د امریکا پر اسمان د چین 'جاسوس' بالون چورلېدلی

د ویډیو تشریح، د امریکا پر اسمان د چین 'جاسوس' بالون چورلېدلی

د امریکا متحدو ایالتونو له څو ورځو راهیسې پخپل هوايي حریم کې د څارګرۍ بالون تعقیب کړی چې په ډېرو حساسو سیمو د پاسه ګرځېده.

د دفاع وزارت (پنټاګون) چارواکو ویلي، باوري دي چې په وروستیو کې یې د لوېدیځې مونټانا ایالت پر اسمان د چین بالون لیدلی، خو پوځ یې له دې کبله د نه ویشتلو پرېکړه وکړه چې پاتې شوني یې راونه لوېږي.