د روسیې دوه‌ګونی جاسوس په زندان کې مړ موندل شوی

هنسن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا فدرالي پولیسو پخوانی مامور رابرټ هنسن چې په امریکا کې د روسیې یو تر ټولو ډېر مخرب جاسوس بلل کېده، د ۷۹ کلونو په عمر د کولوراډو په یوه زندان کې مړ موندل شوی دی.

د هغه جسد د دوشنبې په سهار د فلورېنس کلارډو امنیتي زندان کې وموندل شو.

ددغه دوه ګوني جاسوس د موندلو لپاره شاوخوا ۳۰۰ امریکايي اجنټانو کار کاوه او په پای کې څرګنده شوه چې ښاغلی هنسن په روسیه کې د بانکي اکونټونو له لارې له ۱٫۴ میلیون ډالرو زیاتې نغدې پیسې او الماس ترلاسه کړي دي.

په ۲۰۰۲ کې، هغه د جاسوسۍ په تور په عمري بند محکوم شو.

د استخباراتو پر وړاندې د هغه د رول له امله، هغه محرمو معلوماتو ته لاسرسی درلود او په ۱۹۸۵ کال کې یې د شوروي اتحاد او وروسته روسیې ته د دې معلوماتو په لېږلو خپله جاسوسي دنده پیل کړه.‌

هنسن په ۱۹۷۶ کې د امریکا محده ایالتونو د فدرالي پولیسو لپاره کار پیل کړ او له خپلو مشرانو سره په مکاتباتو یا لیکنو کې له مستعار رامون ګارسیا نامه څخه ګټه اخیسته.

د FBI په وېبپاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، هغه "د بشري سرچینو لوی شمېر، د استخباراتو ضد تخنیکونه، د متحده ایاالتو حکومت لسګونه محرم اسناد او د امریکا لوړ ارزښت او مهم تخنیکي عملیات روسیې ته افشا کړي."

که څه هم د هغه غیر معمولي فعالیتونه کله ناکله شک پیدا کوي، هغه د کلونو لپاره پرته له کومې ستونزې کار کولو ته دوام ورکړ.

په ۱۹۹۴ کې، وروسته له هغه چې الډریچ هیسن-ایمس د FBI لخوا د جاسوسۍ په تور ونیول شو، د متحده ایالتونو فدرالي پولیس پوه شول چې د محرمو معلوماتو افشا کول لاهم دوام لري او له همدې امله د هنسن تحقیقات پیل کړل.

په دې اساس، "ښاغلی هنسن ډېر ژر تقاعد شوی و او د متحده ایالاتو فدرالي پولیسو په چټکۍ سره د هغه د نیولو لپاره ګام اوچت کړ."

اېف بي ای

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۰۱ کې اېف بي ای په ویرجینیا کې د رابرټ هنسن کور تلاشي کړ

د اېف بي ای د استخباراتو ضد څانګې پخوانۍ مرستیالې ډیبرا ایونز وویل "موږ غوښتل کافي شواهد راټول کړو چې هغه محکوم کړي او وروستی هدف دا و چې هغه د جاسوسۍ د جرم پرمهال ونیول شي".

FBI هغه ته یو جعلي ماموریت ورکړ چې په هغه باندې نږدې نظر وساتي او د فدرالي پولیسو مرکزي دفتر ته یې جذب کړي.

د ۲۰۰۱ په جنوري کې، هنسن د FBI په مرکزي دفتر کې په پټو کمرو او مایکروفونونو سمبال دفتر کې کار پیل کړ.

یوه میاشت وروسته، کشفوونکي پوه شول چې هغه په پارک کې یوه کڅوړه پرېږدي. دا طریقه، چې د "ډېډ ډراپ" په نوم پیژندل کېږي، د معلوماتو لیږدولو میتود ته ویل کېږي چې په هغه کې یو شخص د معلوماتو منځپانګې یوه کڅوړه په یو مشخص ځای کې د بل کس لپاره پرېږدي ترڅو بل وخت یې واخلي.

د محکمې د اسنادو له مخې، هغه خپل یو روسي مشر ته لیکلي چې هغه د ۱۴ کلنۍ راهیسې د جاسوس په توګه د ژوند کولو پریکړه کړې وه.

د ۲۰۰۲ کال د می په ۱۵، ښاغلي هنسن په جرم اعتراف وکړ او د بښنې له حق پرته په عمري بند محکوم شو.

EDX فلورېنس یو له لوړ امنیتي فدرالي زندانونو څخه دی چې د (القاعده) زکریا موسوي او (بوسټن ماراتون بریدګر) جوهر سارنایف په څېر پېژندل شوي بندیان پکې ساتل شوي.

د ښاغلي هنسن د مړینې علت لا نه دی څرګند شوی.