسته یې څارلو لپاره د 'ون وهېل' په نوم یوه ډله جوړه شوه.
اوس د دې ډلې بنسټګرې 'رجینا هاګ' د خواله رسنۍ یوه پیغام کې ټینګار کړی چې "موږ به هوالدیمیر لپاره د عدالت غوښتنه تعقیب کړو."
د دغه قطبي نهنګ جسد د سویل لوېدیز رایزویکا ښار ساحل کې ته څېرمه له موندل کېدو وروسته طبي څېړنو لپاره د سپتمبر لومړۍ نېټه تر ټولو نږدې بندر ته ولېږدول شو.
وروسته اغلې هاګ پر خپل اېنسټګرام ولیکل چې د هوالدیمیر پر بدن د څو مرمیو د لګېدو نښې وې.
'ون وهېل' د دغه نهنګ د ټپونو ځینې عسکونه هم پر خواله رسنیو خپاره کړي دي.

د عکس سرچینه، Jorgen Ree Wiig
د (Noah) او (One Whale) فعالانو ویلي، د ناروې پولیسو ته یې عریضه کړې چې د هوالدیمیر د وژل کېدو په تړاو جرمي څېړنې وکړي.
پولیسو رسنیو ته ویلي پر دې غور کوي چې ایا د دوی لخوا په دې تړاو د څېړنو پیلېدو ته دلایل شته که څنګه.
د هوالدیمیر جسد طبي څېړنو لپاره د ناروې د وېترنرۍ اېنسټیټیوټ یوې نږدې څانګې ته لېږدول شوی و.
د دغه اېنسټیټوټ ویاندې ویلي، ښايي تر دریو اوونیو د خپلو موندنو رپوټ خپور کړي.
بېلوګا یا سپین نهنګان تر ۶۰ کلنۍ ژوند کوي او د هوالدیمیر په اړه اټکل دا و چې شاوخوا ۱۵ کلن به وي.
د ناروې شمال کې بارنېټ سمندر د دغو نهنګانو طبیعي استوګنځی بلل کېږي.
ون وهېل غوښتنه کوله چې هوالدیمیر دې هم دغه ځای ته ولېږدول شي او دا چې په دې توګه به یې له بېړیو سره د ټکر خطر راکم کړي.
خو د 'مارین ماینډ' په نوم بیا بنسټ له دغه نظر سره مخالف و او ویل یې چې دا کار د دغه نهنګ ژوند ته خطر پېښولی شي.

د عکس سرچینه، Helene O'Barry
هوالدیمیر لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال اپریل کې اېنګویا ټاپو ته څېرمه د ناروې بېړیو ته ورنږدې شوی و.
دلته د دغه نهنګ لیدل کېدو ځکه پام جلب کړی و چې له شمالي قطب دومره لېرې سویل خوا ته بېلوګا نهنګان تګ ډېر نادر دی.
دا ځای له مورمانڅک ۴۱۵ کیلومتره واټن لري چې د روسیې د سمندري ځواکونو د شمال اډه په کې پرته ده.
روسیه د دې مخینه لري چې د ډولفینونو په څېر سمندري تي لرونکي د پوځي اهدافو لپاره روزي.











