"امرثاني"؛ د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزير یوې پخوانۍ ويډيو ته د ايلان مسک غبرګون

د ندا محمد نديم او ايلان مسک يو ځای کړل شوی عکس

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو د وزير ندا محمد نديم د هغې ويډيو د ځينو برخو بيا خپرېدو چې د نجونو د زدکړو بنديز یې تر "امر ثاني" پورې ياد کړی، له بريتانیا نيولې تر امریکا د يو شمېر ښي اړخو له خوا پر تولنيزو رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلان مسک هم په دې اړه اېکس ته مخه کړې او غبرګون یې ښودلی دی.

دا ویډيو دوې ورځې وړاندې د "افغانستان مېرمنو نړيوالې اعلامیې" په نامه يوې ادارې پر اېکس خپره کړې وه او ورسره ليکلي یې وو، "د افغانستان د معارف وزیر تائیدوي چې په دې هېواد کې ښوونځیو ته د ښځو تګ د تل لپاره منع شوی دی".

د بریتانيا یوې افراطي ښي اړخې څېرې ټامي رابېنسن د دې ویډيو په بيا شريکولو سره ليکلي، "ډېر پرمختګ"

د ټېسلا شرکت اجرائیه رئیس او د اېکس ټولنیزې رسنۍ څښتن اېلان مسک چې په همدې شبکه له ۲۳۳ میليونه ډېر فالور لري د رابېنسن پوست او د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو د وزير ویډيو له بیا شريکولو سره له کوم وضاحت پرته پوښتنه کړې چې "ولې په دې اړه اعتراض نشته؟".

تر دې دمه دا ویډيو شاخوا ۷۴ میليونه ځله کتل شوې ده.

په ویډيو کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزير څه ويلي؟

د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزير ندا محمد نديم دا څرګندونې د ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۲۵ مه د وزارت د يو کلن راپور ورکولو پروګرام پر مهال کړې وې.

لږترلږه په دوو مواردو کې دا ويډيو او هغه توضيح چې د "افغانستان مېرمنو د نړيوالې اعلامیې" ادارې په انګرېزي ژبه په خپل پوسټ کې کړې ناسمه ده.

په دغه پوسټ کې ښاغلی نديم د طالبانو حکومت د ښوونې وزير په توګه ياد شوی او دویم دا چې د ښځو لپاره د زدکړو "دايمي" بنديز يادونه شوې ده، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزير "د امرثاني" موضوع يادوي.

د ښاغلي نديم دا خبرې په ظاهرا د خبريال د هغه پوښتنې په ځواب کې دي چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو د ورتګ په اړه یې کړې ده.

د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزير په ځواب کې وايي:

"تراوسه موږ هغې مرحلې ته نه يو رسېدلي چې د اناثو (ښځو) پر مخ د پوهنتونونو او يا هم د مکتبونو دروازې بېرته پرانيزو. په دې مسئله کې خو لنډ ځواب دا دی لکه څنګه چې تعليم تر امرثاني پورې معطل دی دا پوښتنه یې هم تر امرثاني پورې معطله ده. ځکه هغه پوښتنه یې هم داسې ده، چې څوک چې پوښتنه کوي او غواړي چې داسې یو ځواب ترلاسه کړی چې د ده هغه اراده ور پوره کړی، هغه د اوس لپاره ممکنه نه ده".

"امرثاني" هغه اصطلاح ده چې د طالبانو حکومت چارواکي یې په وروستيو کلونو کې په دوامداره توګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښونځیو او پوهنتونو د پرانیستل کېدو د وخت په اړه د پوښتنو ځوابولو لپاره کاروي.

هغوی استدلال کوي چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د تل لپاره په بشپړ ډول بندیز نه دی لګېدلی بلکې تر "امرثاني" پورې ځنډول شوی دی، خو د طالبانو حکومت د يو شمېر چارواکو او پلويانو په ګډون ډېرو کسانو بيا بيا پوښتنه کړې چې د څلورو کلونو په تېرېدو سره "امرثاني" به کله پای ته رسېږي؟

ندا محمد نديم د هغو څېرو له ډلې ګڼل کېږي چې د طالبانو د حکومت مشر هبت الله اخوندزاده ته نژدې دی او تل د هغه پر "اوامرو د اطاعت" ټينګار کوي.

له "اعتراضونو" د ایلان مسک موخه څه وه؟

د هغه پوسټ سکرين شاټ چې ټامي رابېنسن او ايلان مسک کړی

د عکس سرچینه، X_Elon Musk-TRobinson

ايلان مسک په خپل پوسټ کې له دې پوښتنې چې "د دې په اړه اعتراضونه چېرته دي؟" نور څه نه دي ليکلي او نور وضاحت یې هم نه دی ورکړی. خو د ټولنيزو رسنيو ځينو کاروونکو د ايران د وروستيو پراخو اعتراضونو په اړه د نوموړي د دريځونو له امله دا موضوع له هغه سره تړلې ده.

د ایران د اعتراضونو پر مهال د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته د ښاغلي مسک اړوند د سټارلېنک سپوږمکۍ انټرنېټ چوپړونه په ايران کې وړيا کړل چې خلک وکولی شي انټرنېټ ته لاسرسی ولري.

ښاغلي مسک شاوخوا دری اوونۍ وړاندې هم د ایران د مشر علي خامنه اي له لوري يوه منسوب شوي پوسټ ته چې په کې ليکل شوی وو، "موږ به د دښمن پر وړاندې تسليم نه شو". په فارسي ځواب ورکړی و او ليکلي وو "غلط خيال".

د طالبانو په اړه د ایلان مسک پوسټونه تر دې وړاندې هم د خبرونو سرټکې شوي دي. له هغې يو دا چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته یې د "امریکایي ماليه ورکوونکو" د پیسو لېږلو په اړه حیرانتيا ښودلې وه.

نوموړي پوښتنه کړې وه چې "ایا موږ رښتيا هم د امریکايي ماليه ورکوونکو پیسې طالبانو ته لېږو؟".