فرانسه: روسیه "فضا کې زموږ جاسوسي کوي"

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسې دفاع وزیرې فلورانس بارلي ویلي، تېر کال د روسیې یوه مصنوعي سپوږمکۍ د ایټالیا یوې مصنوعي سپوږمکۍ ته نژدې شوې چې جاسوسي کارونه وکړي.
اغلې بارلي دا کار "څارګري بللی".
دا وايي، پاریس د "اتن ویدوس" په نامه د مصنوعي سپوږمکۍ د اړیکو ملاتړ کړی، چې د فرانسې او ایټالیا پوځ ته د استخباراتي معلوماتو شریکولو اجازه ورکوي.
امریکا ویلي، د روسیې مصنوعي سپوږمکۍ "لاچ" په ۲۰۱۵ کال د امریکا دوو مصنوعي سپوږمکیو ته هم نژدې شوې وه.
د امریکا فضايي ادارې مشرتابه له روسي چارواکو سره ددې نامعمول خوځښت په اړه اړیکه نیولې وه.
د فرانسې دغې وزیرې ویلي، پاریس تل د روسیې مصنوعي سپوږمکۍ څاري او موندلې یې ده چې "نورو هدفونو ته نژدې شوې ده".
فلورانس دا څرګندونې په تولوز کې د فضايي څېړنو مرکز کې کړې دي.
دې ویلي، فرانسه د خپلې نوې فضايي دفاعي ستراتیژۍ د پرمختګ لپاره کار کوي، ځکه یو لوی قوت له فضايي ټکنالوژۍ په "دښمنۍ" کې ګټه اخلي، چې فرانسه یې باید ځواب ووايي.








