چین د جاسوسۍ په تور له افغانستان د خپلو وګړو پر وتلو بې خبري ښيي

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د چین د بهرنیو چارو وزارت د جاسوسۍ په تور له افغانستان د خپل هېواد د یو شمېر وګړو پر شړلو بې خبري ښيي او وايي د افغانستان او چین ترمنځ همکاري په دودیز ډول روانه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې ویاندې هیو چون یینګ دا خبرې له هغه وروسته دي چې د افغانستان د ملي امنیت مشر احمد ضیا سراچ د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته ویلي و چې د چین د وګړو یوه شبکه په دغه هېواد کې نیول شوې ده، خو زیاته یې کړه چې د پېښې حساسیت ته په پام نور مالومات نشي ور کولی.

تر ده یوه ورځ مخکې هندوستان ټایمز خپل رپوټ کې وویل، افغانستان لس چینايان په کابل کې د جاسوسۍ په تور نیولي و.

اوس دریو مهمو افغان سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دیارلس چینایان چې د ودانیزیزو کارګرو او ترکاڼانو یا نجارانو په توګه یې کار کاوه او کلینیک او نانوايي یې درلودل له افغانستان اېستل شوي دي.

دغو لوړپوړو حکومتي سرچینو دا هم ویلي چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی کابل ته راغلی او د دې کسانو د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده او د افغان ولسمشر په ګډون چارواکو ترې غوښتي چې رسمي بښنه وغواړي.

ویل کېږي دوی د چین له خوا یوه کرایه شوې الوتکه کې له افغانستان وتلي دي.

چین څه وايي؟

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هیو چون یینګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هیو چون یینګ

خو د چین د بهرنیو چارو زارت ویانده هیو چون یینګ په دې هکله بې خبري ښودلو سره زیاتوي:

"خو زته تاسو ته وایم د چین او افغانستان اړیکي تل دوستانه دي او هره برخه کې زموږ همکاري ډېره د ملګرۍ یا دوستانه او په نورمال ډول روانه ده."

چین د یو کمربند او یوه لار نوښت له لارې غواړي سیمه کې مالي او پرمختیايي پروژو پلي کولو سره خپل نفوذ او نښلېدل یا اتصال زیات کړي.

بېجینګ د پاکستان ګاونډي افغانستان ته د چین-پاکستان اقتصادي کورېډر یا لار پراخولو ته هم لېوالتیا ښودلې ده.

د کابل لپاره به د چین پانګونه په دې مهمه وي چې لوېدیځ خپلې مرستې کموي او لا ډېرې یې له شرطونو سره تړي.