جده کې د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

د ویلو ده چې په ۲۰۰۴ کال هم جده کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید شوی و، چې لږترلږه نهه کسان پکې وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ویلو ده چې په ۲۰۰۴ کال هم جده کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید شوی و، چې لږترلږه نهه کسان پکې وژل شوي وو.

رپوټونه وايي، د سعودي عربستان جدې ښار کې د امریکا سفارت ته څېرمه یوه موټربم ځانمرګي برید کې یوازې بریدګر وژل شوی او دوه پولیس یې ټپیان کړي دي.

د سعودي سیمه ییزو رسنیو ویلي "په برید کې دوه پولیس ټپیان شوي او برید کوونکی وژل شوی دی".

برید د امریکا متحدو ایالتونو د خپلواکۍ په ورځ شوی دی.

د سعودي امنیتي چارواکو جده کې د امریکا کونسلګرۍ شاوخوا ځواکونه ځای پرځای کړي او لارې بې بندې کړې دي.

سعودي وايي "لاهم د برید د څرنګوالي په اړه امنیتي سازمانونه پلټنې کوي".

په پام کې ده چې د سعودي د کورنیو چارو وزارت د برید په تړاو یوه خبرپاڼه خپره کړي.

د ویلو ده چې په ۲۰۰۴ کال هم جده کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید شوی و، چې لږترلږه نهه کسان پکې وژل شوي وو.