د جرمني پوځ کې نیول شوی جاسوس افغان دی که ایرانی؟

جرمني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جرمني یوه محکمه وايي تورن کس د جرمني پوځ‌ کې د ژباړن او فرهنګي سلاکار په توګه کار کاوه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په جرمني کې وروستیو کې نیول شوی کس چې د ایراني جاسوس ګومان پرې کېده،‌ اصلاً افغان الاصله ۵۰ کلن دی چې له ایران سره هېڅ تړاو نه لري.

تېره اونۍ د عبدالحمید س. د نیول کېدو اعلان شو.‌ په لومړي سر کې نوموړی افغان الاصله وبلل شو چې د جرمني پوځ‌ کې د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوی.

نوموړي د جرمني پوځ کې خدمت کاوه. د جرمني فډرالي محکمې ویلي، مشکوک کس د جرمني لوېدیځ راینلانډ‌ سیمه کې نیول شوی.

جرمن چارواکي وايي، تورن کس د جرمني پوځ‌ کې د ژباړن او کلتوري سلاکار په توګه کار پیل کړی او ګومان کېږي چې له دې لارې یې د ایران یوه بنسټ ته معلومات ورکول او په اړیکه کې ورسره و.‌

دغه دوه تابعیته کس د تېرې سې شنبې په ورځ د جرمني محکمه کې حاضر شو.

د جرمني شپېګل مجله خپله وېبپاڼه کې ليکي، تورن کس- چې له کلونو راهیسې یې جاسوسي کوله- افغانستان کې د جرمن پوځ د پوځي ماموریت د سندونو په ګډون مهمو او منظمو استخباراتو ته لاسرسی درلود.

جرمني پوځ معمولاً افغانستان کې د نورو هېوادونو د پوځيانو په څېر ژباړن ګومارلي وو.‌

د جرمني او اروپا چارواکو ایران ته د دغه کس د جاسوسۍ په اړه سخته اندېښنه ښودلې ده.‌

یو کال وړاندې د جرمني پولیسو د ځینو کورونو او دفترونو د پلټلو پرمهال ایران د جاسوسۍ په تور لس کسان ونیول.

په ۲۰۱۶ کال د جرمني محکمې دوه ایرانیان د خلق مجاهدینو پرضد په جاسوسۍ تورن کړل،‌ چې یو یې د برلین په محکمه کې په دوو کلونو او څلورو میاشتو بند محکوم شو.‌