سعودي د بریدونو په تړاو ۱۲ پاکستانیان نیولي

د عکس سرچینه، SAP
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په هېواد کې یې د بېلابېلو ترهګریزو بریدونو په تړاو ۱۹ مشکوک کسان نیولي، چې ۱۲ پکې پاکستانیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د هغه ځانمرګي برید کوونکي هویت هم په ډاګه کړی، چې مدینه منوره کې یې نبوي جومات ته څېرمه څلور امنیتي کسان ووژل.
ویاند وايي، برید کوونکی ناصر مسلم حمد نومېده، شپږ ویشت کلن و او د سعوي تابعیت یې درلود.
د وزارت په وینا، یاد کس په نشه يي توکو د روږدوېدو مخینه هم لرله.
په قطیف کې یې هم برید کوونکي په ډاګه شوي، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
د برید کوونکو نومونه (عبدالرحمن العمر (۲۳ کلن)، ابراهیم العمر (۲۰ کلن) او عبدالکریم الحسني (۲۰ کلن) اعلان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي دغه کسان د سعودي نه دي.

د عکس سرچینه، SAP

د عکس سرچینه، SAP

د عکس سرچینه، SAP
په جده کې برید کوونکي هڅه کوله برید وکړي، خو یوازې همدی پکې ووژل شو.
تر اوسه په سعودي کې د دغو بریدونو پړه چا نه ده منلې، خو شک کېږي چې د برید تر شا به د "اسلامي دولت" نومې ډلې لاس وي.
دغې ډلې وړاندې هم په سعودي کې افسران په نښه کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د روژې مبارکې میاشتې په وروستیو کې سعودي کې بریدونو میلیونونو مسلمانانو ته اندېښنې پیدا کړې.

د عکس سرچینه، EPA








