برلین: ایران ته جاسوسي کوونکی پاکستانی مو نیولی

د عکس سرچینه، AP

د جرمني پلازمېنه برلین کې حکومت ویلي، یو پاکستانی وګړي یې نیولی، چې ایران ته د جاسوسۍ تور پرې لګول شوی.

د امریکا اې پي خبري اژانس د جرمن چارواکو له خولې ویلي، یاد پاکستاني جاسوس د جرمني او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو پخاطر وړاندې د څارګر سازمان د مخکیني مشر جاسوسي کوله.

د جرمني فډرالي څارنوالانو د پنجشبنې په ورځ وویل، د دغه ۳۱ کلن تورن پاکستاني نوم سید مصطفی ایچ دی، چې د جرمني په بریمن ښار کې نیول شوی دی.

جرمني چارواکو دا هم ویلي، تورن پاکستاني د ایران د څارګرې ادارې له یوې برخې سره اړیکه او تړاو درلود، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

پر نوموړي دا تور هم دی چې د جرمن - اسرائیلي ټولنې د مخکیني مشر او د هغه د خپلوانو او نورو کسانو جاسوسي کوله او په اکتوبر کې یې څارګر معلومات ایران ته سپارلي دي.

د جرمن – اسرائیلو د ټولنې مخکینی مشر او د پارلمان پخوانی غړی راینهولډ روبي د جرمني یوې ورځپاڼې ته ویلي، د یاد پاکستان جاسوسي کړنې د حیرانتیا خبره نه ده.