د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، په بلوچستان کې يې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز هوايي برید کړی

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي - کابل
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي‌، د پاکستان په بلوچستان کې یې د اېف سي یا سرحدي ځواکونو پر قومندانۍ هوايي‌ برید کړی.

د دفاع وزارت په وینا دا برید په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو د سرغړونو په ځواب کې شوی. د دفاع وزارت مرستیال ویاند مولوي صدیق الله نصرت وايي، تېره شپه او د ورځې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر ضد له ګڼو ولایتونو بریدونه شوي.

ښاغلي نصرت دا و نه ویل چې پاکستاني ځواکونو څه راز سرغړونې کړې خو پاکستان ادعا کړې چې پر کندهار یې برید کړی.‌ د دفاع وزارت دغه ویاند ادعا وکړه چې پاکستاني ځواکونو ته د دوی په وروستیو بریدونو کې ګڼه مرګژوبله اوښتې. بي بي سي په خپلواکه توګه دا خبره نه شي تائیدولی.

ښاغلي نصرت د دوی ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې هغه شمېرې هم رد کړې چې پاکستاني چارواکي یې ادعا کوي. نوموړی وايي ‌د دوی ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې شمېر ډېر کم دی. د پکتیا او هرات په ګډون په ځینو ولایتونو کې د پاکستان د وروستیو بریدونو او ولسي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې له امله احتجاجونه هم شوي.‌

د دفاع وزارت ویاند د پاکستاني ځواکونو تازه بریدونو کې ملکي‌ ګړو ته د اوښتې مرګژوبلې یادونه هم وکړه او ویې ویل، زرګونه کسان بې ځایه شوي دي.

د کډوالۍ نړیواله ادارې د ډیورنډ‌ کرښې په اوږدو کې د روانو نښتو له امله ملکي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې پخلی کړی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کډوالۍ نړیواله ادارې د ډیورنډ‌ کرښې په اوږدو کې د روانو نښتو له امله ملکي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې پخلی کړی

'۶۶ زره کسان بې ځایه شوي'

بل لوري ته د کډوالۍ نړیواله ادارې یا ای او ایم هم د ډیورنډ‌ کرښې په اوږدو کې د روانو نښتو له امله ملکي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې پخلی کړی. ای او ایم وايي،‌ جګړه کې زېربناو ته تاوان رسېدلی، او د افغانستان په ختیځ او سوېل کې ۶۶ زره کسان بې ځایه شوي دي.

یادې ادارې اندېښنه څرګنده کړې چې شونې ده د روانې شخړې له امله لا نور وګړي بې ځایه او د زیانمنونکو حالت لا ناوړه شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم له پاکستان سره د روانې جګړې په تړاو په یوه وروستي خبري کنفرانس کې ولسي وګړو ته د مرګژوبلې د اوښتو خبره تائید کړه او ویې ویل چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې:

" ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ۸۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي."

ښاغلي فطرت په دې تړاو چې دا کورنۍ په څه راز حالاتو کې شپې -ورځې تېروي‌ او ورته مرستې رسېدلې او که څنګه څه و نه ویل.

خو ای او ایم وايي، تېر کال افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د ۲ میلیونه او نهه سوه زره کډوالو د راستنېدو، او د سرچینو د کمښت له امله دغه هېواد وار له مخه د وګړو د بې ځایه کېدو له یوه لوی کړکېچ سره مخ دی.

دغې ادارې تائید کړې چې په تورخم کې یې د کډوالو د مرستې مرکز ته تاوان اوښتی او په بهرامچه کې هم را ستنېدونکو ته مرستې او خدمتونه ځنډېدلي دي. د ای او ايم مسوولینو په وینا را ستنېدونکي ان په عادي حالاتو کې، لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او د دوی مرکزونه په داسې حال کې تړل شوي چې د کډوالو اړتیا تر هر وخت نور لا زیاته ده.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې د جګړې دوام به د ولسي وګړو د لا نورې مرګژوبلې، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د جبري اېستنې د ناڅاپي را ستنېدو لامل شي.

ای او اېم ټينګار کړی چې په هر راز شرایطو کې باید د د ماشومانو،‌ ولسي وګړو او د بشري مرستندویانو خونديتوب په پام کې ونیول شي او اړینه ده چې دوی بې له کوم خنډه حیاتي بشري مرستو ته لاسرسی ولري.