سعودي: جده کې د امریکا پر کونسلګرۍ بریدګر پاکستانی و

د عکس سرچینه،
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په جده ښار کې د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه ځانمرګی برید یوه پاکستاني وګړي کړی و، چې نوم یې عبدالله ګلزار خان اعلان شوی دی.
د یاد وزارت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، عبدالله ګلزار خان تېر ۱۲ کلونه په سعودي عربستان کې اوسېدلی دی.
د کورنیو چارو وزارت د وینا له مخې، ګلزار خان د ۱۹۸۱ کال د سپتمبر پر ۱۵مه پیدا شوی چې له خپلې کورنۍ سره یوځای سعودي عربستان کې مېشت و.
ګلزار خان موټر چلوونکی و.
په ریاض کې د پاکستان سفیر ویلي، له پاکستان سره د هېڅ هغه چا تړاو نه شته، چې د سعودي عربستان په تاوتریخجنو پېښو کې لاس لري.
بل خوا، د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د سعودي عربستان له دفاع وزیر شهزاده محمد بن سلمان سره په تیلیفوني خبرو کې د سعودي ځانمرګی برید غندلی دی.
په جده کې د دغه پاکستاني په ځانمرګي برید کې دوه پولیس افسران ټپیان شوي او یوازې بریدګر پکې وژل شوی دی.
برید ګهیځ مهال د امریکا د ازادۍ په ورځ شوی.

د عکس سرچینه، AFP
په ۲۰۰۴ کال هم په جده کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید کې لږترلږه نهه کسان وژل شوي وو.
له برید وروسته سعودي کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ، چې په عامه ځایونو کې له ځانونو سره پام وکړي او سعودي کې د ننه له بې ځایه سفرونو ډډه وکړي.








