امریکا چینایان د کورونا وېروس څېړنو پر 'انټرنېټي غلا' تورن کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي چارواکو پر چین تور پورې کړی چې له هغو هکرانو سره مالي مرسته کوي، چې د کورونا وېروس مخنیوي واکسینو پر چمتو کوونکو لابراتوارونو انټرنېټي بریدونه کوي. امریکايي چارواکو دوه چینایان رسماً تورن کړي چې د کورونا وېروس په هکله د څېړونکو شرکتونو جاسوسي یې کړې او د نورو غلاوو لپاره یې له حکومتي استازو مرسته ترلاسه کړې.
دغه دوه سړي د چینايي انټرنېټي جاسوسیو په تړاو د پوښتنو ګروېږنو په بهیر کې تورن شوي.
تېره اونۍ امریکا، برتانیا او کاناډا پر روسیې تور پورې کړی و، چې د کورونا په تړاو یې د معلوماتو غلا کولو هڅه کړې. د سې شنبې پر ورځ د انجنرۍ پخواني محصل لي شاویو او ډونګ جیژي خلاف د سوداګریزو رازونو غلا کولو او دغه راز له مخابراتي لارې د ټګۍ برګۍ تورونه اعلان شول.
د واکسین ګټورې پايلې

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور ته د برتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې بیا د ساینسپوهانو یوه ډله وايي، د کورونا وېروس مخنیوي لپاره یې د واکسین په چمتو کولو کې بې ساری پرمختګ کړی دی.
دوی وايي، هغه واکسین چې دوی پرې کار کوي او پر یو زر کسانو یې ازمایلی دی، ښکاري چې خوندي دی او د ناروغ د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.
د برتانیا حکومت له وړاندې لا د دې واکسین د ۱۰۰ میلیونه خوراکه چمتو کولو غوښتنه ترې کړې. بل لور ته کارپوهان وايي، لا هم له وخته مخکې خبره ده چې ووایو تر کومه بریده به دا واکسین یو کس له وېروسه خوندي وساتي. د دې لپاره مهمې ازموینې کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان او پاکستان کې پولیو ضد واکسین
په پاکستان کې د کورونا وبا له امله تر څلور میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پېل شوی، چې د چارواکو په خبره دمګړۍ به په پنځو ښارونو کې په لکونو ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکي ورکول کېږي.
په دغه هېواد کې روان کال د پولیو ۵۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
بل لور ته د پاکستان په ګاونډي افغانستان کې د پولیو پېښو له ډېرېدو سره د دغه هېواد روغتیا وزارت وايي، په هغو سیمو کې چې د پولیو وېروس د لېږد له ډېر خطر سره مخ دي، تر یوې ماشتې په کمه موده کې بېرته د پولیو ضد کمپاین پیلوي.
اوس مهال په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې سرتاسري کمپاین د کورونا وېروس د خپرېدو له امله ځنډېدلی دی.
ټاکل شوې ده چې دغه کمپاین په سویلي، ختیځ او لویدېځو حوزو کې را روانه میاشت یعنی په اګسټ کې پيل شي. د مالوماتو له مخې په دغه کمپاین کې به له شپږ تر اووه میلیونو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند په پلازمېنه ډیلي کې بیا چارواکي د یوې سروې پایلو ته په کتو سره وايي، د دغه ښار له هرو څلورو اوسېدونکو یو له کورونا وېروسه اغېزمن کېدای شي.
دغه سروې په بې ترتیب ډول د ۲۱۳۸۷ کسانو د وینې له معایناتو اخیستو وروسته شوې. سروې ښيي چې د ۲۳ اعشاریه ۴۸ سلنه کسانو په بدن کې اڼټي باډیز موجود وو.
پایلې ښيي چې ښايي وضعیت نور هم ناوړه بڼه غوره کړي.
تر اوسه په ډیلي کې پر کورونا ۱۲۳۷۴۷ اخته کسان تایید شوي دي. د تایید شویو کسانو شمېر له مخې د ټول نفوس له یو سلنې هم لږ کسان له کورونا اغېزمن کړي دي، خو د سروې له مخې اندېښنه څرګندېږي، چې ښايي د دغه ښار څلور نیم میلیونه ۱۵۰ زره اوسېدونکي پر دغه وېروس اخته شي.








