جرمني کې یو افغان ایران ته د جاسوسۍ په تور ونیول شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني حکومت دغه هېواد کې د پوځي دندې پر مهال یو افغان توکمه جرمن ایران ته د جاسوسۍ په تور ونیو.
د جرمني فدرالي څارنوالۍ د دغه کس نوم عبدالحمید س بولي او وايي، چې ۵۰ کلن دی.
دا اداره وايي، چې دا کس یې د جرمني لوېدیځ ته په راینلانډ سیمه کې نیولی دی.
د جرمني د لویې څارنوالۍ بیانیه کې زیاته شوې چې دغه کس د جرمن پوځ سره ژباړن او کلتوري سلاکار و او شک پر کېږي چې په دغه مهال یې د ایران یوې څارګرې ادارې سره هم اړیکه درلوده.
د جرمني دفاع وزارت هم وايي، چې د پوځ اړوند پر یوه جاسوسۍ دوسیه خبر دي، خو رسنیو ته یې نور څه نه دي ویلي.
د جرمني شپېګل مجله خپله وېبپاڼه کې ليکي، تورن کس- چې له کلونو راهیسې یې جاسوسي کوله- افغانستان کې د جرمن پوځ د پوځي ماموریت د سندونو په ګډون مهمو او منظمو استخباراتو ته لاسرسی درلود.
ایراني چارواکو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
جرمن پوځ تر ډېره افغان ژباړن افغانستان کې د خپلو ځواکونو د همکارۍ لپاره ګوماري.
له ایران د اروپا زیاتېدونکې وېره

د عکس سرچینه، Getty Images
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې جرمن او اروپايي چارواکي له هغه څه اندېښمن دي چې دوی یې د سایبري بریدونو په ګډون د ایران د جاسوسي فعالیتونو ډېرېدل بولي.
کال وړاندې هم جرمن پولیسو په کورونو او دفترونو کې د هغو لسګونو کسانو د موندلو لپاره عملیاتو وکړل چې ویل یې ایران ته جاسوسي کوي.
پر ۲۰۱۶ د جرمني لویې څارنوالۍ دوه ایرانیان د ایران د حکومت مخالفې ډلې- مجاهدین خلق- پرضد په جاسوسۍ تورن کړل.
له دوی یو کس په دوو کلونو او څلور میاشتو بند محکوم شو.
د جنورۍ پر اتمه اروپايي ټولنې هم د ایران د استخباراتو یو معینیت د ترهګرۍ نوملړ ته واچاوه
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت وايي، اروپا پرېکړه کړې چې د ایران د استخباراتو وزارت یو معینیت په اروپا کې د خپلو هڅو له امله د دې ټولنې د ترهګرو ډلو نوملړ ته ور زیات کړي.
ډنمارک نږدې دوه میاشتې مخکې ایران تورن کړ چې د دغه هېواد خاوره کې یې د خپل مخالف د وژلو هڅه کوله.
په ورته مهال هالنډ هم پر ایران تور پورې کړی و چې د دوی په خاوره کې یې د خپلو دوو مخالفانو په وژلو کې لاس درلود.

د عکس سرچینه، Getty Images
هالنډ د ایران د استخباراتو وزارت په تړاو د اروپايي ټولنې د اوسنۍ پرېکړې هرکلي کوي.
د اروپايي ټولنې دا پرېکړه "فرانسه کې د شنډو شویو ترهګریزو پلانونو او ډنمارک او اروپا کې د ایران د اطلاعاتي چارو له امله شوې ده".
د اروپايي ټولنې د دې پرېکړې غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر خپل ټوېټر کې لیکلي:
د ډنمارک، هالنډ او فرانسې په ګډون اروپایانو مجاهدین خلق ډلې ته پنا ور کړې ده، چې ۱۲ زره ایرانیان یې وژلي او د عراق د کوردانو پرضد له صدام سره جنایت کې شریک دي.








