کرېکټ نړیوال جام: هند لوبډله انګلنډ ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ورسېده

هند لوبډلې د ۷ منډو په توپیر نننۍ نیمه پایلوبه وګټله.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند لوبډلې د ۷ منډو په توپیر نننۍ نیمه پایلوبه وګټله.
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ای سي سي کرېکټ ۲۰ اوریزو نړیوال جام د دویمې نیمه پایلوبې په سیالۍ کې هند د ۷ منډو په توپیر انګلنډ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

د هند او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه به د مارچ په ۸مه د هند احمد اباد په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شي.

هند لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د ۷ وېکټو په زیان ۲۵۳ منډې جوړې کړي.

د ۲۵۴ منډو هدف ته د رسېدو لپاره انګلنډ لوبډلې د ټولو ۲۰ اورونو له لوبې وروسته ۲۴۶ منډې وکړې.

جسپریت بومرا په څلورو اورونو کې د ۳۳ منډو په بدل کې یوه وېکټه واخیسته او هارډیک پانډیا په څلورو اورونو کې د ۳۸ منډو بدل کې دوې وېکټې واخیستې. پایلوبې ته رسېدو کې د دوی دواړو توپ اچوونې مهم رول درلود.

جېکب بېتهېل د انګلنډ لپاره له ۴۸ توپونو ۱۰۵ منډې ترلاسه کړې او تر وروستي اور پورې یې انګلنډ په سیالۍ کې وساته، خو د هغه غوره اننګز هم بریا تضمین نه کړه.

د انګلنډ توپ اچوونکي د هندي توپوهونکو پر وړاندې اغېزناک ثابت نه شول. ارچر په څلورو اورونو کې ۶۹ منډې ورکړې او یوازې یوه وېکټه یې واخیسته.

خو وېل جېکس او عادل رشید هر یوه دوې ـ دوې وېکټې واخیستې.

د بېتهېل غوره لوبه

د بېتهېل سلیزې پر مټ انګلنډ لوبډله تر وروستي اوره په لوبه کې پاتې شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بېتهېل سلیزې پر مټ انګلنډ لوبډله تر وروستي اوره په لوبه کې پاتې شوه.

د ۲۵۴ منډو لوی هدف ته رسېدو کې د انګلنډ پیل کمزوری و. دوی خپله لومړۍ وېکټه د دویم اور په لومړي توپ له لاسه ورکړه، فیل سالټ یوازې پنځه منډې وکړې.

انګلنډ د پاورپلې په شپږو اورونو کې د درې وېکټو په زیان ۶۸ منډې جوړې کړې.

له نننۍ بریا سره هند لوبډله څلورم ځل د شل اوریزو نړیوال جام پایلوبې ته ورسېده. هند تر دې مخکې په ۲۰۰۷ او ۲۰۲۴ کلونو کې د شل اوریزو نړیوال جام اتلولي ګټلې ده.

خو په ۲۰۱۴ کال کې د دې سیالیو پایلوبه کې هند د سري لنکا پر وړاندې ماتې خوړلې وه.

د سږ کال کال ای سي سي شل اوریزو کرېکټ نړیوال جام پایلوبه به د مارچ پر اتمه د هند او نیوزیلنډ لوبډلو تر منځ د هند احمداباد په نریندرا مودي لوبغالي کې کېږي.